افغانستان

د افغاني عسکر په ډزو دوه البانوي عسکر مړه او بل ټپي شو

afghan-police-and-us-soldierنن ټکی آسیا: د طالبانو له خوا په خپاره شوې خبر کي ویل شوي چي تیره ورځ مازیګر د کندهار ولایت د سپین بولدک په ولسوالۍ کې یوه افغان سرتیري پر بهرنیو ځواکونو ډزي وکړي چي په کښي ۵ بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښتله.

د خبر له مخي ویل شوي چي بهرني عسکر د سپین بولد ولسوالۍ اړوند د رباط په سیمه کې یوې امنیتي پوستې ته ورغلې وه، چي د افغاني عسکر د ثقیل ماشیندار تر برید لاندي راغله، او په پایله کې ۳ تنه بهرنیان مړه او دوه نور ټپیان شول.

د ناټو د چارواکو له خوا ددغه خبر تصدیق شوی، خو ویل شوي چي تیره ورځ د افغان پولیس په یونیفارم کې یو تن وسلوال د ایساف پر ځواکونو ډزي وکړې، چي له کبله يې د البانیا هیواد تابعیت لرونکي دوه تنه عسکر مړه او یو بل بهرنی عسکر ټپی شو.

خو د ټپي شوي عسکر هویت یې نه دی څرګند کړی، چی هغه هم د البانیا هیواد دی او که د بل کوم هیواد دی.

د افغاني عسکر له خوا پر بهرنیو عسکرو بریدونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، او د امریکایانو په ګډون يې د ناټو ټوله هیوادونه په تشویش کي اچولي.

تیره میاشت فرنسا د افغاني عسکرو روزني ته وروسته تر هغه د پای ټکی کيښود کله چي د یو افغاني عسکر له خوا ډزي پرې وشوې، چي په ترڅ کې څلور تنه فرنسوي عسکر مړه او څو نور ټپیان شول، فرنسا پر دې سربیره چي د افغاني سرتیرو روزنه یې بس کړه، اعلان وکړ چي تر ټاکلي مودې چي ۲۰۱۴ کال دی، یو کال تر مخه خپل عسکر د افغانستان څخه باسي.

د افغاني عسکرو د روزني مشر جنرال دانیال بلاګر رسینو ته ویلي طالبان پوهیږي چي زمونږ او د افغاني عسکرو تر منځ ښې اړیکي زمونږ قوت جوړوي، او له همدې وجي دوی غواړي چي دغه ځای په نښه کړي، او زمونږ د بهرنیو عسکرو او د افغاني عسکرو تر منځ د بی اعتمادی فضا را منځته کړې.

د بلي خوا امریکايي او افغاني چارواکي په دې خبره متفق دي چي د افغاني او بهرنیو عسکرو تر منځ بی اعتمادي او بی باوري را منځته کول د طالبانو نوي ستراتیژي ده، چي دوی یې سخت پریشانه کړي.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ د هرات ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې هم د فوځي عملیاتو په مهال د اټالیا درې تنه عسکر وژل شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x