افغانستان

که ټول اړخونه دسولي پروسه کی راګډ نه شي ښه پایله به ورنکړي(غیرت بهیر)

 

ghairatbaheer(نن ټکي اسیا فبروري۲۰۱۲/۰۲/۲۰) دافغانستان دحزب اسلامی ګوند وایی  په افغانستان کی به دسولي خبري ترهغو پوري کومه پایله ونلري ترڅو پوري چی ټولی مخالفي ډلي دسولي په پروسه کی را ګډي نه شي، غیرت بهیر وایی که کومه ډله هم دسولي له پروسي څخه وایستل شي، وروسته دغه ډله کیداي شي دحکومت په خلاف مهمه مخالفه ډله باندی بدله شي اوهیواد کی یوځل بیا دحکومت په وړاندي مشکلات رامنځ ته کړي.

غیرت بهیر چی ترشپږو کلنوپوري له امریکایانو سره په باګرام زندان کی زنداني وو، اوس اسلام اباد کی اوسیږي، نوموړي زیاته کړه تراوسه پوري دطالبانو او امریکایانوترمنځ دسولي په اړه روانو خبروکی کوم پرمختګ نه لیدل کیږي، نوموړي وویل تر اوسه پوري طالبان او امریکایان دښه نیت لپاره پرډیرو کوچنیو خبروباندی هم نه دی سره صلاح شوي، تراوسه پوري نه طالبانو ته په کوم بهرني هیواد رسمي دفترورکول شوی دي، نه ورته زندانیان راخوشي کړل شوی دی اونه کوم طالبان له توره لیسته څخه لری کړل شوی دی.
غیرت بهیروایی  حالات پیچیده ښکاري مونږ وضعه څارو اوګورو چي څه پیښیږي.
ویل کیږي دحزب اسلامی ځیني غوښتني وسلوالو طالبانو ته ورته دی لکه دبهرنیانو وتل له بهرنیانوسره مخالفت او دافغانستان له حکومت سره خبري کول دبهرنیانو تروتلو پوری مشروطه ول.
دغه ډله چی مشریی پخواني لومړي وزیر ګل بدین حکمتیاردي وایی چی افغانستان کي په زرګونو وسلوال ملګري لري په خاصه توګه دافغانستان په ډیره ناکراره ختیځه سیمه کی اوپه سویل لویدیځ کي له پاکستان سر پرپوله باندی اوهمدارنګه دغه ګوند دعوه لري چی دهیواد په شمال کی یی ډیري وسلوال له حکومت سره به وسلواله جګړه اخته دي.
غیرت بهیر وایی په دي وروستیو کی دحزب اسلامي، افغانستان حکومت اوامریکایانوترمنځ خبري رواني او دري ارخیزه اړیکي دوام لري.
بهیر په اخیر کي پردي ټکی یوځل بیا ټینګاروګړ چی په افغانستان کی دي درښتنی سولي په اړه له ټولو اړخونو سره خبري وشي اوپه اعتماد کی دي واخیستل شي.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x