طالبان: سوله یوازې ضرورت نه؛ بلکې یوه فریضه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): په قطر هېواد کې د د پګواش له دوه ورځني سیمينار وروسته طالبانو پخپله اووینزه تبصره کې هم د سولې پر ارزښت خبرې کړي او ويلي يې دي، چې سوله یوازې ضرورت نه؛ بلکې یوه فریضه هم ده.

د طالبانو اوونیزه تبصره چې « د افغانستان اسلامي امارت » رسمي نظر څرګندوي، د هرې اوونۍ په پای کې د هغوی په رسمي برېښنا پاڼه کې خپرېږي.

دوی پخپله تبصره کې ویلي « اسلامي امارت د بین الافغاني تفاهم پر اصل باور لري» او د نمونې په توګه يې د پګواش مؤسسې له لوري د « افغان ډيالوګ» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سیمینار ياد کړی دی.

دوی له دې سیميناره خوښي څرګنده کړې ده او ويلي يې دي چې «د غونډې پر فضا پوره نظم، کامل احترام او درناوي حاکمیت درلود.»

تبصره وړاندې کاږي چې په یاده غونډه کې د طالبانو له لوري وړاندې شوې طرحه د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شوه چې «مطالب او وړاندیزونه یې معقول او د سولې د پرمختګ لپاره اړین تلقي شول، دا باور موجود و چې، اشغال، تور لست او د جوائزو لست، د اسلامي امارت لپاره د یو رسمي آدرس نه شتون، او د سیاسي بندیانو نه آزادېدل، د سولې په لاره کې ستر خنډونه دي.»

طالبانو د خپلې تبصرې په پای کې د سولې د راتګ تر ټولو ستره وسیله په ګوته کړې او لیکي: «مونږ معتقد یو چې سوله نه یوازې ضرورت بلکې یوه فریضه ده، سوله د الله جل جلاله ستر نعمت دی، یوازې کتاب او سنت ته په راګرځیدو او د الله جل وعلا او د هغه د رسول صلی الله علیه و سلم په لارښوونو د عمل په نتیجه کې دا ستر نعمت لاس ته راوړلای شو.»

له بله اړخه د چارو شننونکي وايي چې د سولې په اړه بيا دګډ حکومت موقف یوازې تر شعاره محدود دی او عملي بڼه نه لري.

د ننګرهار پوهنتون پخواني رییس ، لیکوال او شناند عبدالرحیم ثاقب نن ټکي اسیا ته د پګواش د کنفرانس او د ګډ حکومت لخوا د طالبانو د دفتر د بیا خلاصولو سره مخالفت په اړه وویل چې کله هم د سولې د تأمین چانس برابر شوی ګډ حکومت یې یې پرخلاف موقعګیري کړې.

د ښاغلي ثاقب له قوله ګډ حکومت سولې ته ژمن نه دی او موقف یې یواځې تر شعاره محدود دی.

هغه د بېلګې په توګه وویل چې چې دوه کاله وړاندې په قطر کې د طالبانو لپاره رسمي دفتر افتتاح کیدو او طالبانو غوښتل د سولې د مذاکراتو په شمول ټولې اړونده چاري د همدې دفترله لارې تر سره کړي ولس مشر کرزي یې مخالفت وکړ.

«اوس چې د ګډ حکومت مشر سوله ییز مذاکرات د خپل فعالیت له اولیتونو څخه ګڼي او د همدې غرض لپاره يي مختلفو هیوادونو ته سفرونه کړي ، بهرنیو وزارت يي په قطر کې د طالبانو له دفتر سره بیا مخالفت کړی».

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
kadir mohmand
میلمه
kadir mohmand

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته حق به مردم مظلوم افغانستان داده نمیشود باید در میدان نبرد از اشغالگران نظم نوین شیطان و اجیران دست نشانده غلام بچه ها گرفته شود!؟ ۱: سازمان ملل متحد – پوگواش یکی از ارگانیزیشن (نظم نوین شیطان) فرعونیان می باشد که هدف شان خلع سلاح ساختن مسلمانها، تفرقه انداختن در بین مسلمانها، برده ساختن مسلمانها می باشد الله (ج) در سورة القصص میفرمائید (إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِّنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ ﴿٤﴾ فرعون در سرزمین مصر، شروع به استکبار و سلطه‌گری کرد،… نور لوستل »