ټولنیزه برخه

سیند په کوزه کې؛ کيسه ګۍ – نهمه برخه

حامد افغان
د زړونو پسرلی

استاد شاګردانو ته وویل: هر یو د پسرلي ښایسته انځور په تخته رسم کړئ، هغه ورپورته شو او په تخته یې د قرانکریم انځور رسم کړ! استاد ورته کړه: د دې له پسرلي سره څه اړیکه ده؟ ده په معصومه لهجه ورته وویل: موږ ته به پلار دا دعا راښووله: اللهم اجعل القران ربیع قلوبنا، یا الله قران زموږ د زړونو پسرلی وګرځوه.

ټولنه جوړول

قاضي سید قطب ته وویل: ته د ولسمشر عبد الناصر په قتل تورن یې، سید قطب ورته وویل: د عبد الناصر وژنه چټي خبره ده او زموږ موخه نه ده، زموږ موخه داسي امت او ټولنه رامنځته کول دي چې د عبد الناصر غوندي کسان نه په کې پیدا کیږي.

کورنی اغېز

سپیره بيديا وه اوږده مزله ستومانه کړی و، لیري یې د کوچیانو کیږدۍ وليدله، ورورسیدی، په کیږدۍ کې کوچۍ ناسته وه غږ یې پري وکړ، هغې پوښتنه وکړه: څوک یې؟ ده ورته وویل: مسافر یم، ستړی ستومانه او .. یم، هغې یې تود هرکلی وکړ، ښه ډوډۍ او یخي اوبه یې ورکړې، لیږ وروسته د کور خاوند راغی، ښځي ته یې وویل: دا څوک دی؟ هغې ورته وویل: مسافر دی میلمه دی، سړی غوسه شو ښځي او میلمه دواړو ته یې سپکي سپوري وکړي، ده هم څادر ټک واهه روان شو.

بله ورځ بیا د ستوماني په حالت کې د کوچیانو په کیږدۍ واوښت، د کور خاوند یې تود هرکلی وکړ، ډوډۍ او اوبه یې ورته وړاندي کړه، خو د کوچي میرمن غوسه وه او میړه ته یې څو ترخې خبري وکړې چې د میلمه هم ورسره بس شوې، د هغې په خبرو ده وخندل، کوربه ورته کړه: څنګه مو وخندل؟ ده ورته وویل: آبله ورځ یوه کورته ورغلم هلته خبره اُلټه وه، ښځه یې میلمه پاله او سړی یې سخت تریخ و، کوچي ورته وویل: هغه سړی زما خیښ دی، ښځه یې زما خور ده، او زما ښځه د هغه خور ده.

خپل هېواد

له څو کاله سفر وروسته خپل هیواد ته په خوشالي راستون شو، په هوايي ډګر کې چې کوز شو سمدستي په سجده پرېوت، سجده یې ښه اوږده کړه، راپورته شو د شکر او حمد کلمات یې تګرارول او له سترګو یې د خوښي اوښکي رواني وې، په ولاړیدو کې یې چې څنګ ته وکتل بکس یې چا غلا کړی و!.

وفا

زه ماشوم وم له چا سره مې مزدوري کوله، یوه ورځ په خیرنو او شلیدلو جامو کې کور ته روان وم، زما استاد ” سعد المطوع ” یو ریال راکړ او راته کړه یې: په دې نوې جامې درته واخله، په دې زړو او شلیدلو جامو کې دي مور ته مه ورځه، اوس چې هر کال اختر کې قرباني کوم یوه ځان ته کوم او یوه خپل استاد ” سعد المطوع ” ته کوم. دا د الراجحي بانک د څښتن شیخ سلیمان الراجحي کیسه ده.

شیخ سلیمان الراجحي سعودي کې د ” الراجحي بانک “څښتن او د خلیج مشهور شتمن و، د سعودي هر کلي او کوڅه کې الراجحي بانک څانګي لري او سعودیانو ته معاشونه هم د دې بانک له لاري ورکول کیږي.

مېلمه پالنه!

معن بن زائده[مړ768م] د عربو مشهور امیر تیر شوی دی، یو وخت بندیان ورته راوستل شول، ده یې د وژلو امر وکړ، هغوی ورته وویل: په الله مو لوبتلی یې تږي مو مه وژنه، اوبه یې ورکړې، هغوی چې اوبه وڅښلې ورته ویې ویل: په الله مو لوبتلی یې خپل ميلمانه مه وژنه، معن امر وکړ چې پرې یې ږدئ.

د نوبل ګټونکي!

فرنګي فزیکپوه جوزیف تامسن j.j.Thomson(پیدا: ١٨ ديسمبر، ١٨٥٦م .مړ: ٣٠ اګست، ١٩٤٠م) په کال ۱۹۰۶م کې په فزیک کې د یوې نوې لاس ته راوړني لامله د نوبل انعام ترلاسه کړ، او هغه دا چې ده ثابته کړه چې په ذره کې موجود الکترون جسم لرونکی شی دی. ۲۹ کاله وروسته د ده زوی Sir George Paget Thomson هم یوه نوي حقیقت ته د رسیدلو په برکت د نوبل انعام ترلاسه کړ او هغه دا چې ثابته یې کړه پلار یې خطا شوی و هغه الکترون جسم لرونکی شی نه دی بلکي یوه څپه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x