fbpx
hijab grils

حجاب په اسلام او ساينس کې – دېرشمه برخه

عبدالغفار جُبیر
الحمدلله اسلام څومره ښه د ین د ی، چې څوارلس پېړې وروسته عقلاخلک ودې ته هڅول کیږی چې حجاب وکی اوکه نه! نودبدمرغیوپه زانګوکی به وزانګی اوددې د نیادژوندڅخه به بې لاسونه لنډاوبې برخې شی۔

لوی څښتن تعالی جل جلاله په هرشی کې یوحکمت نغښتی د ی اوهغه د اچی اوسنی ساینس پوهانوداتجربه کړېده چې د نه حجاب کولوڅخه سرطان پیداکیږی چې په د ې ښځوکې (13) په سلوکی د پوستکی سرطان د نه حجاب له کبله سره د ی، که د یوچاسره د اسوال پیداشی چې ولی نارینه د پوستکی په سرطان نه اخته کیږی؟؟؟ نوځواب ئې خپله طب ورکړیدی اوهغه د اچی د نراودښځې د پوستکی په جوړښت کې ډېرتوپیرشته، چې د ابېله موضوع د ه۔

ديوه نړيوال روغتياپال – ډاکټر – په ویناچی د اروپاهرشخص (30) واړه زخمونه لری چې د ادلمردشعاووله کبله څخه د ی، چې د اواړه زخمونه اکثره وخت په سرطان بدلیږی، همدغه ډاکټرپخپله یوه اوږده لیکنه کې زیاتوی، چې د لمرحرارت د انسان د فاعی نظام کمزوری کوی، اوولمرته بربنډګرځېدل د ومره خطرناک د ی چې لکه یوڅوک چې په یوه بنده کوټه کې کلف کړل شی، اوبیاسګریټ ورته ولګول شی نوپه د اسی حالت کې د اڅومره خطرناکه عمل اوناوړه پایلې لری اوحجاب د ښځولپاره په ځانګړی ډول سره یوه طبعی طبی طریقه د ه، د لمرددې شعاووله کبله په ځانګړی ډول سره پرغاړه اومخ باندی د سرطان د اغونه چې کله د ومره واړه د اغونه وی چې په سترګونه معلومیږی راښکاره کیږی، اوکه ئې ژردرملنه ونشی نوضروربه د مرګ سبب ګرځی، چې د داسی سرطان ډېرې پېښې موږثبت کړیدی، اوداسرطان د نارینه وپه نسبت په ښځوکی زښته ډېردی د اځکه چې ښځې نسبت ونارېینه وته زیاتې بربنډې د ی۔

د داسی سرطان یوقسم د اسی د ی چې اکثره د دې ښکارښځې د ی، چې لوڅې اوبرنبډې ګرځی، اویاهم نازکې جامې ئې په تن وی، چې پربدن ئې د دې کوچنیوزخمونوله کبله خارش پیداکیږی، چې د وخت په تېرېدوسره بیادازخمونه غټیږی، وینه ورڅخه بهیږی اونتیجه ورڅخه د اراځی چې د رملنه ئې ناشونې شی، چې خپله ومرګ ته ښه راغلاست ویل د ی، اوددې شخص د  ژوندشیبې ختمی شی؛ د دې سرطان یوبل شکل د اسی د ی چې د غنموددانوپه بڼه سره د انې پرسر، شونډانو، غوږواوپرلاسونوباندی راښکاره کیږی اوکله چې د دې د انوسره د لمرشعاوې نورې هم په تماس کې شی نوداوهلاکت ته نوره بلنه د ه چې په برطانیه کې هرکال د داسی سرطان څخه (2600) کسان خپل ژوندله لاسه ورکوی، چې همدااندازې ورځ په ورځ په زیاتېدوده۔
ماخذ: ازادی نسوان د هوکه یاحقیقت!

نوربیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د