افغانستان

سرنوشت: طالبانو د هلمند په مارجه او سنګين کې عسکر تېښتې ته اړ کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپانه سرنوشت وايي چې د هلمند ولایت په مارجه اوسنګين ولسواليو کې د طالبانو په تازه بريدونو کې عسکرو پراخې سیمې ور پرې اېښې دي.

سرچينې د هلمند د اوسېدونکو له قوله لیکلي چې د ذوالفقار په علمیاتو کې دولتي ځواکونو د مارجې په سیستاني سیمه کې دوه پوستې واچولې، چې تېره شپه يې د طالبانو د بريدونو تاب را نه وړ او له سیمې وتښتېدل.

طالبانو بیا د پورته پېښې اړوند څه نه دي ويلي، خو  پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې يې د سنګين ولسوالي په مربوطاتو کې د عسکرو د تېښتې اړوند معلومات خپاره کړي دي.

طالبانو ويلي چې د سنګين د څاروان کلا له پزکي سیمې نه هم د ملي اردو عسکر تښتېدلي دي.

خبرپاڼه کاږي: «پرون غرمه شاوخوا ۱بجه دیادي ولسوالۍ اړوند دڅاروان قلعه دپزکي په سیمه کې کجکي ته پرغزیدلي سړک دمورال بایللي مزدوري اردو عسکر له خپلي یوې مهمي قرارګاه او ۲پوستو په تېښته تللي او اوس ټوله سیمه دمجاهدینو تربشپړه ولکې لاندي ده.»

که څه هم د ګډ حکومت امنیتي سلاکار حنیف اتمر پرون په يوه غونډه کې وويل چې د افغان عسکرو د ملاتړ لپاره امریکا هره ورځ ۱۲ میليونه ډالره مرسته کوي، خو د پوځي چارو کارپوهان وايي چې د هلمند په څېر نا امنه ولایت کې هم زرګونه عسکر بې معاشه پاتې دي.

د دوی په خبره هلته ډېری عسکر له نږدې اوو میاشتو راهیسې خپلې دندې پر مخ وړي، چې د معاش نه ورکړه هم د دوی په مورال خورا بده اغېزه کوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د عسکرو له تللو سره په سیمه کې جګړه هم ختمه شوې او دوی د ارام سا اخستې ده.

د کورنیو چارو وزارت د وياند مرستيال وايي چې دوی مني چې عسکر يې د هلمند په خطرناکو سیمو کې په جګړه بوخت دي؛ خو د عسکرو له تېښتې انکار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x