افغانستان

ننګرهار: ملي امنیت څلور تنه محصلين د «ترهګرو» په نوم نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د ملي امنیت ریاست په ننګرهار کې د وروستیو نا امنیو په تړاو د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څلور تنه محصلين نيولي دي، چې د محصلینو توند غبرګونونه يې را پارولي دي.

ملي امنیت ادعا کړې چې د ننګرهار پوهنتون د ساینس او ټکنالوژي د دويم ټولګي محصل عبدالغفور چې د ننګرهار د خوږياڼو د پیرخېلو اوسېدونکی دی، د بم جوړولو مسوول دی.

ملي امنيت ریاست وايي چې دې څلور کسیزې ډلګۍ چې ټول يې دم ګړۍ په پوهنتون کې محصلين د کابلبانک په خونړۍ چاودنه، د انګېزې شينوارې په وژنه او ګڼو نورو پېښو کې لاس درلود.

په دې څلور کسیزه ډله کې شهاب الله د محمد یونس زوی چې د روداتو ولسوالي اوسېدونکی دی، فرمان الله د همایون زوی د شیرزادو د ګندمک اوسېدونکی او قاري انعام الله چې د طب پوهنځي د لومړي کال محصل و د «ترهګریزو» بریدونو په تور نیولي دي.

ننګرهار پوهنتون چې دم ګړۍ يې هم تر ۱۵۰ ډېر محصلين د ملي امنیت اړوند په بېلابېلو زندانونو کې شپې تېروي، د محصلینو په خبره ملي امنیت یوازې د اسلامي روحيې د ځپلو په موخه دا ډول اقدامات کوي.

د عبدالغفور ټولګيوال د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته د هغه په اړه وویل: «عبدالغفور، په درسونو کې ښه تکړه و، له لمانځه او کتاب پرته يې بل کار نه درلود.»

نوموړي د ملي امنيت د شوې دعوې په اړه په حیرانۍ وویل، چې هغه د ده نږدې ملګری او په څلورویشت ساعته کې نږدې اتلس ساعته ورسره نږدې پاتې شوی دی: «ټوله ورځ به مو په صنف او مسجد کې ليده، د شپې به يې هم زه تر ډېره په اطاق کې وم، په هغه کې داسې نښانې ما نه دي ليدلې.»

د طب پوهنځي د نیول شوي محصل قاري انعام الله ټولګیوال بيا وايي چې ملي امنیت یوازې په دې خاطر د ننګرهار پوهنتون په محصلينو پسې را اخیستې ده، چې اسلامي روحيه پکې وځپي، دی وايي: «دا جالبه خبره ده، څوک چې بریدونه کوي هغه بیا په لیلیه کې نه اوسي.» نوموړي وړاندې وویل، چې که دا برید دوی د محصلینو په اوږو ور اچوي نو د کابل په امنیه قومنداني کې د ننه برید چا کړی دی؟

د ننګرهار پوهنتون محصلین وايي چې که ملي امنیت د دې محصلینو د خوشي کولو اقدام ونه کړي دوی به د خپل مدني حق – لاریون – په وسیله ګډ حکومت دې ته اړ کړي چې د محصلینو له ځورولو لاس واخلي.

په ننګرهار پوهنتون کې ډېری وخت د داسې قضيو په وخت د ننګرهار پوهنتون چارواکي پټه خوله وي، خو محصلين يې په اړه پوښتنې، پلټنې او د خلاصون هڅې کوي.

یاده دې وي تر دې وړاندې هم د ننګرهار پوهنتون محصلین د هېواد په ګوټ – ګوټ کې د اسلامي پخې عقيدې د درلودلو په تور په بېلابېلو پلمو نیول شوي دي، چې لا هم بې برخلیکه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

دا خو د کارمل او نجيب د کمونستي ژريم خاد دی چې د مسلمانانو په ځورولو او شکنجه کولو کې ښه مهارت لري او چې امريکايي رژيم پر ډالزو نور هم وپړسول شو .
خبيث ترينه اداره ، د اسلام سخترين دوښمنان دي .
دا ملي امنيت نه بلکي کفري امنيت دی چې د کفري رژيم او کفارو د ساتنې لپاره د کفر ضد کسانو پر وړاندې مقابله کوي ، د الله نيول ډير سخت ، الله تعالی دوی پخپل قهر او عذب ګرفتار کړي .

حماد ابوبکر

ننګرهار د غیرتی او پوهو ځوانانو ټاتوبی دی، دلته علم او غیرت یوځای ژوند کوی او دواړه دایمان په خدمت او قیادت کی دی، دلته ایمان اوهویت مترادف الفاظ دی، دلته دکمونستانو او غربپالو شومو هڅو همیشه د غیرتی ځوانانو دفولادی عزم سره په ټکر کی خپل سر خو ړلی، کمونستانو او غربپالو مخونه مو تور شه ولی دتاریخ ځنی هیڅ عبرت او پند ڼه اخلی ، ناکامی هڅی بیا ولی تکراروی، ایا دګورباچوف او مکناټن او برایډن تاریخ څخه دمړانی الهام اخلی؟ لا تراوسه یی ماغزه په کرار نه دی ، چاچی ما سره وهلی سر په سنګ دی.

rehmat jan

الله جل جلاله بداسی وخت راولی سی بیابه دادملی خباثت مردارمخی پکی تیتی سترگی گرزی تاسی غم مکوی ان شاءالله

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x