افغانستان

هرات: د عملیاتو په مهال درې اټالوي عسکر ووژل شول

attack on_PRT_in_hirat

نن ټکی آسیا: د افغانستان په لویدیځ کې د بهرنیو ځواکونو درې تنه سرتیري ووژل شول.

دغه خبر نن په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه ورکړه شو.

د ایساف په خبرپاڼه کې راغلي چي نن د افغانستان په لویدیځ کې د عملیاتو په مهال د ایساف درې تنه سرتیري ووژل شول.

په خبرپاڼه کې د وژل شویو عسکرو هویت نه دی څرګند شوی، او نه هم ویلي شوي چي پيښه په دقیقه توګه چیرته را منځته شوې.

خو ځیني سرچیني خبر ورکوي چي پيښه نن د هرات ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې را منځته شول، چي په کښي درې تنه اټالوي عسکر ووژل شول.
خو هغوی د پيښي د څرنګوالي په اړه یې کوم ډول معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه کوم خبر نه دی ورکړی.

خو دهرات ولایت د همدې ولسوالۍ څخه د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي خبر ورکړی چي طالبانو نن ماسپښین د عزیز اباد بازار ته نیژدې د محلي پولیسو یو تن سیمیز قومندان شیر محمد په وسلوال برید کي وواژه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x