نړۍ

لویدیځ له اسرائیلو غوښتي چی پرایران دی برید نکوي

generalDemsfy(نن ټکی اسیا فبروری۲۰۱۲/۰۲/۲۰) دامریکي متحده ایالاتو اودبرطانیی هیواد له اسرائیلو څخه غوښتنه کړی ده چی پرایران باندی دی برید نکوي. ویل کیږي ددي هدف لپاره چی اسرائیل په دی باندی قانع کړی چی ایران باندی باید برید ترسره نه کړي دامریکی دملي امنیت مشاور ټوم ډونیلوم وتل ابیب ته په سفرروان دي.

تیره ورځ دامریکی دفوځ لوی درستیز جنرال مارتن دیمپسی او دبرطانیی دبهرنیو چارووزیر ویلیام هګ له لوري هم په داسی وخت کي خبري راڅرګندیږي چی داسرائیلو له لوري ګوت څنډنه شوی وه چی دروان کال داپریل په میاشت کی به ایران باندی برید وکړي. ډیمپسی زیاته کړه داسرائیلو له لوری پرایران باندی دبرید له امله به سیمه له ناکراري سره مخ شي، اسرائیل پر ځای ددي چی اسرايلو باندی مخامخ برید ترسره کړي باید خپل هدف ایران باندی داقتصادي بندیزونو په ترڅ کی ترسره کړي، نوموړي زیاته کړه په اوس وخت کي پرایران باندی داسرائیلو له لوری برید کول به عاقلانه پریکړه نه وي. دامریکی اوبرطانیی له لوري داڅرګندوني په داسی وخت کی راسربیره کیږي چی دامریکي دملي امنیت مشاور د اسرائیلو له لومړي وزیر نتنیاهو سره په په ولکه شوی قدس کی ګوري. ویل کیږي دغه دواړ ه مشران به له دی څخه مخکی چی داسرائیلو لومړي وزیر او دامریکي اولسمشر بارک اباما په راتلونکي میاشت کی واشنګټن کي سره ویني هغو ګواښونوباندی تفصیلي خبري وکړي کوم چی په سیمه کي ددواړو هیوادونو ملي امنیت ته متوجی دي. ویل کیږي دغه کتنه کی به دواړه هیوادونه پرایران باندی دنویو بندیزونو په اړه نوري خبري هم وکړي. نن ټکي اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x