نړۍ

عراق: په بغداد کي چاودني ۴۵ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

bomb blast in iraqنن ټکی آسیا: په بغداد کي چاودني ۱۹ پولیس وژلي، او ۲۶ نور يې ټپيان کړي دي.

د تفصیلاتو سره سم نن د ورځي د عراق په پلازمینه بغداد کې د پولیس پر یوه روزنیز مرکز باندي د موټر بم په واسطه برید تر سره شو، چي له کبله يې ۵ پولیس او ۱۴ د پولیس د روزنیز مرکز زده کونکي ووژل شول.

برید هغه مهال را منځته شو، کله چي د پيښي قربانیان د خپل مرکز څخه را وتلي وه،

او پر سړک باندي په کتار ولاړ وه چی د موټر په واسطه تر برید لاندي راغلل.

ویل کیږي چي په دغه چاودنه کي ۲۶ تنه چي ټوله د همدې مرکز پولیس او یا هم زده کونکی وه، ټپيان شوي هم دي.

دا برید د ۲۷ جنوري د برید وروسته تر ټولو سخت برید شمېرل شوی په کوم کی چي د شیعه ګانو پر یوه جنازه باندي چاودنه شوې وه، او نیژدې ۳۱ تنه په کښي مړه او ۶۰ نور ټپيان شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x