نړۍ

داود اوغلو: بیت المقدس زمونږ؛ او مونږ د بیت المقدس یو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو ویلي چې بیت المقدس د مسلمانانو ملکیت دی او یهودان په کې د هیڅ تصرف حق نه لري.

داود اوغلو د مخالف دیموکرات ګوند د مشر «صلاح الدین دمیرتاش» په هغو څرګندونو کلکې نیوکې وکړې چې ویلي وه: «په استانبول کې د تاکسیم میدان د کارګرو لپاره داسې حیثیت لري لکه بیت المقدس د یهودو، یا کعبه د مسلمانانو لپاره».

ښاغلي داود اوغلو د خپلو پلویانو یوې سترې غونډې ته په وینا کې زیاته کړه: «د بیت المقدس ښار او د اقصی مسجد د مسلمانانو ملکیت دی او په یهودو پورې هیڅ اړه نه لري، بیت المقدس زمونږ معنوي کور دی او مونږ د بیت المقدس یو».

د ترکیې لومړي وزیر وویل چې خپل مخالف دیموکرات مشر، د «صلاح الدین» په نامه نه شي یادولی، ځکه چې په خبره یې، «صلاح الدین زمونږ لپاره ډیر سپیڅلی نوم دی، صلاح الدین ایوبي د بیت المقدس فاتح او د مسلمانانو ستر قاید وه، دا به تیروتنه وي چې دمیرتاش نومی کس د صلاح الدین په نامه یاد کړو».

د اقصی مسجد چې د فلسطین د القدس ښار په زړه کې واقع دی، د مسلمانانو لومړۍ قبله او د اسلام په دین او تاریخ کې سپیڅلی مقام لري.

د شلمې پیړۍ په اوایلو کې د انګریزي استعمار په مرسته فلسطین ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په دې پلمه یهودان وروبلل شول چې ګواکې دغه یهودان په علمي او تخنیکي برخو کې پوه، متخصص او مسلکي کسان دي او غواړي د فلسطین په رغولو کې مرسته وکړي.

دغو یهودانو په فلسطین کې ځمکې او کورونه وپیرودل او په ډیر لږ وخت کې يې شمیر تر شپږ لکو پورته شو او په مختلفو نومونو یې د فلسطین ۷٪ ځمکنی مساحت تر خپل واک لاندې راووست، او بالآخره یې په ۱۹۴۸م کال د اسرائیل په نامه یهودي دولت تاسیس او اعلان کړ.

که څه هم یهودان په فلسطین کې له تاریخي او حقوقي پلوه د هیڅ راز تصرف حق نه لري، خو د ځان د برحق ښودلو لپاره له لومړۍ ورځې داسې هڅې کوي تر څو د بیت المقدس تاریخ ته له یهودو سره تړاو ورکړي.

تېر کال د ځمکنیو څیړنیو یوې فلسطینۍ ادارې د اسرائیلو هغه هڅه افشا کړه چې د مسجد الاقصی په جنوبي څنډه کې یې د یهودو جعلي قبرونه په داسې شکل جوړ کړي وه چې د یهودو دیني رموز پرې کښل شوي او ګومان کیده چې له تاریخي پلوه یوه پیړۍ مخکې جوړ شوي.

دغه اداره وايي چې د اسرائیلو د هغو هڅو شمیر سلګونو ته رسیږي چې غواړي د فلسطین په تاریخ کې تحریف وکړي او د تقلبي لاسوندونو په وړاندې کولو سره بیت المقدس د اسرائیلو تاریخي ملکیت وښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

په خدای می د قسم وی چی ترکیه خپل ځان اصلاح نکړی(لکه دا مضخرف سریالونه او فلمونه او نوری نوری خبری په ترکیه کی) ولاکه د اغلو په خبرو زما باور وشی – اول باید ځان د ملک دننه اصلاح کړی خصوصا د اخلاقی نظره بیا دی داسی څرګندونی کوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x