افغانستان

د سولې عالي شورا: د رښتينې سولې لپاره باید د جګړې د پای قوي اراده موجوده وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د سولې عالي شوار وايي چې په هېواد کې د رښتينې سولې لپاره باید د جنګ د پای په اړه قوي اراده لرو.

د دې شوار د دارلانشاء رييس معصوم ستانکزی وايي چې د سولې شورا بايد د سولې د راوستو لپاره خپل صداقت ښکاره کړي.

نوموړي چې د پګواش کنفرانس په اړه يې له ازادي راډيو سره خبرې کولې وویل چې د پګواش سيمينار د سولې په لور یو ښه ګام دی.

د دوی په خبره دا ډول کنفرانسونه به هغه وخت لا ښه اغېز ولري چې رسمي بڼه ولري.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس په داسې حال کې له پګواش کنفرانس څخه خوښ برېښي چې د ګډ حکومت امنيتي او نظامي لوړپوړي مسوولین يې په اړه نيک نظره نه دي.

د پګواش کنفرانس چې د کاناډايي مؤسسې له لوري د «افغان ډيالوګ» تر سرلیک لاندې جوړ شوی و، په پرېکړه لیک کې يې د بهرنیانو په وتلو او د طالبانو د رسمي دفتر د بيا پرانیستې غوښتنې هم شوې وي.

د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو د طالبانو له سیاسي دفتر سره مخالفت وښود او ويې ويل چې دوی د طالبانو د سیاسي دفتر په رسمي پرانېسته خوښ نه دي.

د ګډ حکومت د ملي امنيت سلاکار بيا دا ډول کنفرانسونه د پردې تر شا بولي او وايي چې دوی حاضر نه دي چې له «خپلو قاتلینو» سره مخامخ کېني.

حنیف اتمر پرون سه شنبه په مشرانو جرګه کې طالبانو ته په اشارې وويل چې دوی له هغه چا سره خبرو ته حاضر نه دي، چې لاسونه يې په «وينو» سره وي.

سیاسي شنونکي پر دې اند دي چې د پګواش د غونډې په اړه د دولتي چارواکو له څرګندونو داسې ښکاري چې هغوي له یادې غونډې څخه په منفي تأثر اخیستو سره د سولې د تأمین په اړه یو ډول خاص طرز تفکر لري ، داسې چې هرڅه باید د دوی د غوښتنو او ګټو سره سم تر سره شي.

د یادې غونډې په پریکړو کې د طالبانو لپاره د رسمي دفتر پرانیستل،له تور لیست څخه د هغوی د مشرانو نومونه حذف کول او د اساسي قانون په ځینو موادو کې بدلون راوستل هم شامل ول، چې دری واړه د ګډ حکومت د چارواکو له منافعو سره په ټکر کې دي .

د سولې عالې شورا د دارالانشا‌ء رييس په داسې حال کې د پګواش سيمينار د سولې پر لور یو ښه ګام بولي، چې دم ګړۍ هم د هېواد له ګوټ ـ ګوټ نه د دواړو لوریو د درنو تلفاتو خبرونه ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x