د امت لويان

سترمجاهد ملا نجم الدين اخونزاده

masjidد قتيل خوږياڼي تتبع او څېړنه

لرغوني او تاريخي افغانستان په خپله پراخه غېږ كې ډېر وياړلي او د قدر وړ شخصيتونه روزلي چې په كارنامو يې د تاريخ پاڼې وياړي او په ډېردرنښت يې خوندي ساتي.

ملانجم الدين اخونزاده يا هډې ملا صاحب د سترمجاهد، مبارزه اوغازي په توگه هغه شخصيت دى چې هم يې د افغان – انګليس په دوه يمه جګړه كې په توره د بلوسګر دښمن ناولي پلانونه شنډ كړي او هم يې د ديني او اسلامي تبليغ له لارې د دښمن پرضد د هېواد ميړني بچيان پاڅولي دي.

ارواښاد پوهاند صديق الله رشتين ليكي: (ملانجم الدين اخونزاده چې د هډې په ملا صاحب مشهور دى، په اصل كې د شلګراو په قام كاكړ و؛ خو استوګنه يې د ننګرهارپه هډه كې وه.

په اوړي كې د كابل د تنورجوړولو په جومات او كوهدامن كې اوسيده. دى يو ښه عالم او بزرګ، د سوات د اخونزاده ملا عبدالغفور(سوات صاحب) په مريدانو كې د لويې مرتبې او نوم خاوند و. د هغه نه يې لاس نيوى كړى و، ټول عمر يې په غزاګانو كې تېر شوى دى، د ملكنډ او چكدرې په غزاګانو كې يې برخه اخيستې وه؛ د مومندو، شوقدر او ميچنۍ په غزاګانو كې هم شريك و. دا غزاګانې په ۱۸۷۸، ۱۸۹۲ او ۱۸۹۳م كلونو كې پېښې شوې دي.

د اميرعبدالرحمن خان په وخت كې انګريزانو د ده د مجاهدينو د لاسه هغه ته شكايت وكړ؛ نو هغه له وطنه جلا وطن كړ او د مومندو(جړوبي) ته لاړ. هلته يې د انګريزانو په خلاف د خپل تبليغ او جهاد لړۍ پيل كړه. په ميچنۍ، شوقدر او اكرب ډاګ كې يې له انګريزانو سره ډېرې جګړې وكړې او د جهاد او غزا تحريك يې په آزاد سرحد كې روان وساته. بيا يې په چمبركنډ كې ځاى ونيو او دغلته يې په تبليغ او جهاد لاس پورې كړ.)(۱)

ارواښاد ميرغلام محمد غبار ليكي: ( يكى از بزرگ ترين دشمنان انگليس در سرحد مجاهد مشهور ملانجم الدين اخندزاده بود كه از طرف امير تقويه و كمك ميشد.

ملانجم الدين معروف به (اخوند صاحب هډه) يكنفر عالم با عمل و مثل مرشد خود ملا عبدالغفور معروف به ( اخوند صاحب سوات) مرد مجاهد و فداكار و دشمن استعمار فرنگ بود. مرشد و خانقا و لنگر عظيم داشت كه مركز مجاهدين ملي بود و جنگهاى بسيارى با حكومت انگليس نمود تا خسته شد و از كار افتاد. اما ملا نجم الدين صاحب در داخل سرحد گرفتار رقيب سرسختى (پيرمانكى) بود كه در اثر روش مذهبى( اهل سبابه) ملانجم الدين را تكفير ميكرد. اميرعبدالرحمن خان كوشيد اين نزاع را كه به اصول دين ربطى نداشت مرتفع سازد ولى موافق نشد)(۲)
(ملانجم الدين د اميرحبيب الله خان په وخت كې بېرته هډې ته راغى او په ۱۳۱۹س.هـ كې چې له ۱۹۰۲ م سره سمون خوري ومړاو د هډې په كلي كې ښخ شو، چې مزار ته يې اوس عام و خاص را روان دي او نوم يې په ټوله پښتونخوا كې خورشوى دى.

د هډې د اخونزاده صاحب په مريدانو كې ډېر لوى لوى پالونكي، پوهان او غازيان تېرشوي دي چې ځينې يې دادي:

۱- صوفي عالم ګل صاحب چې د شينوارو په فقيرآباد كې اوسيده، نيك او ښه سړى و.             
۲- د چكنورملا صاحب چې د چكنور په كلي كې اوسيده، غازي او مجاهد ملاو.
۳- د سركاڼو ميا صاحب چې د كونړ په سركاڼو كې يې استوګنه لرله، نيك او ښه سړى و.
۴- د ترنګزو حاجي صاحب چې د مومندو په سره كمر كې اوسيده، لوى مجاهد او غازي و.
۵- د بابړې ملا صاحب چې په چارمنګ كې اوسيده، سخي او مجاهد سړى و.
۶- د سلامپور پاچا صاحب چې په سلامپور كې يې استوګنه وه، ښه لايق او پوه سړى و.
۷- استاد صاحب چې په خپله هډه كې اوسيده، د ښه خوى او اخلاقو خاوند و. په ۱۳۱۸ل.هـ كال په كابل كې وفات او په هډه كې خاورو ته وسپارل شو.

بشير احمد شيدا د ده په ستاينه كې يو شعر ويلى چې يو څو بيتونه يې دادي:

دى ســــردار د غـــازيانو عـــالــم دى
د كفار لښــكر لـــــه ده ځنې برهم دى

په كشــــــور د شريعت لكه څراغ دى
صنوبرغوندې ولاړد دين په باغ دى(۳)

كله چې د هډې نجم الدين اخونزاده مړشو؛ نو د ترنگزو حاجي صاحب په پېښور كې د روحاني مشرۍ پرگدۍ كښېناست. دغه وخت دى له خپلو خپلوانو سره يو ځاى په ترنگزو كې اوسيده چې د اشنغر د سيمې يو لوى كلى دى.

حاجي صاحب يو نيك، پرهيزگار او د قام او وطن يو رښتينى خدمتگار و؛ د پښتنو د تعليم او پوهې كلك ملگرى و. څنگه، چې انگريزان د دې كار مخالف ول، له دې كبله ده لومړى د هند له آزادۍ غوښتونكوسره د خپلو اړيكو لړۍ پيل كړه. د هند د ولى اللهي جماعت شپږم امام مولانا محمود الحسن هم غوښتل چې د سرحد له پښتنو سره خپل ارتباط پيدا كړي. په نتيجه كې د ۱۹۰۹م كال شاوخوا د حاجي فضل واحد او مولانا محمود الحسن ترمنځ د خط  او كتابت په ذريعه پېژندگلوي پيدا شوه. له دې وروسته يې د هند د آزادۍ د خوزښت په لړ كې خپلې هڅې پيل كړې. لومړى يې په پېښور كې اسلامي مدرسې جوړې كړې، چې مشهوره مدرسه يې د گدردارالعلوم و. د دې مدرسې مهتمم او مشر مولانا تاج محمد مقرر شو چې د اسلامي او عصري علومو يو منلى عالم و.

د حاجي صاحب په اصلاحي او تعليمي ډله كې ډېر نورعالمان لكه مولوي فضل محمود مخفي، مولوي فضل ربي، مولانا سيف الرحمن، مولوي عبدالعزيز او نورملگري وو. وايي، چې د حاجي صاحب تر مشرۍ لاندې يې د پېښور په علاقه كې اويا مدرسې جوړې كړې دي. په دې مدرسو كې پر نورتعليم سربېره هلكانو ته د خپلواكۍ درسونه هم وركول كيدل؛ خو كله چې انگريزان د دې مدرسو په غرض پوه شول؛ نو د هغو د بندولو هڅه يې پيل كړه. انگريزان په حاجي صاحب او د ده په ملگرو سخت بد گومانه شول او د دوى د نيولو او بندي كولو اراده يې وكړه.

په دې وخت كې د اروپا جګړه پيل شوه؛ نو حاجي صاحب د مولانا محمود الحسن  په سلا مشوره  او د هغه په لارښوونه د ۱۹۱۴م كال د جون په دوه يمه نېټه له خپل كهول سره د بونير علاقې ته هجرت وكړ او هلته يې د انگريزانو په خلاف د جگړې اعلان وكړ. له دې اعلان سره سم د اسلامي جوش په رڼا كې لښكرې ټولې شوې او د سوركاوۍ او امبيلۍ پرسيمو يې لومړني بريدونه پيل كړل. د دواړو خواوو تر منځ خونړۍ جګړې وشوې او انگريزي پوځيانو ته سخت تاوانونه ورسيدل؛ خو كله ، چې له حاجي صاحب سره پوره سامان او د جنگ وسايل نه وو او د بونير خلكو د اوږدې جګړې طاقت نه درلود؛ نو جګړه پاى ته ورسيده. حاجي صاحب له خپلو ملګرو سره د سوات سيمې ته لاړ، هلته يې قومي اصلاحات وكړل. له هغه ځاى څخه بيا د باجوړ په لار د مومندو د ساپو سره كمر ته راغى، دغلته يې استوګنه غوره كړه او پر دې ځاى يې د غازي آباد نوم كېښود.

حاجي صاحب له دغه وخت څخه وروسته د آزاد سرحد په سيمه كې خپل ديني او مذهبي تبليغات پيل كړل او د عالمانو په مرسته يې په خلكو كې د تعليم، جهاد او غزاوو هڅې پيل كړې.

په دې وخت كې حاجي صاحب د افغانستان له اسلامي حكومت سره خپلې اړيكې وساتلې او د تګ راتګ لړۍ يې جاري كړه.
ډېرهندي او پښتانه مهاجرين افغانستان ته راغلل او دلته ورته ځمكې وركړ شوې؛ خو حاجي صاحب او مولانا تاج محمد مهتمم په آزاد سرحد كې پاتې شول او د خلكو د تعليم او پوهولو له پاره يې د خپلو تبليغاتي هڅو بهير گړندى وساته.

حاجي صاحب د انگريزانو پر ضد له نوښت ډكې هلې ځلې وكړې؛ خو د ۱۳۵۶س.هـ كال په شوال(د ۱۹۳۷م په دسمبر) كې د (۱۰۵) كلونو په عمر مړ شو او د سره كمر په غازي آباد كې خاورو ته وسپارل شو. رب العزت دې د دغه شان مشرانو په مرقدونو د نور لورينه وكړي.


اخځونه:
۱- نوميالي پوهان او غازيان، ۷۶ مخ.
۲- افغانستان در مسير تاريخ، ص ۶۸۳.             
۳- نوميالي پوهان او غازيان، ۷۷ – ۷۸ مخمونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پاچا

والله خیـرالـرازقیــن الله اکــبر والله الحمــد ســـبحان الله اســـتغفرالله اســـتغفرالله اســـتغفرالله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x