افغانستان

طالبان: د کندهار په چاودنه کې لس تنه بهرني او شپږ کورني عسکر وژل شوي

explosion in_Kandahar

نن ټکی آسیا: د کندهار په ښار کې چاودني مرګ ژوبله اړولې.

د کندهار امنیه قومندان عبد الرازق رسینو ته ویلي چي نن سهار ناوخته د کندهار ښار د څلورمي امنیتي حوزې په دروازه کې د کرولا ډوله موټر په واسطه برید تر سره شو، چي له کبله يې د یو تن پولیس مړ او بل ټپي شو، او درې تنه نور ملکي وګړي ټپیان شول.

د نومړي په وینا چاودنه ډیره زوره وره وه، او له کبله یې شاوخوا کورونو ته هم زیان ورسید، خو تلفات یې نه دي اړولي.

د بلي خوا طالبانو چي د برید مسئولیت يې هم په غاړه اخیستی، ویاند يې قاري یوسف احمدي ویلي چي نن د کندهار په ښار کې د موټر په واسطه فدايي برید تر سره شو چي له کبله يې په شنو ګنبدو کې د څلورمي حوزې په دروازه کي پلي ولاړ زیات شمېر بهرني او کورني عسکر ووژل شول.

نومړي ویلي چي برید د یو تن مجاهد چي نور الله نومیده او د کندهار ولایت اوسیدونکی وو، د خپل ټونیس ډوله موټر په واسطه چي د منفجره موادو ډک وو، برید تر سره شو، چي له کبله يې لږ تر لږه لس تنه بهرني او شپږ تنه کورني عسکر ووژل شول، او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

نومړي ویلي چي د چاودني له کبله د پولیسو مرکز ته هم دروند زیان رسیدلی، او شاه وخوا ولاړ فوځي او اکمالاتي موټر هم له منځه تللي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x