نړۍ

امریکا خپلې زړې جنګي الوتکې پاکستان ته ورکړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): په داسې حال کې چې د کابل حکومت وسلو او پوځي تجهیزاتو ته سخت اړمن دی، امریکا خپل مستعمل جنګي تجهیزات پاکستان ته ورکوي.

د امریکا کانګرس د څیړنو مرکز وايي چې دغه هیواد ۱۴ جنګي الوتکې، ۵۹ روزنیزې جیټ الوتکې او ۳۷۴ عرادې زغره وال ګاډي په ډیره ارزانه بیه پاکستان ته ورکړي دي.

نوموړی مرکز چې د امریکايي کانګرس په کورنیو موضوعاتو راپورونه خپروي، زیاتوي چې پاکستان ته دغه ورکړل شوي پوځي وسائل امریکایانو پخوا په افغانستان او عراق کې استعمال کړي دي.

د راپور له مخې، د دغو پوځي وسائلو سربیره، پاکستان له امریکا څخه F16 جنګي الوتکې، ۵۰۰ له هوا څخه هوا ته AMM ډوله توغندي، نږدې ۲۰۰۰ پونډه بمونه، ۵۰۰ JDAM ډوله لیږدونکي میزایل، او ۱۶۰۰ د لیزر له لارې رهبري شوي بمونه یوازې د ۶۲۹ میلیونه ډالرو په مقابل کې اخیستي.

افغان پوځ چې په تېرو څوارلسو کالو یې د امریکا او ناټو لپاره له خپلو افغانانو سره جګړه وکړه، په داسې حال کې د طالبانو بریدونو ته یوازې پریښودل کیږي چې امریکا خپلې زړې او مستعملې وسلې هم نه ورپریږدي.

د ګډ حکومت چارواکو، او تر دې وړاندې د کرزي دولت په پرلپسې توګه له امریکایانو غوښتي چې په دې خاوره کې استعمال شوي پوځي وسایل دي له افغان پوځ سره د مرستې په توګه دوی ته ورکړل شي، خو واشنګټن يې زاریو ته اهمیت نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملي امنیت سلاکار او له واشنګټن سره د امنتي تړون لاسلیکوونکي حنیف اتمر ویلي وه چې امریکا له افغان پوځ سره هره ورځ ۱۲ میلیونه ډالره مرسته کوي. نوموړي چې د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته یې فقط د نغدو ډالري مرستو معلومات ورکول، د افغان ځواکونو د نظامي تجهیزاتو په اړه هیڅ ونه ویل.

یو شمیر کتونکي په دې باور دي چې امریکا ویره لري که افغان ځواکونو ته پرمختللي جنګي تجهیزات ورکړي ښايي د طالبانو لاس ته ولویږي، نو ځکه عام افغان سرتیري په «قوت لا یموت» مالي کومکو او پوځي وسلو مصروف ساتي.

که څه هم د کابل چارواکي ګومان کوي چې امریکا به دوی د پاکستان په مقابل کې ونازوي او په همدې ګومان یې امریکا ته د امنیتي تړون په ترڅ کې ګڼ بلا عوضه امتیازات ومنل، خو امریکایانو تر دې دمه د کابل حکومت ته له لفظي ژمنو پرته نور هیڅ نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
farooq

امریکا ته نه پاکستان مهم ده او نه هم افغانستان او نه یی هم دا زړی آلوتکی له ښه نیت پاکستان ته ورکړی او یا داچی سبا به نو امریکا ته کوم ګواښ په متوجه کړی حتما یی پدی کار کی کومه ګټه ده ځکه امریکا ته صرف خپلی ګټی مهمی دی او بس دافغانستان او پاکستان اوسنی رذیل چارواکی یی دلاسو نانځکی دی چی لوبی او بازی په کوی او دافغانستان او پاکستان مسلمان ملتونه په یودبل په ضد د خپلو ګټو لپاره استعمالوی نور باید د افغانستان او پاکستان ملتونه پوه شی دا رذیل چارواکی باید له قدرت… نور لوستل »

واصل هوتک

دوه خبرې دې وخت کې دپام وړ دي اودوه ډلې ددې کار لپاره ګمارل شوې دي یوشیعه لږکۍ چي مسلمه امت دیعهودیانو په مټ دتل لپاره وځپي اوبر مذهبي افراطیان(غیرمقلدین) شیعه به دیهودوسره جوخت نظامي او جاسوسي چارې پرمخ بیایې او افراطیان به دمسلمه امت په مېنځ کې دتفریق ،تشویش،بلتون ،شکوک او مذهبي علیمي جګړه رامېنځ ته کوي ترڅوچي اوسني داعیش یې بیانظامي مرسته وکړي.
بله خبره دتجزیې ده داوسائل چي له غرب راغلي دابه همدلته ترهغوپورې استعمالیږي ترڅو چي اسیامیانه ملکونه اوخصوصاپښتانه په څلور برخو ووېشي.
نورنودایوپټ راز وبولۍ او ددې عوامل او اسبابوته ځیرشي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x