نړۍ

اسرائیلي عسکر: د ملکي خلکو په وژلو مو ساتیري کوله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): یو اسرائیلي عسکر چې د غزې په پروسږکلنۍ مشهورې جګړه کې برخوال وه، اعتراف کړی چې ده او ملګرو یې د ساتیرۍ له مخې په ولسي میشت ځایونو ډزې کولې او ملکي وګړي یې په نښه کول.
شل کلن «ارییه» له فرانسوۍ «لوموند» ورځپاڼې سره په مرکه کې وايي:

«زه یې راوبللم، مونږ خپلې شوبلې او ټانګونه چمتو کړل او د غزې پر لور وخوځیدو، خو لا هم زمونږ هدف او ماموریت نه وه اعلان شوی، عسکرو په خپل مینځ کې رنګارنګ اټکلونه او حدسونه وهل. وروسته قومندان مونږ ته یوه دایره د هدف لپاره وټاکله چې قطر یې ۲۰۰ متره وه، او امر یې وکړ که د دغې دایرې په مینځ کې هر متحرک شی په نظر درغی بې له ځنډه پرې د مرمیو باران جوړ کړئ».

اسرائیلي عسکر وايي:

«مونږ به د ولسي وګړو په استوګنځایونو د ساتیرۍ له مخې سپکې او درنې مرمۍ توغولې. یوه ورځ سهار ۸ بجې وې، مونږ د بریج په نامه د یوې ګڼ میشتې ملکي سیمې په لور وخوځیدو، زمونږ قومندان امر وکړ چې هر یو عسکر باید د ځان لپاره تخمیني هدف وټاکي او هماغه ځای دې په نښه کړي. هغه مهال چې مونږ په ملکي استوګنځایونو مرمۍ توغولې، د حماس هیڅ جنګیالی مو ونه لید، او نه چا زمونږ پر لور ځوابي ډزې وکړې. قومندان مونږ ته په ټوکې او خندا راغبرګه کړه: د اسرائیلي پوځ لخوا د بریج اوسیدونکو ته سهارنی روغبړ ورولیږئ».

ارییه زیاتوي:

«زما په یاد دي، یوه ورځ زمونږ د ډلګۍ یو عسکر ووژل شو، قومندان امر وکړ چې باید انتقام یې واخلو، له مونږ څخه په ۴ کیلو متره فاصله کې یوه دنګه ملکي ودانۍ پرته وه، چې سپین رنګ یې درلود. ما د خپل ټانګ مخه د همدې ودانۍ پر لور واړوله او یوولسم پوړ مې په نښه کړ. زه باور لرم چې ما بې ګناه ولسي خلک ووژل».

دغه اسرائیلي عسکر وايي چې زمونږ هدف یوازې د حماس له مینځه وړل نه، بلکې د غزې ښار د زیربناوو تباه کول وه. نوموړی زیاتوي:

«د ۲۰۱۴ کال د جولای ۱۹ تاریخ وه، مونږ غزې ته ننوتلو، مونږ د هغو تونلونو پلټنه کوله چې حماس په غزه کې تر ځمکې لاندې کیندلي وه. خو زمونږ اصلي هدف د کرهنیزو ځمکو له مینځه وړل او د فلسطینیانو اقتصاد ته ضربه رسول وه. تر څو حماس دوهم ځل له مونږ سره ډغرو ته زړه ښه نه کړي».

ارییه وړاندې وايي:

«مونږ د فلسطینانو ډیر کورونه، ولسي ودانۍ، زراعتي ځمکې او د بریښنا ستنې له مینځه یووړې. که څه هم مونږ ته یې ظاهرا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي سپارښتنه کوله، خو دا یې هم په ټینګه ویل چې څومره وراني او ویجاړي مو په وس پوره وي مه یې سپموئ، نو دې هیڅ امکان نه درلود چې کورونه او ودانۍ مو نړولې او ولسي خلک دې بچ پاتې شوي وای».

فرانسوۍ ورځپاڼې ته اسرائیلي عسکر څرګنده کړې چې د غزې جګړې له هغو تیوریکو لارښوونو سره ځمکه او اسمان توپیر درلود چې دوی ته د روزنې پر مهال ورښوول شوې وې. نوموړی وايي:

«ما د ثقیلو وسلو په برخه کې روزنه تر لاسه کړې، زه د هدف ټاکلو او ویشتلو مسئول وم. مونږ ته د پوځي روزنې پر مهال ویل شوي چې هیڅکله وسلې او مرمۍ د ساتیرۍ په موخه ونه کاروو. خو هغه څه چې په غزه کې ترسره شول زمونږ وجدان نه منله».

دغه اسرائیلي عسکر وايي:

«د غزې په جګړه کې زمونږ قومندان امر وکړ چې که یو شخص مو ولید چې له ټانګ څخه نه تښتي، نو سمدستي یې ووژنئ».
ارییه زیاتوي چې د جنګ ټول واک او اختیار زمونږ په شخصي پریکړو تړلی وه. مثلا که د یو فلسطیني د کور په کړکۍ کې مې شکمن حرکت لیدلی وای او یا پرته له کوم ښکاره ثبوت څخه زما په زړه کې ویره پیدا شوې وای، نو ما دا حق درلود چې سمدستي نوموړی ځای په نښه او د ګولیو باران پرې جوړ کړم.

اسرائیلي عسکر زیاتوي:

«که د کور کړکۍ پرانیستل کیده مونږ پرې ډز کاوه، که موټر روانیده مونږ په نښه کاوه، تنها خوځنده انسانان مو نه ویشتل، حتی که بې روحه جامد شي به حرکت کاوه هم مو پرې ډزې کولې ».

ارییه یو له هغو ۶۰ اسرائیلي عسکرو څخه دی چې په دې وروستیو کې یې د یو شمیر بشري او حقوقي موسسو په وړاندې د اسرائیلو په بې ساري جنګي جنایتونو اعترافات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x