افغانستان

کابل کې ايران ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي۱۷مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په پلازمېنه کابل کې سلګونه کسانو د ایران ضد لاریون وکړ.

دغو کسانو چې ایران ضد شعارونه یې له ځانه سره لېږدول، ویل یې چې ایران د افغانستان له هویت، تاریخ، فرهنګ، جغرافیې او ان له وجوده منکر دی. لاریونوالو ادعا کوله چې ایران په افغانستان کې یو نا اعلان شوی سیاسي، فرهنګي، مذهبي، اقتصادي او ترهګریز یرغل پیل کړی دی.

دوى ويل چې فرهنګي يرغل تر مخامخ جګړې زيات خطرناک دى او بايد د ايران د جاسوسانو لاسونه د هېواد له نظامه پرې شي.

دغو کسانو چې د افغان ملي غورځنګ د بنسټ پلویان ګڼل کېدل نن له غرمې وړاندې د نوي ښار له پارک څخه لاريون پيل کړ او د ايران سفارت مخکې يې غونډه وکړه.

معترضينو د «د ايران فرهنګي او سياسي يرغل نه منو، دغه يرغل ته بايد په ملي روحيه غاښ ماتوونکى ځواب ورکړل شي، مرګ د ايران پر جاسوسانو او د ايران جاسوسې رسنۍ دې بندې شي» شعارونه ورکول .

لاریونوالو ویل چې ایران دوی د قوم، ژبې، سیمې او مذهب په نوم نفاق خپروي او بیا خپلې «فاشیستي موخې پلې کوي».

دوی په ګډ حکومت غږ وکړ چې د ایران او پاکستان سفارتونه تر کلکې څارنې لاندې ونیسي او د شکمنو کسانو تعقیب پیل کړي همدا راز «هغه پوهنيز، رسنيز او ديني مرکزونه چې د ايران يا کوم بل هېواد د نفوذ شک پرې کېږي، بايد د ځانګړو پلټنو په ترڅ کې يې د تمويل منابع، نصاب او تدريسي مواد وکتل شي. که چېرې د پرديو لاس پکې ثابت شي بايد سمدستي وتړل شي او مسوولينو ته يې سزا ورکړل شي».

لاریونوالو ځېنې رسنۍ هم په دې تورنې کړې چې د پردیو ګټو لپاره کار کوي او د ملي هویت، ملي یووالي، ملي ګټو او ارزښتونو پر وړاندې تبلیغ کوي. دوی ویل چې دا ډول رسنۍ دې د « باصلاحيته کميسون له خوا وتړل شي او جواز ترې واخېستل شي».

دوی هغه مدني فعالان او ټولنې چې د اسلامي او ملي ارزښتونو سپکاوی کوي هم وغندل دوی ویل چې « هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې د مدني ټولنې له آدرسه اسلام او افغاني ارزښتونو ته سپکاوی وکړي او يا د ځانګړيو پروژو له مخې زموږ د مسلمان ولس پر عقيده او احساساتو لوبې وکړي».

دغه لاریون تر هغه وروسته پر لاره اچول کیږي چې څو ورځې وړاندې څو کسانو کابل کې د اطلاعاتو او کلتور نوي وزیر عبدالباري جهاني پر ضد لاریون وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سبا ظاهر

مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x