افغانستان

«د سولې په اړه د ګډ حکومت دريځ یواځې تر شعاره محدود دی»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۶مه ۱۳۹۴ل): د چارو شننونکي وايي چې د سولې په اړه دګډ حکومت موقف یواځې تر شعاره محدود دی او عملي بڼه نه لري.

د ننګرهار پوهنتون پخواني رییس ، لیکوال او شناند عبدالرحیم ثاقب نن ټکي اسیا ته د پګواش د کنفرانس او د ګډ حکومت لخوا د طالبانو د دفتر د بیا خلاصولو  سره مخالفت په اړه وویل چې کله هم د سولې د تأمین چانس برابر شوی ګډ حکومت یې یې پرخلاف موقعګیري کړې.

ثاقب له قوله ګډ حکومت سولې ته ژمن نه دی او موقف یې یواځې تر شعاره محدود دی.

هغه د بېلګې په توګه وویل چې چې دوه کاله وړاندې په قطر کې د طالبانو لپاره رسمي دفتر افتتاح کیدو او طالبانو غوښتل د سولې د مذاکراتو په شمول ټولې اړونده چاري د همدې دفترله لارې تر سره کړي ولس مشر کرزي یې مخالفت وکړ.

«اوس چې د ګډ حکومت مشر سوله ییز مذاکرات د خپل فعالیت له اولیتونو څخه ګڼي او د همدې غرض لپاره يي مختلفو هیوادونو ته سفرونه کړي ، بهرنیو وزارت يي په قطر کې د طالبانو له دفتر سره بیا مخالفت کړی».

د پګواش کنفرانس چې د روانې اونۍ په پیل کې په قطر هېواد کې ترسره شو، په کې د طالبانو د استازو سربېره د حزب اسلامي حکمتیاز استازو، سولې عالي شورا، ملي شورا، سیاسي او مدني فعالانو استازو ګډون کړی و.

طالبانو د بګواش په کنفرانس کې وغوښتل چې د دوی دفتر چې د اسلامي امارت د لوحې او بیرغ د کوزولو پر سر دوی احتجاجا تړلی و، بېرته دې پرانېستل شي.

په ۲۰۱۳ز کال کې طالبانو په قطر کې سیاسي دفتر پرانېست، خو هغه مهال حامد کرزي د اسلامي امارت د لوحې او بیرغ سره کلک مخالفت وښودلو چې وروسته دغه لوحې او بیرغ په کوزېدلو سره طالبانو احتجاجا دفتر وتړلو.

د بګواش کنفرانس کې د غونډې ټولو ګډونوالو د طالبانو دغه غوښتنه په بشپړ اکثریت سره منلې وه.

د بهرنیو چارو وزرات وايي چې د پګواش لخوا دغې غونډې ته رسما دعوت شوي وو خو ولې دوی په کې ګډون ونه کړ.

خو طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو چې د پګواش له مسوولینو سره یې سپينه کړې وه چې هېڅوک به دغې غونډه کې رسما ګډون نه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني پرون کابل کې خبري ناستې ته وویل چې دا ناسته غير رسمي وه، نو ځکه خو په کې د حکومت رسمي چارواکو ګډون ونه کړ او له افغانستانه ورغلو شخصيتونو په کې په شخصي توګه ګډون کړى و.

هغه د دفتر د بیا خلاصولو په اړه د کرزي د واکمنۍ پر مهال دريځ ته په اشارې سره ویلي چې ګډ حکومت په قطر کې د طالبانو دفتر په اړه روښانه دريځ لري او په وینا یې افغانستان یو مشروع دولت او حکومت لري.

مستغني ادعا وکړه چې ګډ حکومت تر شا ولسي ملاتړ لري او افغانستان کې به تل یو حکومت او دولت وي.

د سولې د خبرو او له نړیوالو سره د تفاهم په غرض په قطر کې د طالبانو لپاره درسمي دفتر پرانیستنه په هغه غونډه کې مطرح شوه چې په دې وروستیو کې د پګواش سازمان لخوا په دوحه کې رابلل شوې وه .

په یاده غونډه کې د ګډ حکومت د سولې د عالي شورا پر لوړرتبه چارواکو سربیره یوشمیر نورو دولتي افرادو هم ګډون درلود چې دسولې دټینګښت په اړه له طالبانو سره په غیر رسمي ډول تفاهم درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد

سلام دوستانو . دا كدحكومت دي او كه تير د كرزي كاما حكومت وو خو دا دواره به يقيني دول سولي ته زمن حكومتونه نه دي زكه جي كله هم د سولي خبري اتزي رواني وي نو دوي يي به اوايلو كي دلجسبي خيي خو جه كله خبره حقيقت نزدي شي نو دوي يوه خبره بهانه وكرزوي زكه جي ددوي كتي بيا دريزي دوي خو خبلي كتي دنورو خلكو به مرك لتوي او د ملت غم ورسره بالكل نشته

الحاج استاذ بیانزی

حکومت ؟ ملی ګډ حکومت ؟؟ د اولس ملاتړ ؟ د اولس په ملاتړ که دوی ټاکل کیدلی اولس خو به یوه ته د جمهوری ریاست د ریس کیدلو د پاره رایوی ورکړی وی ( که ورکړی یی وی ) دغه جمهور ریس د بل هیواد د سفارت په دستور ولی ریس شو او دغه دوهم کس چه ملت ورته د جمهور کیدلو د پاره رایوی نه وی ورکړی هغه چا ریس کړو ؟ د یوی ښځی دوه مړونه ؟ په یوه هیواد کی دوه جمهور ریسان ؟ بیا هم د اولس ملاتړ ورسره ملګری ده ؟ ( یعنی د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x