افغانستان

غزنی: بمي چاودنې شپږو تنو مرګ ـ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د غزني امنیتي مسوولین وايي چې د دې ولايت په ده یک ولسوالي کې د بمي چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ وايي چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي او په خبره يې پر خښ کړل شوي ماین ور برابر شول.

نوموړي وویل پېښه نن سهار د ده یک ولسوالي په سلېمانزو سیمه کې شوې ده، چې د سپرلۍ موټر يې ښکار شو.

دغه سیمه څه موده وړاندې د دولت د نهه ورځنیو عملیاتو شاهده وه، چې پکې ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

ولسي وګړو تل د جګړې په ښکېلو غاړو غږ کړی، چې د ملکي وګړو له زیانمن کېدو ځان وژغوري.

تر اوسه له دولتي سرچينو پرته خپلواکو سرچينو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

دا د ملکی خلکو مرگ ته سنگه دوی جواب ورکوی او دا ولی ولی؟؟؟؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x