جنيد حسين

جهادي هاکر جنید حسین څوک دی؟

بخت الرحمن بخت
د انټر نیټ او کمپیوټر د دنیا معروفه څیره جنید حسین برطانوي ځوان د ي چي د وه کاله مخکي له برطانیی څخه عراق ته تللی او د اسلامي د ولت له جنګیالانو سره یوځای شوی د ی.

جنید حسین چي په جهادي هاکر سره هم یادیږي له د ي څخه مخکي چي نوموړی عراق ته ځي په برطانیه کي هم د شپږو میاشتو لپاره زنداني شوي چي وروسته په ضمانت باندي خوشی شوی وو.

دغه جهادي هاکر د برطاني حکومت له د ی امله زنداني کړي چي کله یی د برطانیی د پخواني اولسمشر ټوني بلیر شخصي پاڼه هک کړي وو او معلومات یی پر انټرنیټ باندي عام کړي وو.

جنید حسین ۲۱ کاله عمر لري په ۲۰۱۲ کال کي له برطانیی څخه وسوریی ته تللی هلته د اسلامي د ولت له جنګیالانو سره یوځای شوي، د امریکي حکومت ورباندي تور لګولي چي نوموړي د امریکي د سنټرل کمانډ ویب پاڼه هک کړي د غه ویب پاڼه باندی یی ګواښوونکي پیغامونه پرییښی او د امریکي د فوځ د مهمو کسانو شخصي معلومات یی عام کړي او د پاڼي پر مخ یی لیکلي چي تاسو هر چیري یاست مونږ مو وینو، ستاسو بچیان، قریبان او متعلقین ټول پیژنو.

که څه هم د امریکي او برطانیی حکومت د هغو مهموکسانو د شخصیي ژوند او معلوماتو په اړه کوم چي جنید ښکاره کړي او عام کړي وو، وویل چي د دغو کسانو شخصي معلومات او روزمره ژوند له د ي څخه مخکي هم د ومره پټ نه وو خو بیا یی هم د فوځ افسرانو او لوړ پوړیو چارواکوته امر کړي چي له احتیاط څخه کار واخلي له رسمي کار څخه وروسته د ي فوځي یونیفارم کي نه ګرځي په عامه ځایونو کي د ي له ډیري ناستي څخه ډډه وکړي، په برطانیه کي ټولو عسکري قطعاتو ته د سختو امنیتي تدابیرو د نیولو امر ورکړل شو د نړئ په هرګوټ کي امریکایی او برطانوي عسکر او نورو اړونده مهمو چارواکوته خبر ورکول شوي چي د رسمي د ندي له وخت څخه علاوه د ي فوځي جامي نه په غاړه کوي.

جنید حسین د ابو حسین البرطانوي په نامه سره کله کله په د اسي حالت کي رسنیو باندي راښکاره شی مخ یی په وړوکي رومال باندي پټ کړی وي لاس کی یی کلاشنکوپ نیولي وي برطانوي او امریکایی فوځي افسرانو ته ګوت څنډنه کوي او ورته وایی چي تاسو زمونږ څخه ورک نه یاست، ستاسو کورونه راته معلوم د ي بچیان ښځي او خپلوان مو ټول پیژنم.

جنید له د ي څخه مخکي چي د سنټرل کمانډ ویب پاڼه هیک کوي نوموړي د  امریکي د فوځ د ټویټر او یوټیوب حسابونه هم هک کړی وو، هلته یی د مهمو فوځي افسرانو شخصي معلومات عام کړي وو.

که څه هم د امریکي فوځي چارواکو ویلي چي د جنید له لوري عام شوي معلومات پټ معلومات نه وو د دغو کسانو شخصي معلومات لا له وړاندي موجود وو خو بیایی هم د جنید له لوري پرلیکه شوي معلومات صرف نظر کړي نه د ي بلکه د غه برید یی د  امریکي د فوځي اسرارو په وړاندي ستر ګواښ بللی او امریکایان یی اوس د سیبر وران کاري په نامه سره پیژني او نوموړي ته د انټرنیټ ګړندي هم ویل کیږي.

امریکایی چارواکي وایی چي جیند حسین یو ځلي په ۲۰۰۶ کال کي د اریزونا په ایالت کي د یو بل کس په ملګرتیا غوښتوهلته د ترهګرو یو ډله رامنځ ته کړي او په ۲۰۱۱ کال کي په د ي باندي تورن شوي وو چي نوموړي کوښښ کاوو اوتیاري یی نیوله چي صومالیی ته ولاړ شي او هلته په وسلوال جهاد کي برخه واخلي.

امریکایان تور لګوي چي د وي ورځي مخکي چي ټیکساس کي د کاریکاتور د نمائیش په غونډه باندي کوم برید ترسره شو د غه بریګرو سره جنید حسین مرسته کړي وه.

امریکایی چارواکي وایی نوموړي ځګه د غه مرسته کي ښکیل د ي چي د برید په عین کي وخت چي تر اوسه پوري چا ته د برید کوونکو په اړه هیڅ څرګند نه وو جنید په خپل تویټرحساب باندي د برید خبر نشرکړ برید ګرانو ته یی اسلامي وروڼه وویل او د هغو برید یی وستایی او مبارکي یی ورته وویله او زیاته یی کړه چي د برید هدف په غونډه کي هغه کسان وو چاچي د رسول الله صلی الله علیه وسلم عکسونه رسم کړي وو.

په ټیکساس کي د کاریکاتور نمائیشي غونډه باندي د برید کونکي کس سیمپسن او جیند ترمنځ انټرنیټي اړیکه د ا په ګوته کوي چي جنید له وړاندي لا د برید په اړه معلومات د رلودو او له بریګرو کسانو سره یی مرسته کړي.

دواړه سیمپسن او د هغه بل ملګري نادر صوفي هغه وخت د پولیسو له لوري په ډزو سره ووژل شول کله چي یی د غونډي د تالار مخکي موټر ودراوو او د د تالار په د روازه کي ولاړ افیسر باندي یی مخامخ ډزي وکړي.

له برید څخه سو ساعته مخکي سیمپسن خپل ټویټر حساب ( شریعت رڼا د ه) باندي لیکلی او له خپلو ملګرو څخه یی غوښتي چي د جیند حسین په ټویټر حساب ( ابوالحسین البرطانوي) کي ورسره شریک شي.

ابوالحسین البرطانوي د ټیکساس پر نمایشی غونډه باندي د برید کونکو له لوري له اوله ډزه سره سمدستي خپل حساب باندي ولیکلی ( الله اکبر زمونږ د وو وروڼو په ټیکساس کي هغه غونډه باندي چیري چي زمونږ خوږ پیغمبر رسول الله ته منسوب کاریکاتور نمائشي کیدی برید ترسره کړ.

حسین هغه وخت د رسنیو په مخ باندي را ښکاره شو کله چي یی په ۲۰۱۱ زیدیږ کال کي د برطانیی د ولسمشر ټوني بلیر شخصي حساب هک کړي د نوموړي ټلیفوني او انټرنیټي معلومات یی انټرنیټ باني پرلیکه کړو، چي وروسته د برطانیی د حکومت له لوري ونیول شو او په شپږ میاشتي بند باندي محکوم شو.

نوموړي چي کله له د غه بند څخه په ضمانت باندي خلاص شو یو ځل یی بیا د برطانیی اولسمشر ټونیبلیر د کورنئ د غړو، د میرمني، خوښیني او اولادونو شخصي معلوماتو ته لاره پیداکړه او د غه معلومات یو ځل بیا انټرنيټ باندي عام کړو.

جنید د دي ترڅنګ چي د برطانیی د  اولسمشر او د نوموړي د کورني شخصی معلوماتو ته یی لاره موندلي وه نوموړي د برطانیی د حکومت هغه خاصه او ګرمه شمیره چي د ترهګرو په اړه د بیړنیو معلوماتو او بیړنیو حالاتو لپاره خلګو په واک ورکول شوي وه هم د  د رو ورځو لپاره هک کړه او مصروفه یی وساتله.

برطانوي امنیتي چارواکي وایی چي د درو ورځو په جیریان کي کله چي د اړیکو ګرم لاین د جنید له لوري هک شوي د خلګو له لوري د غه مرکز ته ۱۱۱ یوسل او یولس ځله بیړني ټلفونونه شوي وو او د غه خلګ اړیکه نیولو کي نه وو بریالي شوي ځکه چي د غه شمیره د جنید له لوري هک شوي او اړیکه نیونکي کس ته به یی د مصروفه جواب وایو.

جنید حسین له سالی جون سره واده کړي او د واړه په سوريه کي اوسیږي، سالي جون د برطانیی د یوي ساحلي ښار کینټ اوسیدونکي ۴۵ کاله عمر لري او د یوه لس کلن بچي مور د ه له مسلمانیدو څخه سمدستي وروسته سوریی ته تللی او هلته یی له جنید سره واده کړي.

ویل کیږي چي سالي جون په سلګونو نور انګریزي ژبه باندي خبري کونکي ښځي جهاد ته بللی او له ډیرو غربي هیوادونو څخه یی سوریی او عراق رسولي د ي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د