ډيپلوماټیکی سرچیني: ایران ترځمکه لاندی ایټمي پروګرام کی نوی پرمختګونه کړي دي

 

120215211833irannuclear(نن ټکی اسیا فبروري ۲۰۱۲/۰۲/۱۹) ډیپلوماټیکو سرچینو دراپورونو په حواله چی ایران هیواد په دی وروستیو کی دقم ښارته څیرمه ترځمکه لاندی ایټمی پروګرام باندی کارتیز کړی دي، اواودیورانیمو دغني کولوپه برخه کی یی ډیرپرمختګ کړی دي،خبرزیاته وی چی ایراني ایټمی پروګرام اوس دی ته نژدی شوی دی چی ترځمکه لاندی ایټمی پروګرام ددی توان لري چی په زرګونو سنټریفوج تیارکړي ترڅو ترځمکه لاندی ایټمی پروګرام نورهم قوي کړی.

ددارنګه پرمختګونوپه صورت کی ایران کولای شوی ډیرژر دبریښنا دتولید اودهستوی پروګرام په پرمختګ کی ژرترژره کارځینی واخلي.
که څه هم لویدیځ هیوادونه ایران باندی تورلګوي چی هیواد کی یی ددیورانیمو دغني کولای اوهستوي پروګرام ددي لپاره ترلاس لاندی نیولی دی ترڅو ایټمی وسله لاس ته راوړی، خو ایران بیا دبهرنیانو دغه تورونه ردوي اووایی چی هستوي پروګرام یی هیواد کی دپرامنو اغراضو لپاره ترلاس لاندی ینولی دي.
راپورکی راغلي جی نړیوالي ټولني تراوسه پوري دایران ایټمی پروګرام دنویو پرمختګونو په اړه کوم عکس العمل نه ده ښودلی.
داسي انګیرل کیږي چی راتلونکی اوني کی به دنړیوال ایټمی پروګرام څیړونکی ډله دایران دایټمی پروګرام له ساحی څخه لیدنه وکړي، خولودیځوال ویره لري  چی دایران حکومت به دایټمی پروګرام نړیوالي څیړونکي ډلی ته اجازه ورنه کړي ترڅو دایران دهستوي پروګرام له ټولو ساحو څخه لیدنه وکړي، همدارنګه دتیرکال دجنوري په میاشت کی هم ایراني حکومت ځیني مفتشنیوته اجازه ورنکړه ترڅو ددغه دایټمی پروګرام له ټول ساحو څخه لیدنه وکړي.
تیره ورځ دبرطانیی دبهرنیو چارو وزیر ویلیام هګ ویره څرګنده کړی وه چی دایټمی وسلو دترلاس کولو په برخه دایران هڅي اوامیدونو په منځنی ختیځ کی دایټمی وسلو دترلاسه کولو په برخه کی دسمیزوهیوادونو نوي سیالیو اومسابقوته لاره خلاصه کړي.
نن ټکی اسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د