شعـــــرونه

دآزادۍ سهار

دآزادۍ ســـهـــاره! چــــــا کـــړې حـــصــار
مــا درتــه کــــــــړى تــرســپـېــدو انـتـظـــار

ګوره ! که ستا په ننګ مي پرې شي مرۍ
بيــاهــــم تاغـــــواړم لــتـــانـــه يــم بـــېــــزار

نه داچــي زه لــــــــــه شبــګــيــرو يـم ستـړى
ته مي يادېږې شپې سوې تيـري بې شمار

ستـادسـپـيـن مـخ دبيـالـــيــدوپـه خـــاطـر
دارته  روان يـــــــم نــــــه ډاريــــــــږم هــــــزار

دردمــي آرم شـــــوپـــرې اوجــوړشــوزخم
خــوردې مــو راوړې  دشــهـــيـــدد مــــزار

ورځــنـــي کاږ م دغــــــمــيـــــو امـــېـــــــــــل
نور مي ترپښــو دى لاندي کــړى ښــامــار

آزادۍ راشـــــــه او بــس راشـــــــــه راشــــــه
الهــــام  :  ولاړ يـــم درتــــــــه څــــــارمــــه لار

2012/02/19  کوئټه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x