ما ولې اسلام قبول کړ؟- پنځمه برخه

ژباړه اوغورچاڼ: عبدالغفارجُبیر
د نبی کريم صلی الله عليه وسلم په هکله د اوسنی بايبل نوری وړاندوينې :
•    ژرده چې خدای له دغه یوموټی خاوری څخه یوسلوڅلوېښت زره پېغمبران په نښه کړي، اورسوالله هم په نښه کړي خدای درسول الله روح له ټولوژوندیوموجوداتوڅخه مخکي یعنی (۶۰) کاله وړاندی پیداکړ۔ (براناباس انجیل، ۳۵ فصل، ایت ۸)۔

•    ددوی ټولوپېغبران راغلل، خورسول الله به ژرراشي، ځکه دغه خدای غواړی دهغه لاره برابره کړي۔ (انجیل برناباس، فصل ۳۴، ایت ۶)

•    نوخدای وانسان ته هغه لیکنه ورکړل، چې دښی لاس په نوک کې يې (لااله الاالله) ده او د چپ لاس په نوک کې يې ( محمدرسول الله) دی۔ انجیل برناباس ، فصل ۳۹، ایت ۶)۔

په تورات کې د اسلام د خوږ پيغمبرصلی الله عليه وسلم وړاندوينې
ستا خدای یهودا به ستا د وروڼو له منځ څخه زما په شان نبی تاته رااستوي هغه ته غوږشی، دهغه سره موافق شی، چې په حوریب کې دی، تاله خپل خدای یهوه څخه داجتما ع په ورځ کې وپوښتل:

اوخدای ما ته وویل: هغه څه چې يې وېلی دي، ښه يې ويلي دي، ددوی وروڼوله منځ څخه به ستاپه شان نبی رااستوم اوخپله خبره به دده په خوله پوره څرګندوم ۔ (تورات، تثنیه سفر، فصل ۱۸، ایات، ۱۵ـ۲۲)۔

په بايبل کې داسلام دستراستاځی په هکله ترلمرسپينې وړاندوينې:

خو مدد ګاربه راځی اوهغه به تاسوته هرڅه ښایی، اوبیابه درته هغه څه رایادوي چې ما تاسوته ويلي دی۔(یوحنا، 26:16)

په ځینوبایبلوکي دلته دمددګارڅخه وروسته (روح القدوس) راغلی دی، یعنی هغه پاک روح چې دهرڅه دګناه څخه به پاک وي، چې (پېغمبر) ورڅخه مراددی، اودابه راځی، اوتاسوته به هرڅه درښی، چې داوهرچاته معلومه ده چې دحضرت عیسی علیه سلام څخه وروسته پاک روح (پیغمبر) یواځی خاتم الانبیاء حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم راغلی دی، اوبس، اود(روح القدوس) استعما ل دپېغمبرانولپاره دادبایبل یوه عامه اصطلاح ده چې همېشه يې ورته استعما لوی۔ اوپاته دی نه وی چې داسلام خوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم دژونددهرلور،هره طریقه او هرڅه بیان کړیدی، اوهغه څه چې حضرت عیسی علیه سلام ویهودوته ويلي وو چې خدای یودی، شریک نلری، اومخکني پیغمبران حق وه، اوراتلونکي پېغمبرداحمدپه نامه سره راځی، نبی کریم صلی الله علیه وسلم هم داهرڅه بیان کړیدی، اویقیناداټول پېغمبران دیوه الله جل جلاله ته دعبادت لپاره، اووحدانیت لپاره رالېږل شوی دی۔

د بايبل بله وړاندوينه دمحمدصلی الله عليه وسلم په هکله:

ای عزیزانو!!! په هریوه روح (سړی) یقین مه کوي، بلکې هریوښه ازما وي، چې ایاهغه سړی دخدای په روح القدوس(دخدای له لوری څخه د پیغمبرۍ) خبره کوی اوکه نه؟؟ ځکه چې په دنیاکي ډېرددرواغونبیان راپورته شویدی۔ (اول خط دیوحنا، څلورم باب:۱)

د د رواغجنوپیغمبرانوڅخه خبردار۔(متی ۱۵: ۷)

بایبل دا ښکلې خبره کوي، اووایی چې ډېرخلک به راشی چې زه دحضرت عیسی علیه سلام ځای ناستی یم، اوزه پېغمبریم، خوتاسی دی دازما یښت په ترازوکي کښېنوي، ایادی وایی چې زه پیغمبریم؟؟؟، ایادی څه معجزې لري؟؟؟ ایاپه ده که څه پېغمبري اخلاق، علم، اوکړه وړه چې مخکنیوپېغمبرانودرلودل لکه عیسی علیه سلام، موسی علیه سلام اونوروپه ده کې شتون لري اوکه نه؟؟؟

د حضرت عیسی علیه سلام دصعودڅخه وروسته ترنن ورځی پوری عیسایي مذهبي غداران، پاپان، کشیشان اوراهبان وایی چې موږدده ځای ناستی یو، اوحال داچي دحضرت عیسی علیه السلام په دوی کې هیڅ اخلاق اودژوندیوه طریقه هم پکښې نشته اوحتی حضرت عیسی علیه السلام دوی نه پېژني اونه هم خدای پېژني دوی ته صرف یوکارپاته دی، اوهغه داچي په هرکال په نړۍ کې په اوسط ډول سره (۵۰۰۰۰) دکلیساراهبان پررسنیوباندی په دې نامه سره راښکاره کيږي چې دوی همجنس پرسته اولوطیان دي، ددوی ټول ژونددخلکوپه وینوسره دی، اوبل لور ته که اوس موږددې ایات په ترازوکي داسلام خوږپیغمبرصلی الله علیه وسلم وتلونولومړی ده صلی الله علیه وسلم ډېرې معجزې درلودې چې پخپل حیات مبارک کې ښکاره کړیدي، چې ترټولوښه اوغوره معجزه يې قرآنکریم دی، چې دی اُمی وو، اوپرده باندی دقرآن کریم په شان کتاب چې دحکمت، اودژونددهرقسم دملغلروڅخه ډک دی، نازل شو، دده ټول ژوند، اخلاق اوکړه وړه حتی دمخکنیوپیغمبرانوڅخه ډېرلوړدی، اوقرآن ددې خبرې تصدیق کوی،

وانک لعلی خلق عظيم ۔

ای پېغمبره ! په تحقیق سره ته دډېرولوړواخلاقو څښتن يې۔

د بایبل نوری ویناوې داسلام دخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم په هکله:

اوزه دخدای څخه غوښتنه کوم چې وتاسوته دوهم مرسته کوونکي راولېږی چې ستاسوسره ترابده پوری وي۔ (یوحنا، ۱۶: ۱۴)

لیکن کله چې حق روح راشی وتاسوته ټوله سیده لاره درښی۔(یوحنا، ۱۳: ۱۶)

بایبل خوخپله ګواهي ورکړه چې وتاسوته دوهم مرسته کونکي راځي اوستاسوسره به ترابده پوری وي، چې ددې څخه په ښکاره ډول سره داجوتیږی چې بل حق روح(پیغمبر) نه راځی، اودده احکام به همېشني وي چې داپه ښکاره ډول سره دختم نبوت مهردی اوڅه تفسیر اوتاویل ته اړتیاهم نلري۔

اوس قرآنکریم دده صلی الله علیه وسلم پرنبوت اوختم بنوت باندی ګواهې ورکوی:
(الاحزاب ۴۰)
ژباړه:
نه دی محمدپلاردیوه ستاسوڅخه مګردی دالله رسول اودټولوپېغمبرانواخری دی (خاتم الانبیاء) اوخدای په هرڅه خبرؤ.

چي په قرآن عزیزکي داسی ایاتونه زښته ډېردی، اوبله داچي دبنی کریم صلی الله علیه وسلم څخه وروسته ډېرومرتدینودنبوت دعوې وکړې، مګردائی په نقل اوعقل سره ثابته نکړل چې دوی واقعاپېغمبران دی، اوبرعلاوه دوی په دې دنیاکي پخپله سزاسره ورسېدل لکه مسيلمه بن کذاب۔ (دکاذبونبیانوفهرست) وګوری۔ چې دخاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم څخه زما دمعلوما توپربنسټ (۲۳) کسانوچي دوې پکښې ښځې هم دې دنبوت دعوې کړېدي، چې ځینويې بیرته توبې ایستلې اوواسلام ته يې رجوع کړیده۔

د اسلام خوږپیغمبرصلی الله علیه وسلم فرما یی)) اناخاتم النبيين ولانبی بعدی))، زه دټولوپېغمبرانواخری پیغمبریم اوزما څخه وروسته بل پېغمبرنه راځی۔

اوکله چې هغه حق روح (پیغمبر) راشی وتاسوته ریښتنې لاره درښی داځکه چې دی له خپله ځانه څخه څه نه وایی، اوهغه څه چې اوری(وحی ورته کيږی) هغه درته وایی اودراتلونکي پیښووړاندوینه به کوي۔ (یوحنا )

که موږڅه دعقل اوانساینت په سترګوسره داوسنی بایبل وایاتوته وګورو نوداثابته شول چې بنی کریم صلی الله علیه وسلم په حقه سره پېغمبردی، دلته دیوه پېغمبرلپاره دوه شیان ذکرشویدی، یوداچي دی به هغه څه وخلکوته وایی چې وحی ورته کيږي، نه دخپله ځانه څخه جوړې شوې خبرې اوقرآن عزیزدنبی کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وایی:

وما ينطق عن الهوی ان هوالاوحی يوحی علمه شديدالقوی (النجم)

اوخبرې نه کوي (محمد) له هوا(خپلې) نه ، نه دی دغه (قرآن) مګروحی ده چې ورته لېږلی شوې دې، ښوولې ده ده ته دسختوقوتونوما لک(جبرائیل)چي خاونددښه قوت صورت عقل دی۔

نوربیا…