د نن سرلیکنه

د پګواش د غونډې په اړه د ګډ حکومت منفي تأثر

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: د تیرې شنبې او یکشنبې په ورځ په قطر کې د پګواش سازمان په نوښت جوړه شوې غونډه د یوشمیر سیاست پوهانو او شنونکو له لوري په هیواد کې د سولې د تأمین لپاره یو ښه فرصت وبلل شو.

په یاده غونډه کې له کابل څخه یو زیات شمیر دولتي او نادولتي افرادو ګډون کړی اوهلته یې خپل نظرونه وړاندې کړل.

د نورو برخوالو ترڅنګ د سولې عالي شورا دوو تنو مهمو غړیو هریو عبد الحکیم مجاهد او قاضي امین وقاد د غونډې په اړه مثبت تأثر درلود چې په اړه یې له رسنیو سره هم څرګندونې لرلې.

خو د غونډې له پایته رسیدو سره پرون د سه شنبې په ورځ د ګډ حکومت امنیتي سلاکار حنیف اتمر یو لړ داسې څرګندونې وکړې چې د غونډې د پریکړو په اړه یې د ده د منفي تأثر ښکارندوینه کوله.

ښاغلي اتمر د مشرانو جرګې په استحضاریه غونډه کې د پګواش کانفرانس د پریکړو په اړه وویل: په قطر کې د پګواش غونډه زمونږ له نظره رسمي غونډه نه او نه مونږ ورکي رسمي استازی درلود ، هلته چې هرچا ګډون کړی او نظرونه يي وړاندې کړي هغه شخصي او دولت یې د هیڅ ډول پریکړو د عملي کولو په اړه ځان ملزم نه بولي.

ورته څرګندونې د ګډ حکومت اجرائیه رئیس ښاغلي عبدالله عبدالله هم دکندهار د نوي والي د معرفي کولو په غونډه کې وکړي.

د پګواش د غونډې په اړه د دولتي چارواکو له څرګندونو داسې ښکاري چې هغوي له یادې غونډې څخه په منفي تأثر اخیستو سره د سولې د تأمین په اړه یو ډول خاص طرز تفکر لري ، داسې چې هرڅه باید د دوی د غوښتنو او ګټو سره سم تر سره شي.

د یادې غونډې په پریکړو کې د طالبانو لپاره د رسمي دفتر پرانیستل،له تور لیست څخه د هغوی د مشرانو نومونه حذف کول او د اساسي قانون په ځینو موادو کې بدلون راوستل هم شامل ول، چې دری واړه د ګډ حکومت د چارواکو له منافعو سره په ټکر کې دي .

سوله او په هیواد کې د سولې تأمین هغه شعار دی چې د ګډ حکومت مشر یې له خپلو اساسي لومړیتوبونو څخه بولي.

خو کله چې بیا د واقعي سولې د تأمین لپاره زمینه سازي کیږي د ګډ حکومت سهیم چارواکې یې په اړه داسې موقف ګیري کوي لکه د سولې تأمین چې یواځې د دوی ترشخصي مصالحو پوري خاص وي نه تر ملي مصالحو پوري.

دوه کاله وړاندې چې کله په قطر کې د طالبانو لخوا رسمي دفتر پرانیستل کیدو پخواني ولسمشر یې په اړه جدي غبرګون وښود چې له امله یې طالبانو هم له امریکایانو سره د سولې مذاکرات وځنډول.

اوس چې بیا د پګواش غونډه په نسبي ډول د طالبانو په ګټه پایته ورسیده دولتي چارواکي یې په اړه منفي تأثر ښکاره کوي.

په هیواد کې دجګړې خاتمه او دسولې تحقق د افغان ولس هغه مبرم ضرورت دی چې باید پر ټولو شخصي او تنظیمي مصالحو مقدم وګڼل شي ، که د افغان قضیې هر لوري د دغه ملي ضرورت په تحقق کې پرخپلو شخصي مصالحو ټینګار کوي په افغانستان کې د سولې تحقق ناشونی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

زما په نظر په کابل کی موجوده په نوم جهادی رهبران او ددوی پیروان او ځین غربی منافقین خصوصا د جمعیت او وحدت ګوند غړی د سولی پر وړاندی لوی خنډونه دی

khaibar

منافق ،منافق وی هغه که په هره جامه کی وی خودومره بایدووایم چی جهادددوی دترمیم یوه ښه په زړه پوری اولنډه لارده ثابت دی وی اسلامی امارت اوزوندی دی وی داسلامی امارت اتلان مجاهدین اوفدایان زماپه فکرله اوسنی فاسد ز‌ژیم سره روغه جوړه هیڅ امکان نه لری داسلام سرلوړی له دغواوباشانوسره په ناسته کی نسته بلکی پوره سرلوړی یی په نوی عزم او جهادکی ده

محمد بهادر باوری

بله نقشه دسیاست په دورنما کی ګورم * ای ظالمه ستا زوال په اریانا کی ګورم *اول دی نه کول فکرونه ته نشه وی په څه* اوس دی سری سترګی له ژړا نه ډکی پکی ګورم *دغلامی دغه انجام وی غلامی دی بس که * نوردتاریخ پاڼی دی واړه زه بدنامی ګورم * ظالمه څه نه وه چه ودی نکړل* سپینی جنډی په مزاروکی دافغانانو ګورم * دننګ غیرت او دابرو خاوره وه * تنکی ځوانان می ډرامو او سریالو کی ګورم * با الله باوری وساتی له کبره * نن رمی دکبرجنو هری خواکی ګورم

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x