د سوني نوی سمارټ فون؛ سیلفي (Selfie) اخیستوونکو ته زیری

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۷مه ۱۳۹۴ل): سوني کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون چې ایکسپریا سي ۴ (Xperia C4) نومیږي نړیوالو بازارونو ته وړاندې کوي.

د سوني کمپنۍ دغه نوی سمارټ فون د دغې لړۍ پخواني سمارټ فونونو لکه ایکسپریا سي ۳ (Xperia C3) په څیر غوره او پیاوړی مخکینی کامره لري. سوني کمپنۍ په دغو سمارټ فونونو کې مخکینی کامرې ته د سیلفي اخیستلو په خاطر ځانګړی توجه کړی.

په دې وروځو کې د ځوانانو تر منځ د سیلفي اخیستلو دود مخ په زیاتیدو دی. د سوني کمپنۍ د دغې نوی سمارټ فون مخکینی کامره ۵ میګاپکسله ده. د کاروونکو په نظر د ټکنالوژي په دې زمانه کې ۵ میګاپکسله د کاروونکو توجه نشي جذبولی خو سوني کمپنۍ وايي چې دغه کامره به ډیرې ځانګړتیاوې ولري.

هیره دې نه وي چې سوني کمپنۍ د کامرې جوړولو په برخه کې ځانګړی وړتیا لري چې له همدې امله دغه کمپنۍ د کامرې په برخه کې نړیوال شهرت هم لري.

اوسمهال د نړۍ په بازارونو کې داسې سمارټ فونونه هم شته چې مخکینی کامرې يي ۸ او یا هم ۱۳ میګاپکسله دي. د ټکنالوژي برخې څیړونکو په وینا د سوني کمپنۍ دغه سمارټ فون به هم د کاروونکو توجه جلبولو کې پاتې راشي.

د سوني کمپنۍ د دغې سمارټ فون کامره ۲۵ ملي متره اضافي لینز (Lens) هم لري د کوم په مرسته چې کاروونکي کولی شي له لرې فاصلې څخه هم غوره کیفیت لروونکي تصویرونه واخلي.

د دغې سمارټ فون مخکینی کامره هم فلش (Flash) لري چې په مرسته يي کاروونکي کولی شي په تیاره کې هم خپل غوره کیفیت لروونکي تصویرونه واخلي.

د دغې سمارټ فون شاتنۍ کامره ۱۳ میګاپکسله ده. ایکسپریا سي ۴ (Xperia C4) سمارټ فون ۵.۵ انچه ډسپلې، ۱.۷ ګیګاهرتز اوکټا کور (Octa-Core) پروسېسر، دوه ګیګابایټ رېم، ۱۶ ګیګابایټ فایل ثبتولو وړتیا لري او اضافي میموري کارډ هم قبلوي.

د سوني کمپنۍ دغه سمارټ فون هم د انډرایډ ۵.۰ لالیپاپ (Android 5.0 Lollipop) اپریټنګ سیسټم په مرسته کارول کیږي. د دغې سمارټ فون بیټرۍ ۲۶۰۰ امپیر وړتیا لري.

د ځینې راپورونو پر بنسټ سوني کمپنۍ به خپل دغه نوی سمارټ فون ایکسپریا سي ۴ (Xperia C4) به د جون په میاشت کاروونکو ته وړاندې کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د