افغانانو! داپه تاسو څه وشول؟

bost kalaداسلامي کلتور اوهنر ترسرليک لاندي دجوړشوي سمينار درېيمه او وروستۍ ورځ وه. دنن ورځې ډيره برخه په هندکې دمسلمانانو دواکمنۍ شاليد ته ځانګړې شوې وه. له بهر اوهند نه راغلوويناوالوپه هندکې دمسلمانانو دواکمنۍ پر دور رڼا اچوله.

 څنګه چې دهند دتاريخ ډيره برخه افغانان جوړوي، نودويناوالو خبرې هم  په هند کې دافغانانو پرکارنامو را څرخيدلې، کله به دسلطان محمود غزنوي د سپيڅلي اسلامي احساس، مېړانې او شجاعت ستاينه کېده

چې څنګه يې په اوسني افغانستان،ايران، اودهند په نيمه لويه وچه کې اسلامي اصولو ته په پوره پام سره سلطنت جوړ کړ، دهند مسلمانان يې دسومنات دپالونکو له راج نه ازاد کړل… کله به دسوري امپراتورۍ دبنسټ اېښودونکي شيرشا سوري پياوړي حکومتي جوړښت  او داقتصادي پرمختګ کارنامې دهند دمسلمانانو په تاريخ کې بېلګي ګڼل کېدې… کله به دلودي واکمنانو دعدل او انصاف کيسې کيدې… کله به دلوي احمدشابابا د پوهې، تدبير، مېړانې اوپاک لمنۍخبرې کيدې چي څنګه يې دافغانستان ټولې شيندلې پرګني يوځل بيا سره راټولي او متحدې کړې، يوځواکمن، متدين او پياوړی پوځ يې ترې جوړکړ چې په پايله کې يې هند، اسيا اونړۍ دظالم اوسړي خور قوم مرهټيانو له شر نه وژغورل… کله به دابولکلام ازاد دعلم پوهې او مسلمانانوته دخدمت بيلګې ويل کيدې. او کله به له انګريزانو نه دغفارخان دخپلواکۍ هڅې ستايل کيدې…

غرمې خواته دچاي څښلو او دمې جوړولو په پلمه غونډه دڅو شېبو لپاره  ړنګه شوه، پدې لړ کې مي دکشميردپوهنتون له پروفيسور حميد نسيم سره پيژندګلوي وشوه. نوموړی چې کله پدې پوهـ شو چې زه افغان يم نو په ډيره تونده او احساساتي لهجه يې راته وويل؛

 دا په تاسو څه وشول؟

يووخت خو زموږ سترګې ستاسو پرلور کږې وې، وروستۍ تکيه موتاسو واست… په بده ورځ کې به مو تل دهند دمسلمانانو ژغورلو ته را دانګل…دوخت طوفانونه خوهمدا ستاسو پولادي سينو تم کولاي شواي…دسومنات دپالونکوغږ خوداستاسو دتورو په شرنګا کې خپ شو… د مرهټي طوفان مخه خو داستاسو ميړنو ډب کړه… دانګريز ښکيلاک غاښونه خو همدا تاسو وبرېښول… دکمونيزم پرنړۍ باندي دواکمنۍ خوبونه خوتاسو له خاورو سره خاورې کړل…

هاغه ميړني موڅه شول چې دسمندر دڅپو په څېر به دهرظالم او زبر ځواک مخ ته ولاړ ول؟
دا  اوس څه درباندې وشول چې خپل کور پخپله سوځوی… پخپلوکې سره وژنی…نړۍ ستاسو په ننداره ده… راته ووايه! دا څه درباندي وشول؟

 دپروفيسور خبرو دڅو شېبو لپاره دتاريخ غيږې ته يووړم، دتير وياړلي تاريخ څو انځورونه مي ذهن ته راغلل چي ميرويس نيکه دګرګين پرغاړه چاړه اېښې ، احمدشابابا اېستلې توره دپاني پت پر ډګر فاتحانه ګرځي، دوزيراکبرخان له خنجر نه دمکناټن وينه څاڅي، ملاله په ميوند کې دميړانې ټپې بولي ،او امان الله خان بيا د خپلواکۍ توره اوچته کړې…

ورپسې مي  داوسنيو ستونزو او مايوسيو څو تت اوتياره انځورونه  سترګوته راغلل؛چې بياکوم ماشوم دسوځيدلي مکتب له اېرو نه کتابونه ټولوي، بياکومه مور بوره شوې چې دميرويس روغتون مخې ته تندی په غبرګو څپېړو وهي، بيا کوم زوي بې پلاره شوې، بيا کومه خور دخپل ورور په وېر کې سرې سترګې ناسته ده، او بيا کومه ناوې په سرو لاسونو  کونډه شوې…

غوښتل مي پروفيسور ته وګورم  اودده دپوښتنو ځواب ورکړم، خو په سترګو کې مي ډنډ شويو اوښکو زما او پروفيسور ترمنځ پرده جوړه کړه.

 

ليکوال: عبدالمقيم افغان

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د