د باطل د پلویانو تضاد

حامد افغان
ابن هشام رحمه الله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت پیښي په اړه یو ځای لیکي: رسول الله صلی الله علیه وسلم علي بن ابي طالب رضي الله عنه ته ورغی، او امر یې ورته وکړ چې موږ (زه او ابوبکر) هجرت کوو او ته به په مکه کې پاته شې، د دې له پاره چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خلکو ایښي امانتونه هغوی ته ورسوي، ځکه د مکې هر یوه اوسیدونکي به چې کوم ارزښتناک شی لاره او په ورکه به یې ویریدی هغه شی بت یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د امانت په توګه کېښوده، ځکه دوی د رسول الله په امانتداري او رښتینولي باور لاره.

په دې کیسه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه د مکي د مشرکینو عجیب تضاد څرګندیږي!، په یوه وخت کې د مکي مشرکین د هغه د نبوت خبره دروغ او جادو بولي او په همدې وخت کې د خپلو ارزښتناکو شتمنیو له پاره په ټوله مکه کې د ده په څیر رښتینی او امانتداره بل څوک نه ویني! ځکه یې خپل ارزښتناک شیان له ده سره کېښودل.

د باطل او جاهلیت د پلويانو عجیبه عقل او نادر منطق دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت د دعوې پر خلاف د هاشم له کورنۍ پرته د قریشو یولس کورنۍ ټولي د دې له پاره یوه خوله شوې دي چې رسول الله ونیسي او ویې وژني، د دوی له دې تجاوز او تیري نه د ځان ژغورلو په نیت رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپله ښاره او خپل قوم نه په پټه هجرت کوي او بل وطن او نورو خلکو ته پناه وړي، خو د همدې ظالمانه برخورد او ناروا چلند په مهال یې خپل ارزښتناک مالونه له ده سره امانت ایښي دي!! .

له دې نه روښانه شوه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د دوی مخالفت په هیڅ منطق نه و ولاړ، د نبوت او رسالت پرخلاف یې هیڅ استدلال نه لاره، یواځي قومي غرور او د پلرونو ړوند او غیر عاقلانه تقلید د حق مخالفت او بغاوت ته مجبور کړي وو او بل دا چې د دوی واک او زعامت له خطر سره مخامخ و.

یوې بلي ضروري خبري ته نغوته کوم، هغه دا چې ځیني خلک له نبوي سیرت نه عام او آن ناسم درسونه استفاده کوي، اویا هم ځیني پر جذباتو ولاړ درسونه، د بيلګي په توګه د سیرت دا کیسه مې له یو چا اوریدله هغه په تبصره کې د علي بن ابي طالب رضي الله عنه شجاعت او میړانه باندي خبري پیل کړي، چې هغه قرباني ته ځان تیار کړ او .. ، د علي رضي الله عنه میړانه او شجاعت په خپل ځای ده، خو دا تبصره دلته مناسب نه ده او نه د سیرت په اړه کره بلل کیدلی شي، ځکه ابن هشام لیکي: وطمأنه بأنه لن یصل إليه أي مكروه، یعني علي رضي الله عنه ته رسول الله صلی الله علیه وسلم ډاډ ورکړی و چې هیڅ تکلیف به تاته نه رسيږي، بناءً له سیرت نه په دقت سره باید منطقي، مناسب او ګټور درسونه استنباط کړل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د