افغانستان

پروان: بهرنیو عسکرو په لمونځ کوونکو ډزې کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د پروان په بګرام ولسوالي کې تېره شپه بهرنیو عسکرو په يوه ډله لمونځ کوونکو ډزې کړې، چې يو تن يې مرګونی ټپي کړی دی.

د بګرام د ګجرخېلو اوسېدونکو د بهرنیانو له لوري په لمونځ کوونکو د ډزو د او یو تن کلیوال په ټپي کېدو غبرګون ښوودلی او دم ګړۍ يې هم لاریون روان دی.

د پروان امنیه قومندان محمد زمان مموزی هم مني چې په بګرام کې بهرنیو عسکرو په ملکي وګړو ډزې کړې او د ذبیح الله پو نوم يې یو تن پکې شدید ټپي کړی دی.

د کلي خلک وايي چې دوی له لمانځه وروسته له مسجده راوتل، چې د مسجد مخکې عسکرو په نښه کړل، خو د پروان امنیه قومندان بيا وايي چې بهرنیو عسکرو پر دوی د درېدلو غږ کړی دی، خو امر يې نه دی منلی او هغوی پرې ډزې کړې دي.

ټپي شوی کس د پلازمېنې کابل ته د درملنې په موخه وړل شوی او کلیوالو يې د بګرام په صیاد سیمه کې د کاپيسا – پروان لویه لاره تړلې او « مرګ په امریکا! » شعارونه ورکوي.

امريکايي عسکرو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

له امريکا سره د شوي امنيتي تړون له مخې ۹۸۰۰ امريکايي عسکر دم ګړۍ د افغان عسکرو د تمويل، روزنې او مشورې په لپاره  په افغانستان کې مېشت دي،  پر دې شمېر سربېره څلویښت زره نور قراردادي «بلیک واټر» عسکر هم مېشت دي.

«بلیک واټر» په اړه داسې راپورونو ورکول کیږي چې ښارونو او عامه ولسي ځایونو کې چاودنې او وژنې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rehmat jan

نوتاسی داخالی گاه په چادکوی دامنیه قموندانی وای عسکرودوی ته داودریدو امرکریده تاسی داراته ووایاست سی دااشغالگردی سوک سی زماپه کورکی په ماامرونه کوی که زه سرغرونه وکم وزنی می داسه بیغیرته بیشرم حکومت ده

حماد ابوبکر

دا خبر زوړ سپی ږیری انګریز قاضی امین وقاد ته استوم ، کوم چی وړمه ورځ په ډیری سبین سترګی سره وویل چی زمونږ ملک کی بهرنیان نشته، کوم کم شمیر چی شته هغوی غیر محارب دی ، یعنی هغوی جنګ نه کوی بلکه دافغانانو سره مرستی کوی

Hameed

د پروان امنیه قومندان ته شرم پکار ده چی داسی خبره کوی چی بهرنیو عسکرو پر دوی د درېدلو غږ کړی دی، خو امر يې نه دی منلی او هغوی پرې ډزې کړې دي او لاشرم نه باید ځان ژوندی په ځمکه ننباسی آخر دا ملک د امریکایانو ده که دی افغانانو چی امریکایان افغانانو ته ددریدلو امر کوی دپروان امنیه قومندان باید ځان پدی قیاس کړی چی که دی په همدی شکل لکه امریکایان چی نن سبا زمونږ په هیواد کی د تروریزم په نامه له جنګ سره خاص د خپلو ګټو لپاره په زرګونو کیلومتره لیری له خپل… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x