
کرکټ بورډ کلنی او بودیجوي پلان منظور کړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان کرکټ بورډ غړو په کلنۍ غونډه کې د را روان کال کلنی او بودیجوي پلان منظور کړ.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه وايي چې په کلنۍ غونډه کې د کرکټ بورډ غړو هر یو مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ښار جوړونې وزیر سید سادات منصور نادري، د ولسمشر حقوقي سلاکار محمد علي محمدي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي، د چارو ادارې د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست مرستیال فریدون الهام، ملي سوداګر سید سلمان سادات، د دنیا پوهنتون رئیس احمدشاه سنګدل، د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش او د الکوزي شرکت استازي میرویس سیال ونډه درلودله. سربیره پردې، په غونډه کې د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي هم ګډون درلود.
د خبرپاڼې له مخې د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي د بورډ غړو ته په افغانستان کې د کرکټ تاریخچه او د کرکټ بورډ کاري او بودیجوي پلانونه د پریزنټیشن په ترڅ کې وړاندې کړل.
ستانکزي د بورډ له غړو څخه د کرکټ بورډ ادارې سره د همیشنیو همکاریو غوښته وکړه او د بورډ د غړو په توګه یې ددوی مسئولیت د کرکټ بورډ له مشرتابه سره د سترو پلانونو په تصویبولو کې حیاتي وباله.
د غونډې په ترڅ کې د کرکټ بورډ کلني او بودیجوي پلان منظورۍ سربیره د بورډ ټولو غړو لخوا له دغې ادارې سره د هر راز مرستو ژمنه وشوه.