
غزنی: ده یک کې طالبانو د اردو چورلکه غورځولې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د غزني په ده یک ولسوالي کې طالبانو د ملي اردو د عسکرو هغه چورلکه را نسکوره کړې چې سیمې ته پر طالبانو د بريد په تمه تللې وه.
د ده یک ولسوالي سیمه ییز مسوولین مني چې طالبانو تېره ورځ د دې ولسوالي په سليمانزو سیمه کې د اردو چورلکه رانسکوره کړې ده، خو د ځاني تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.
طالبانو هم پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دوی د عزم عملیاتو په اوږدو کې تېر مازیګر د ده يک په سليمانزو سیمه کې د ملي اردو چورلکه را غورځولې او په خبره يې پکې سپاره ټول عسکر د اور خوراک شوي.
د یادې خبرپاڼې له مخې چورلکه سیمې ته د محاصره پوستې د خلاصون په تمه تللې وه، چې پخپله د طالبانو د بريد ښکار شوه.
طالبانو ويلي چې دغه چورلکه يې «دهشکې په توسط وويشتله او يونټ ته نژدې راوغورځېده.په چورلکه کې ناست عسکر د اور خوراک شوي خو تر اوسه يې کره شمېره نه ده څرګنده شوې.»
تر دې وړاندې هم طالبانو په بدخشان کې د ملي اردو غبرګې چورلکې را وغورځولې، چې دولتي سرچينو يې هم پخلی وکړ.