د ريدي ګلونو عزم؛ زما د عمرې سفر

حريا شملزۍ
له ډيره وخته مې  مشر ورور راسره د عمري او د سرورکاينات , فخرموجودات ,د انبيا و مشر , د مهاجرينو او مجاهدينو قايد اتل غازي او قهرمان د وحشي نړۍ اايليدونکې حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم زما روح تن مال او مور پلار او اولادونه تري قربان شه د زيارت وعده کړې وه د خوښې ځاي دا و چې سفر مو له افغانستان پيليدی او د خپل پلرنې ټاټوبې کلې او ګودر زيارت راته د پيکج په شکل وړيا لاس ته راتلل وروسته له 12 کلونه د وطن ليدل هم لوي افتخار و سفر مو په هغه سهار د هجرت له تاوده ښار پينډي نه پيليدې چې   داسلام اباد خواته پروت دی.

په ماښام يي په خبرونو کې وويل چې طالبان راتلونکو ورځو کې د عزم په نوم پسرلنې عمليات پيلوي د نامه انتخاب کې مې  سوچ وکړ چې دا به څنګه نوم وې خدايه! په نومانو کې ډير اثر وې له ډيره سوچه وروسته د قران کريم قاطع او اطمينان بخښونکی ايات کريمه ذهن ته راغي ( و اذا عزمت فتوکل علی الله ) چې   دالله تعالی قول دی چې هر وخت مو اراده وکړه د يو کار بيا په لوي الله توکل وکړئ او عزم مو متين کړئ ارادې مو قوي او فيصلې مو پرېکنده کړئ! الله شاهد دی د خوښۍ نه په جامو کې نه ځايېدم زما په اند بس هم دا وروستي عزم شو او ټينګ عزم شو او دبرې عزم شو. سهار مو د تورخم په لور سفر پيل کړ د څو ساعتو په تيريدو سره په خرابه سړک يوي ګڼې ګوڼې ته ورسيدو ورور مې راته وويل همدا تورخم دی او دلته به پياده مزل کوو تر څو خپل هېواد ته پريوزو تورخم نه و تورتم و د افغانانو غرور وياړ د ښځينه و حجاب هرڅه د تور مکار دښمن تر غټو بوټو لاندې ول چا سره په کراچۍ کې مريضان ول د چا ماشومان په غيږ کې پخپله خاوره کې دهندوانو رحم او کرم ته په طمع ول.

د مسکينې او دربدري روپۍ اخ په څومره تکليف به يي پيداکړي وي د هر پنجابې او پيښورې په جيبونو کې وراچولې بار بار مې شاته کتل چې ورور مې تر لاس ونيولم او راته يي وويل شاته مه ګوره بيا يي را پام کيږې لدي خوا چې درتلم ظالمانو لمړې ووهلم بيا يي دوه زره روپي رانه واخيستې زما ټول حسرت او خوشحالې کډه وکړه په مغزو مې  درد شو حاسد او جابر ږغونه ودريګه , کوزشه , مړه واله ماجره ..,. او داسي ډير څه دلته د وطن ارزښت او د اسلام مقدس دين جهاد شهادت دا هرڅه راته لازم او ملزوم و ايسيدل د غلامې ژوند راته پيغور او تر مرګ تريخ وايسيدي ذهن مې  ډير په تشويش کې شو چې   يا الله داخلګ وايي پاکستان واحد اسلامي مملکت ده او دا دبزرګانو او اولياو کور ده دا څه وينم دا تبليغيان د وسان چې هر مازيګر د خلګو دروازي ورټکوې د اسلام دعوت ورکوي نو په دي پنځوس کالو کې يي کوم خدمت اسلام ته کړي زړا راغله د مهاجر او هجرت فلسفه او دلته يي سپکاوي او هغه هم دمسلمانانو په لاس د مدني د جانان د هجرت واقعات مې ذهن ته راغلل هغه دمديني د وړو اوزړو پيغلو او ماشومانو استقبال او د درياو په سرود کې د خوښي اشعار او د هر چا کوشش چې   د مهاجر جانان ميلمستيا وکړي او نن يي د امت حال! لو لو چيغې مې  تر خوله ووتې، ورور مې  چې له دې حالت سره بلد و ماته حيران شو، او دليونۍ خطاب يي راکړ چې په چا به ترکومه وژاړې پريږده!

دلته موژ د کابل موترو ته رسيدلې و د نوشابې په څښلو او مکاره پنجابۍ اوښکو تويولو مې  سر درد ارام او ذهن مې لږ هوسا شو کابل ته په رسيدلو مو مازيګر د هواله لاري مزار شريف او هلته د خپل موڼر په زريعه د شپي ناوخته د ميمني دالمار ولسولۍ ته ورسيدلو سهار مې  چې   په شين زرغون وطن سترګی ولګيدي او برجوري کلا ګاني او د مرميو سوري دا راته جوته شوه چې ازادي ورکول کيږر نه بلکې ترلاسه کيږي دا کور چې   زموژ پخوانۍ کوذ او اوس مو تره له خپلو دوو ښځو او اولادونو پکې اويې ماته مې د تره ښځو د مور مينه راکړه او تره مې  د پلار او دهغوي د ژوندانه ترخي او خوژي راته بيان کړي پلانکۍ شهيد شو د پلانکې لور کړنډه شوه او د پلانکي لور چې   ورکړي هغه اربکۍ شو اوس يي وروڼه خور نه ورکوي وايي چې   ته کافرشوي يي طلاق راکړه يا بپرته مسلمان شه داسي او هغسي ډيري قثپ مې  واورپده وروسته د کلا دباندي د ريدې ګلونو سور پرش چې   په ليدلو يي روح ته خوښې پيداکيدله او دوي راته ووپل چې ايله څو ورځي مخ ته د غاټولو ګلان هم ول چې   اوس يي موسم تير شوي و د ريدې ګل او غرنۍ زيري ګل سيمې ته قدرتې ښکلا ورکړي وه ماته دا هرڅه خوب مالوميدل دوي شپې وروسته مې  ورور اکا ته وويل چې   ولايت ته به ځو او اليکترونيکي پاسپورت اخلو اکا مې  ورته وويل دا دانګريز وامن دښځو عکسونه هم هلته په کمپيوتر کې اخلې ځه هلته د امنيي قومندان د روزګان توخي د هغه کومک راسره کوې سباته به ولاړ شو په صبا وختې مې  د اکا لوڼو او ښځي راته وويل چايه به دباندي د ريدې ګلونو خواته وچښو موتر راځي او بيا تاسو ولايت ته ځئ. ماهم سمدستې ورسره خوښه کړه او تک سره ريدې په شبنمو لانده او سهار تازه غوړيدلې او تاند او قوي مالوميدل ما له چای غړپ کړي نه و چې   دربي سو شپيلکي سو د مرمپو ګرهار شو وروسته دوه طرفه شوي او پسې ډيري شوې چې   تره مې ژغ را وکړ بچيه وار خطا کيږه مه نن د طالبانو ټاکلې نيټه پوره ده او د عزم په نوم پي عمليات پيل کړل دعاورته کوئ چې الله يي کامياب کړي!

جنګ اوږد شو موژ ته حال راغي چې   د ولسوالۍ لاره بنده ده او طالبانو ډيرې پوستې نيولي نور مالومات به صبا کيږي د شپي تر ناوخته پوري د راکټونو اوازونه اوريدل کيدل کله نا کله به د څرخکو اواز هم تر غوږو شو په سهار يي موږ د ولايت سفر پيل کړ ما بيا هم لمړي د ريدي ګلونو نظاره وکړه چې   ولسوالې ته نيژدي شو د تذکري دفتر او د ولسوال دفتر تړلي ياد شو او سورليو ويل پرون طالبانو شپږپوستي ونيولي او اسلحې او نور مهمات يي تکيه کړو وروسته ولايت ته ورسپدو په لاره کې بل بحث نه و، عزم او طالبان او لاس ته راوړنې يي ياديدلې! په خولو کې ډير فرق و د شمال پښتانه چپ په بڼه ډير خوښ تعبير يي خوږلوړې او د ازبکو له خولي بدبويي پاشل کېده «طالب لره چقه افت لره جنګ اشقلاتهذ» داسې نوري خبري قومنداني ته په رسيدلو مې  ورور قومندان ته حال وليږي چې د سيمي مشهور ارباب راسره ملګری و چې   زما اکا و د مل پاسوال عبالنبې الهام په نامه دامني قومندان مو هرکلي وکړ او په مامورينو يې ږغ وکړ چې   ددوي کار ژر ور خلاص کړي زما تره ته يي وويل پښتنو د اسلام او جنګ ټيکه مو وهلي او افغانستان ارام ته نه پريږدئ پرون مو بيا ډير عسکر را شهيدان کړل!

تره مې ورته وويل خدای دي رحم وکي قومندان صيب څه ووايم داسلام په وړاندي به د ډيموکراسي عزم څومره قوي وي!؟

د عزم په اوريدلو قومندان نور هم خواشيني شو د چايو ژغ يي وکړ موژ د پاسپورت مراحل خلاص کړو ويل چې   په کابل کې به يي اخلي دلته قومندان ته زنګ راغی سور او شين شو څه څه… غورماچ د لوړ تيغ پوسته تسليم شوه؟ دا څه وايي مفاومت يې نه دی کړی؟ دا خو به المار او قيصار دواړه…. تره مې  په بريتو کې وخندل وراره ته يي اشارتا زيری ورکړ. قومندان ورته په تليفون کې ويل مقاومت وکړئ اوس لوی درستيز ته خبره کوم… هو طيارې يادوم … بيغمه شه زه خپله درځم پرېده چې   رابطه وکم. قومندان غټ غټ بوټونه دفتر په ګامو کاوه او ع او غ يي ملامتول تلفون يي د لوي درستيز په ځاي داخله وزير ته رخ کړ شکايت يي وکړ هغه په ځواب کې ورته وویل کندز کندز په خطر کې دی طيارې نشته ځواکونه وروليږه !

تلفون قطع شو قومندان يي پيښي شروع کړ زويکونه ور وليګه ستا مور ور وليږم ګرده يي مړه کړه پدي وخت کې پو هزارګي عسکر د مخابري له خوني راغي سلام پي هير شو کومندن کومندن صيب خبر داري چې   ګپ است لوده بې عقل پوستهاې غورماچ تتت بس بس تو چې   فکر ميکنی کې ما قومندان امنيه استيم و خبر نداريم تو احمق مرا خبر مې  کني برو برو ګم شو هزارګي بیا اسرار وکی چه بريش بګويم قومندون صيب پوسته را خالي کرده نصف عسکر طرف طالبا رفته ونصف دهمو جا پت شده , برو مغزم خراب نه کو خسته شدم باز شب تصميم ميګرم تا و وقت ع و غ هم خبر خواهد شد.

موژ ته پي رخصت راکړ ډير اندپښمن ښکاريدي بار بار يي خوله پاکوله او حاجي کا کا ته يي وپل چر دغه يي پښتانه دا يي وطن ماته په همدي ورځ د طالب جان عزم متين ښکاره شو زړه مې  غوښتل چې   ډيري شپي د ريدي ګلونو او عزم سره خواکي و اوسم ولي دسفر نيت مې کړي و طالب جانه زه به د مديني د جانان په زيارت کې په چيغو چيغو ستا د بريا لپاره دعا وکړم دامي وس ده له تانه هم يوه ارزو او هيله لرم چې عزم دي متين لره او کوشش وکړه چې   په همدي عزم مو نور وطن ته صلحه او ارامي راولي نور د جنګ توان نلرو اولس مو ډير کړيدلي زوريدلي ده بس ته طالب جانه د جنګ سره سره د اولس د خپلولو عزم هم وکړه اولس ته دحاکميت دورکولو عزم هم وکړه د اولي بچيانو ته د تعليم او تربيي عزم هم وکړه!

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کما ل
میلمه

خورے اللہ دی دعمرے سعادت پہ برخہ کہ .دانورے کیسے پسی پریزدہ.دکوم عبادت پہ نیت چی روانہ یے ھغہ تہ متوجہ سہ.ددعاداستجابت اصلی منزل تہ روانہ یۓ.دعبادت لہ فراغت نہ وروستہ بیادھغہ جای تاثرات پہ خپل نسوانی طرز ولیکہ .نہ پہ نردگ قلم..؛ اللہ دی یتیم بجونی درتہ صالح لرہ.اللہ دی ورونہ ابادلرہ

همايون هوتک
میلمه

مننه خورکۍ الله دې د عمري زيارت او د اسلام په اړه دعاوي قبولي کړه سفرنامه دي په زړه پوري البته تمثيل دي بي خونده او د تبلغيانو په اړه کارول شوي لفظ دي بي خوندي شيندلي دابه صبا خلګ طالبان هم په دي نامه پادوي چې دونه خلګ يي ووژل بيا هم ,,,,., هغه ډيموکراسي او هغه لوچګي اوبل داچې ستا ليکنه مبالغه لري نه دومره پوستي نيول شوي او نه داسې کوم بيړني حالت ده چي تا انځور کړي بهر حال بياهم د نن وريندار يي هره ليکنه دي نشريږي

حماد نیازی
میلمه

خور جاني الله دې سفر بې خطره او عمره قبوله کړه، د مدینې د جانان په دربار کې مو هېر نه کړې!!

او بې غمه اوسه سږنی پسرلی به د ټول ناخوالو تغر ټولوي، عزمونو مو ورته کړي، ښه ټینګ عزمونه او که الله راسره مل و، د طالب جان عزم ته څوک ټیګېدای نشي….

محمد
میلمه

خورا ډیر جالب مطلب وو الله مو عمره قبوله کړه مونګ ته او ټولو مسلمانانو ته دعاګانی وکړی.

شیرعلی صافی
میلمه

خورجانی الله ج مو عمره قبوله کړه جالب مطلب وو مګر یو څه الفاظو کی افراد او مبالغه شوی وه

ابو شهاب
میلمه

ماشا الله الله دی اجر درکړی ډیره ډاډمنه سفرنامه دی لیکلی او واقیعیت دی لیکلی د عزم د لا بریا لپاره داسی لیکني ضروری دی څوک چی یی مبالغه بولی دادهغوی کم مالومات دی د المار هغه شپږ واړه پوستی اوس هم تشی توری ولاړی دی او پرتورخم اوس هم هره ورځ افغانان لوټل کیږی ذلیل کیږی ښکنځل کیږی ولی دوی بیاهم غلامی منلی او هیځ یی وینه نه ګرمیږی، او تبلیغیان حرامیان اوس هم د علما سؤ کردار دی او ریونډ د ای ایس ای کور د اسلام مرکز نوموی او اسلام ته نوی رنګ ورکوی ستا د یو… نور لوستل »