
د پاکستان پخوانی ولسمشر نن کابل ته راځي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان پخوانی ولسمشر او د خلکو ګوند مشر اصف علي زرداري نن کابل ته راځي.
د ګډ حکومت باوري سرچينو ويلي چې اصف علي زرداردي به نن کابل ته راورسېږي او د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره به خبرې وکړي.
پژواک خبري اژانس وايي چې دې باوري سرچينې ورته دا هم ويلي چې اصف علي زرداري د خلکو « پيپلز » ګوند د مشر په توګه کابل ته رسمي سفر لري، چې خبرې به يې د دواړو هېوادونو په اړیکو راڅرخي.
د ګډ حکومت رسمي سرچينو د اصف علي زرداري د سفر په اړه تر دم ګړۍ څه نه دي ویلي.
ياده دې وي د ګډ حکومت مشر اشرف غني د سولې په برخه کې د پاکستان د رول په اهمیت ټینګار کوي، چې په همدې تمه يې پر ګڼو هغو موضوعاتو د منلو سره ورسره ښورولی، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ترې انکار کاوه.