ټکنالوژي

سامسنګ د ګیلیکسي ایس ۶ او ایس ۶ ایج کامرې نور هم پیاوړی کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د سامسنګ کمپنۍ دوه وروستي سمارټ فونونه ګیلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) او ګیلیکسي ایس ۶ ایج (Galaxy S6 Edge) پیاوړي کامرې لري خو دغه کمپنۍ ویلي چې د دغو سمارټ فونونو کامرې نور هم پیاوړی کوي.

د سام موبایل (Sam Mobile) راپورونو پر بنسټ د سامسنګ کمپنۍ اوسمهال په یو نوی اپډیټ کار کوي کوم چې کولی شي د دغې کمپنۍ د نوي سمارټ فونونو د کامرې وړتیا نور هم زیات کړي.

د سامسنګ کمپنۍ دغه نوی اپډیټ انډرایډ ۵.۱.۱ (Android 5.1.1) دی کوم به چې د دغې کمپنۍ نوي سمارټ فونونو د کامرې په برخه کې نوي اپشنونه زیات کړي.

د نوی اپډیټ سره به د دواړو سمارټ فونونو په کامرو کې نوي ځانګړتیاوې او اپشنونه زیات شي خو تر اوسه سامسنګ کمپنۍ د دغو ځانګړتیاوو او اپشنونو په اړه معلومات له رسنیو سره نه دي شریکې کړي.

د ځینو راپورنو پر بنسټ له نوي اپډیټ سره به د دغو سمارټ فونونو کامرې وکولی شي په ډیره لږه موده کې تصویر وباسي. هیره دې نه وي چې دغه ځانګړتیا په ایچ ټي سي ون ایم ۹ (HTC One M8) او ایل جي جي ۴ (LG G4) کې له وړاندې څخه موجود دی.

سام موبایل (Sam Mobile) همداراز ویلي چې دغه نوی اپډيټ به د سامسنګ زېن (Samsung Zen) او سامسنګ نوبل (Samsung Nobel) له کوډ نومونو سره کاروونکو ته وړاندې شي.

د راپورونو پر بنسټ سامسنګ زېن (Samsung Zen) اپډيټ به د دغې کمپنۍ سمارټ فون ګیلیکسي نوټ ۵ (Galaxy Note 5) کې کاروونکو ته وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x