د کابل امنیه قومندان؛ عبدالرحمن رحیمي

کابل کې ۳۰ بوشکې شراب نیول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د کابل امنیتي مسوولین وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې يې ۳۰ بوشکې شراب او ۱۵۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.

د کابل د امنیه قومنداني قومندان مل پاسوال عبدالرحمن رحیمي وايي چې د دوی پولیسو د پلازمېنې کابل په ګوټ – ګوټ کې ۳۰ بوشکې شراب چې شاوخوا ۳۰۰۰ لېتره کېږي، دوه کيلو هيروین، ۳۲ کيلوګرامه شیشه – د نشيي توکو يو ډول -، لس کيلو ګرامه چرس او یوولس ټنه ترياک نیولي دي.

د دوی په خبره په نیول شویو کسانو کې يې ځينې د مخدره توکو د قاچاق، ځينې د قتل او ځينې نور بیا د لوټ او چور په تور نیول شوي دي.

د کابل امنیه قومندان په داسې حال کې د زرګونو لېترو شرابو او زرګونو کیلو ګرامه مخدره توکو د نیولو خبر ورکوي، چې په پلازمېنه کابل کې شراب ډېری لوړ پوړي دولتي چارواکي استعمالوي.

د کابل یو تن اوسېدونکی د امنیه قومندان د دې څرګندونو په اړه نن ټکی اسیا ته وویل چې د شرابو او مخدره توکو په لېږد را لېږد، ساتنه او استعمال کې دولتي چارواکي له قاچاقبرانو سره یو لاس وي.

هغه وايي: « تر دې لا زیات پیدا کېدلی شي، خو دولت به دا ځکه نیولي وي، چې په کومه معامله به ورسره جوړ شوي نه وي.»

دغه کس وايي چې ډېری وخت د ده دوکان ته په رڼا ورځ له تورو شيشو موټر نه داسې ځوانان ور ښکته کېږي، چې په لاس کې يې بوتلې ښکاره نيولې وي او تر شا ورپسې درېشي کړي ساتونکي روان وي.

د کابل اوسېدونکي په دې ښار کې د جنايي جرمونو په ډېرښت خواشيني دي او انګيري چې دولتي مسوولین له جنايتکارو سره یوه خوله دي.

نن هم د کابل لسمې امنيتي حوزې اړوند په تایمیني سیمه کې دوه تنه دوکانداران د ناپېژاندو وسله والو له لوري په ډزو ټپیان شول، چې بریدګر له سیمې په تېښته بريالی شول.

تر دې وړاندې هم د کابل د امنیه قومنداني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې برخې پخپلو څرګندونو کې اعتراف کړی و، چې کابل ښار هره ورځ د لسو جنايي پېښو شاهد وي، چې پکې قتل، غلا، جنسي تېري او سړي تښتونې شامل دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalid
میلمه
khalid

شراب څه شی دی له شرابو نه زیات خطرناک کارونه کیږی نن سبا د کابل ښار په کنج و کنار کی د داخلی او خارجی فاحشه خانو او مورده ګاو خانو تعداد دومره زیات ده چی مه کوه پوښتنه او په دی خپلو ګنهګارو سترګومی لیدلی دی اصل مرکز یی د کابل ښار په دری ځایونو کی ده وزیراکبر خان، شهر نو او مکروریان او نور هم مشهور هوټلونه دی لکه سرینا او کانټینټل او دا دروغ خبره نده دا هغه څه دی چی ددی دولت په داخل کی هم ځينو تلویزنونو دی موضوعات ته انعکاس ورکړی لکه نورین تلویزیون… نور لوستل »