fbpx

د الله جل جلاله د معجز کتاب قران مجيد په اړه ځينې اړين معلومات – لومړۍ برخه

حمدالله دانشمند
بسم الله الرحمن الرحيم
قران په (23) درويشت کاله کې نازل شوی.
په مکه مکرمه کې ديارلــــــــس کاله .
په مدينه منوره کې لـــــــــــــــــس کاله.
د قران د پـــــــارو شمېر ديرش (30) دی .
د قران د حزبونو شمېرشپېتـــه دی.
د قران د سورتونـــــــــو شمېر (114) دی
د قران دارباعــــــــــــــــو شمېر (240) دی .
د قران د نــــــــــــــــــــومونو شمېر (55) دی .
د قران کريم دحروفو شمېر(323671) دی .
د مکې سورتونو شمېر (86)دی .
دمدني سورتونو شمېر (28)دی .
دقران د ايتونو شمېر (6000) اتفاقي؛ په زيادت کې يې اختلاف شتون لري د ځينو علماؤ په اند (6616) –
(6236) او.. راغلې .
د قران د ټولوکلماتو شمېر (77439) دی .
ټولو حروف هجاﺀ چې په لمن کې لرې هغه د “سورة الفتح ” اخري ايت دی
. د (دنيا) لفظ په قران کې (115) ځله راغلی .
د (اخرة) لفظ په قران کې (115) ځله راغلی .
. دقران ډير غوره سورة (سورة فاتحه) .
دقران لوی ايــــــت (اية المداينة) دی.
دقران لوی سورة (سورة بقره)دی .
دقران لويه کلمه (فَاسقَينَاکموه) ده.
د قران کوتاه کلمـــــــــــــــــــه (طه) ده .
د قران د ثلث سره په ثواب کې برابر سورة (سورة الاخلاص) دی .
د قران زړه ســــــــــــــــــــور ة (يس) دی .
دقران ناوکۍ ســـــورة الرحمن دی .
په قران کې د ښځې نوم  مريم  رضي الله عنها دی. چا ويلي «بعل» هم د ښځې نوم دی .
په قران کې د صحابي نوم حضرت ابوبکر الصديق کناية، او د حضرت  زيد
رضي الله عنهما  صراحة ياد شوی . په يو قول ( سجل) هم د صحابي نوم دی. رضي الله عنهم
د حيات (ژوند) لفظ په قران کې (71) ځله ، د نهار (ورځي) لفظ په قران کې (54) ځله ، د جنت  لفظ په قران کې (66) ځله، د حلقوم  لفظ په قران کې  1  ځل ، د (جهنم) لفظ په قران کې (77) ځله ، د نار(اور) لفظ په قران کې (126) ځله ، د
)زيتون) لفظ په قران کې (4) ځله ، د ليل (شپې) لفظ په قران کې (74) ځله ، د سماوات (اسمانونو) لفظ په قران کې (190) ځله راغلي دي.
د طور(کوه طور) لفظ په قران کې (10) ځله، د (الله ج) مبارک نوم په قران کې (1697) ځله د (رحمن) لفظ په قران کې (57) ځله، د ( رحيم) کلمه په قران کې (95) ځله، د ارض ځمکې کلمه په قران کې (451) ځله، د( الحمد لله رب العالمين) جمله په قران کې (6) ځله راغلي دي.
د هغه سورتونو شمېر چې په حروفوشروع شوي 29 دی .
د(زکاة ) کلمه په قران کې (32) ځله ، د قمر(سپوږمۍ) کلمه په قران کې (26) ځله ، د سماﺀ (اسمان) کلمه په قران کې (120) ځله ، د جاهلية  کلمه په قران کې  4 ځله ، د رمضان (روژي) کلمه په قران کې (1) ځل ، هغه سورتونه چې په (الحمد لله ) شروع شوي  “سورة فاتحه ” انعام”کهف”فاطر” ) دي .
هغه سورة چې (حرف الميم ) نشته پکې سورة الکوثر   او هغه سورة چې (حرف الکاف ) نشته پکې هغه سورة (“قريش
،فلق ،عصر”) دي . هغه سورة چې يو نوم يې (کافيه) هغه سورة” فاتحه ” ده هغه سورتونه چې په (طسم) شروع شوې هغه ” شعراﺀ ، قصص ” دې .
د حنين  غزا په سورة “التوبة” (25-26) م ايت کې ذکر شوې .
د  بدر غزا په سورة” الانفال” کې ذکر شوې .
د احد  غزا په “ال عمران” کې ذکر شوې .
د  بني النضير غزا په سورة “الحشر” ذکر شوې.
د خندق غزا په سورة الاحزاب  کې ذکر شوې .
د تبوک غزا په سورة التوبة  کې ذکرشوې .
د (حمراﺀالاسد) غزا په سورة (ال عمران) (174،172 )ايتونو کې ذکر شوې ده .
د سورة (النحل) بل نوم “النعم” دی . د سورة (الحشر) بل نوم “بني النضير ” دی .
د سورة (التوبة) بل نوم “فاضحه-کاشفه” دی .
د سورة (الغافر) بل نوم سورة “المؤمن” دی .
د سورة (محمّد ص) بل نوم سورة “القتال “دی .
د سورة الاسراﺀ بل نوم “بني اسرائيل” دی .
د سورة الدهر بل نوم سورة الانسان دی .
د تلاوت سجدي  په قران کې په نزد د احنافو 14 اوپه نزد د شافعيه ؤ 15 دي .
هغه سورتونه چه په سجده د تلاوت سره پای ته رسېږې. الاعراف،  النجم، العلق دي .
هغه سورتونه چې د لمانځه د وختونو په نامه ياد شوي هغه ( الفجر، الضحي، العصر) دي .
کم عدد« شمېر» په قران کې (1/10) اولوړ عدد(شمېر) په قران کې «100000» ذکر شوی دی.
هغه سورة چې د نزول پر مهال «70000» ملائکه وو بدرګه کاوه هغه سورة (الانعام) دی .
«ويل يومئذ للمکذبين» ايت په سورة «المرسلات» کې  10  ځله تکرار شوي.
«فباي الاء ربكما تكذبان» ايت په سورة الرحمن  کې «31» ځله مکرر شوی .
هغه نبي چې په قران کې يې ډېرځله نوم ياد شوی هغه  موسی  عليه السلام دی .
ډير د لوی اميد(اية) په قران کې {قل يا عبادي الذين اسرفواعلي انفسهم….} دی .

ماخذ: :عربي ويبسایټونه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د