fbpx

فرخندې په قتل تورن څلور کسان په اعدام او اته په ۱۶،۱۶ کلونو بند محکوم شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي۱۶مه ۱۳۹۴ل): د کابل ابتدایه محکمې د فرخندې په قتل د تورنو کسانو له منځه ۴ په اشد مجازات «اعدام» او ۸ نور يې په ۱۶-۱۶ کاله بند محکوم کړل.

د کابل د درېیمې حوزې د ابتدایه محکمې رییس صفي الله مجدي د محکمې په نننۍ جلسه کې وویل چې زین العابدین د ګلاب الدین زوی، محمد یعقوب د محمد یاسین زوی، محمد شریف د شرف الدین زوی او عبدالبشیر د عبدالشکور زوی د فرخندې د قتل او بیا د جسد سوځولو په قضیه کې د جزا د قانون ۳۹۶ او ۲۸ مادې د دوهمې فقرې لاندې او همدا راز د ښځو پر وړاندې د تاتریخوالي سره د مبارزې قانون ۲۲مې مادې ته په کتلو سره په اشد مجازات یعنی اعدام محکوم کیږي.

همدا راز محکمې غیاث الدین، سیف الرحمن، حسیب الله، اکرام الدین، غلام محمد، عبدالفتاح، محمد عمران او مهمند په ۱۶-۱۶ کاله بند محکوم کړل.

ابتدایه محکمې پاتې ۱۸ ملکي کسانو ته د شواهدو د نه شتون له کبله براات ورکړ.

فرخنده د تېر کال د کب په ۲۸مه د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د شاه دوشمشیره مسجد وړاندې د خلکو لخوا په دې تور چې قران یې سوځولی ووژل شوه او بیا یې جسد اور ته واچول شو.

که څه هم تر اوسه دقیقا څرګنده نه ده چې فرخندې قران ته اور اچولی و یا نه خو د حج و اوقاف وزرات وايي چې دوی داسې څه ثبوتونه نه دي ترلاسه کړي چې د فرخندې له لوري د قران سوځول ترې معلوم شي.

د ابتدایه محکمې رییس زیاته کړې چې د دغې محکمې پریکړه نهايي نه ده او تورن کسان د استیناف حق لري.

د فرخندې د قتل په قضیه کې د ټولو ۴۹ تورنو کسانو د محاکمې لپاره ۳ علني ناستې وشوې. نن د ابتدایه محکمې ۴مه ناسته وه چې په کابل کې دایره شوه.

په دغه قضیه کې ۳۰ ملکي وګړي د یوې مېرمنې په وهلو ټکولو، وژلو او جسد ته یې اور اچولو تورن معرفي شوي وو او موظف څارنوال د محکمې په نننۍ جلسه کې وویل چې د دوهمې حوزې ۷ پولیس د وظیفې څخه د غفلت او د قانوني صلاحیت څخه په نه استفادې تورن دي.

څارنوال زیاته کړه چې ۱۲ نور پولیس یوازې د وظیفې څخه په غفلت تورن دي.

avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

جالبه خو داده چي یوه فاحشه مرداره شوي او اوس یي زوږ ټوله نړۍ نیولې خو دا سلګونه ځوانان چې مري پروا نلري.
دې وایي د جندر اهمیت او ارزښت په افغاني ټولنه کې.

وردگ
میلمه
وردگ

و حج او اوقافو وزارت خو په همغه وخت د کابل ټولو مسجدونو ته لیکونه لیږلی وو تر څو د فرخندی په طرفداری خبری وکړی.

انصار
میلمه
انصار

احمد صاب ته په احترام! هیځوک په چا د فاحشی تور نشی لګلولی بدون د کوم ثبوت څخه ـ او د یوه مسلمان داخلاقو او شخصیت سره دا کلمات منا سب هم ندی، او به خبره دا چه که چیری ستاسی دا خبره په رشتیا کوی او ثبوت ونه لری په ستاسو باید د قذب حد جاری شی. مننه

غوربندي
میلمه
غوربندي

د فرخندې حادثه د اشغالګرانو او کورنیو بی دینه ګوډاګیانو یوه پلان شوې، دقیقه ، ژوره او شومه دسیسه وه.

ددې دسیسې د ځنځیر په لومړی حلقه کې د قران کریم توهین وشو، په دوهمه حلقه کې یې بی ګناه فرخنده چې د قراني دین ملتزمه وه په ظلم او وحشت سره د مرګ کومي ته ولوېده، په دریمه حلقه کې د دیني اقدارو او قرانکریم مدافع افغانان دا دي په مرګ محکوم شول.

څلورمه حلقه کې به خداناخواسته د قرانکریم د سوزولو ریښتونی پلان تطبیقوي.

صالحی
میلمه
صالحی

سلام علیکم .زه وایم چی برخنده که په حقه وه که په نا خقه دغه ځوانانو خو په دی نیت هغه په قتل باندی ورسوه چی هغی قران کریم ته اور اچولی که چری دوی ته معلومه وای چی دا په ناحقه وه نو دوی به هم نه وای وژلی وسلام

قاری حسیب
میلمه
قاری حسیب

فرخنده که مسلمانه او ریشتیا هم حافظه او په دین پوه خځه وای الله به داسی ذلیل مرګ نه ورکوه بیا هم د فرخندی عاشفان دی دا سو سواله راته ځواب کړی ۱ که فرخنده مومنه او پاک لمنی ښځه وای هغه زیارت چی د شرک بدعت فحشا مرکز وه سه کول کله هم زیارت سمه او پاک لمنی نه ورځی ۲ که فرخنده مسلمان وه بیایی مدافع وکلیه ولی انګریزه او کافره ده ایا داسی مسلمانه وکلیه نه پیدا کیده چی دفاع یی ورته کری وه ۳ که فرخنده مومنه وه ولی یی قران سوزوه او دا خبر د… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

انصار صاحب: فرخنده هم د هماغې هزاره بدلمنې په شان وه چې فلزي کمیس یې اغوستی وو او بې ادبې معاف شا او مخه یې خلکوته ښکاروله، په دې کې به راسره څه ووایې؟ نن وګوره په فرانسه کې ناسته ده او د نر په شان مرکې هم درته استوي، که نه یې منې نو یوتیوب ورپسې وګوره. راځو دې فرخندې ته: هغه نه حافظه د قرآن وه او هم کومه عالمه. اوس نو هر څوک د مومن خان په ښامار کې خپله چړه سره کوي. هغه د قرآن سوځیدلې نسخې چې همدې شیطاني رسنیو په لمړي ځل نشر کړې… نور لوستل »