ورزش

ای پي ایل: د کرېس ګېل غوره توپ وهنې پنجاب له شرموونکې ماتې سره مخ کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۶مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ ۴۰مه لوبه د رویال چیلینجر بنګلور او کینکز الیون پنجاب لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې د کرېس ګېل تاریخي او غوره توپ وهنه د پنجاب لوبډلې له سختې ماتې سره مخ کړه.

د پنجاب لوبډلې د لوبې پچه وګټله او بنګلور لوبډلې ته يي د توپ وهنې چانس ورکړ. کرېس ګېل د پنجاب لوبډلې دغه پریکړه تر ټولو ناوړه پریکړه ثابته کړه.

نننۍ لوبې کې بنګلور د کرېس ګېل غوره او پیاوړی توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۶ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبې کې کرېس ګېل په ۵۷ توپونو د ۷ څلوریزو او ۱۲ شپږیزو په مرسته ۱۱۷ او ویراټ کولي په ۳۰ توپونو د درې څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۲ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې ډي ویلییرز هم په ۲۴ توپونو د درې څلوریزو او څلور شپږیزو په مرسته ۴۷ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

نن د پنجاب لوبډلې ټول توپ اچوونکي د کرېس ګېل توپ وهنې په وړاندې پاتې راغلل. دغه لوبه کې سندیپ خپل ۴ اورونو کې ۴۱ منډې ورکړې او دوه ویکټې واخیستې. پټېل هم نننۍ لوبه کې یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنه کې پنجاب لوبډلې د خرابې توپ وهنې غوره مثال وړاندې کړ. پنجاب لوبډلې په ۱۳.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۸۸ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۱۳۸ منډو په توپیر وبایلله.

د پنجاب لوبډلې لپاره یوازې اکشر پټېل غوره توپ وهنه وکړه. اکشر پټېل په ۲۱ توپونو د پنځه څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۴۰ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د بنګلور لوبډلې لخوا سټارک او اراویند تر ټولو غوره او پیاوړی توپ اچوونه وکړه. سټارک خپل ۴ اورونو کې ۱۵ منډې او ۴ ویکټې او اراویند خپل ۴ اورونو کې ۲۷ منډې او څلور ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx