ټکنالوژي

د ووډا فون کمپنۍ (VodaFone) نوی سمارټ فون؛ ټیټه بیه غوره وړتیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۵مه ۱۳۹۴ل): ووډا فون (VodaFone) کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون معرفي کړ. د ووډا فون دغه سمارټ فون د ۴ جي (4G) وړتیا لرلرو سربیره نورې غوره ځانګړتیاې هم لري.

ووډا فون کمپنۍ خپل دغه غوره او پیاوړی سمارټ فون به په ټیټه بیه کاروونکو ته وړاندې کړي. د ۴ جي ټکنالوژي لروونکي سمارټ فونونو کې دا لومړنۍ سمارټ فون دی چې په دې بیه کاروونکو ته وړاندې کیږي.

دغه نوی سمارټ فون پرایم۶ (Prime 6) نومول شوی خو کیدی شي له وړاندې کیدو څخه مخکې يي نوم بدل شي. پرایم ۶ به پنځه انچه ډسپلې لري. دغه سمارټ فون کې ۱.۲ ګیګاهرتز کواډ کور کوالکوم سنپ ډراګن (Quad-Core Qualcomm Snapdragon) پروسېسر او یو ګیګابایټ رېم ځای پر ځای شوی.

د ووډا فون کمپنۍ دغه نوی سمارټ فون ۸ ګیګابایټ فایل ثبتولو وړتیا لري او تر ۶۴ ګیګابایټ اضافي میموري کارډ هم قبلولی شي او له انډرایډ ۵ لالیپاپ (Android 5 Lollipop) سره به کاروونکو ته وړاندې شي.

دغه سمارټ فون کې پیاوړی کامره هم ځای پر ځای شوی. د دغې سمارټ فون اصلي کامره ۸ میګاپکسله او مخکینۍ کامره يي ۲ میګاپکسله ده.

دغه سمارټ فون په ۴ جي ټکنالوژي هم سمبال دی کوم چې د دغې سمارټ فون ارزښت زیاتوي خو بیا هم ووډا فون کمپنۍ اعلان کړی چې خپل دغه سمارټ فون به د ۷۹ پاونډ په بدل کې کاروونکو ته وړاندې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x