نظــر

د پګواش کنفرانس د سولي او جګړې پلویان په ډاګه کړل

لیکوال: سید سعید

لکه څنګه چي لوستونکي خبر دي دمئ په ۲-۳د قطر په پلازمېنه دوحه کي دپګواش سازمان په هڅو دافغان ډیالوګ په نو م دوه ورځنی څیړنیز کنفرانس جوړ شو، په دغه غونډه کي د افغانانو له جملې د سولي شوری غړو،دحزب اسلامي او اسلامي امارت استازو،د مدني اوښځینه ټولنو غړو،او دبهر نیانو له ډلې د یونامااستازو،دسویډن سفیر،دپګواش مشر او دوه درې تنه نور خارجیان ګډونوال وو.

د پګواش کنفرانس ګډونوالو په افغانستان کي درواني کشالې پر سوله ییز حل او دسولي پر ضرورت هر اړخیزي خبري وکړې، د غونډي برخه والو جهتونو او شخصیتونود سولي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه په دوستانه فضاء کي واورل اوټول وینا وال په افغانستان کي دسولي پر ارزښت او حیاتي ضرورت یوه خوله وو.

د کنفرانس افغان او بهرني ګډونوال دطالبانو لیدني او دریځ اوریدني ته ډیر زیات لیوال وو، دطالبانواته کسیز پلاوي دشیر محمد عباس ستانګزي په مشري خپل موقف په تفصیل سره بیان کړ، دطالبانو په دریځ کي داشغال پر ختمیدو ډیر زیات ټینګار شوی ؤ،دمخدراتو کر ،قاچاق او استعمال ته اشاره شوې چي د طالبانو په واکمنۍ کي پرې ټینګ بندیز ؤ،خو اوس په پوره اوج سره رواج دي، طالبانو اوسنی اساسي قانون د غرب کاپي او په خپل منځ کي متناقض بللی، همدا راز طالبانو وړانديز کړی چي داشغال دپای ته رسیدو وروسته یو داسي اساسي قانون جوړ شي چي کاملا اسلامي او افغاني وي او د افغانستان او افغانانو دګټو ضامن وي .

د طالبانو په دریځ کي ښځو ته دټولو هغه حقونو دورکړي ژمنه شوې وه چي داسلام مقدس دین ورکړي دي،پر حکومتي واک دانحصار فکر رد شوی ؤاو و ټولو قومونواو قشرونو ته په حکومت کي د خدمت کولو حق ورکول شوی ؤ،دتعلیم دوسعت او خپراوي،اقتصادي ځواکمنتیا،صنعتي ودي او ټولنیزو ستونزو دحل وفصل خورا په زړه پوري وړاندیزونه او طریقې وړاندي شوي وې.

طالبانو په خپل موقف کي واضح کړې وه چي،د سولي دهلو ځلو د پیاوړتیاپه خاطر باید د تور او جایزه لیستونو څخه دطالب مشرانو نومونه حذف شي ، سیاسي بندیان ازادشي او دطالب استازو لپاره یو معلوم رسمي سیاسي ادرس( دفتر) باید پرانستل شي تر څو مخامخ د خلګو او رسنیوسره د اړونده مسایلو په اړه خپل موقف او پالیسي شریکه کړي .

د دوحې د څېړنیز کنفرانس دایره ونکي سازمان پګواش دهمدې غونډي په تړاوپه خپل پریکړه لیک کي د سولي دهر اړخیزو هڅو ملاتړ کړی، د طالبانو لپاره یې دسیاسي دفتر پر پرانستلو ټینګار کړی او همدا راز یې د تور لیست څخه دطالب مشرانو دنومونو دلیري کولو غوښتنه کړې ده،د کنفرانس زیاتره ګډونوال په دې باور وو چي د طالبانو لپاره دسیاسي دفتر پرانستل لومړنی ضرورت دی او دسولي د خبرو اترو څخه دښو پایلو ترلاسه کولوپه موخه دي تور لیست لغوه شي ،په ټوله کي د پګواش کنفرانس بهرنیو او کورنیو برخه والو د طالبانو دریځ وستایه او ددوی د غوښتنو ملاتړ یې څرګند کړ .

خو په تاسف سره داشرف غني حکومت هم د کرزي په پیروي د سولي دشعارونو سره سره دجنګ ملاتړ او دسولي مخالفت اعلان کړ، داشرف غني دملي امنیت سلاکار حنیف اتمر دولسي جرګې په استجوابیه غونډه کي د پګواش کنفرانس ته په اشاره په زغرده وویل چي سوله دهغه چا سره نه شي کیدای چي زموږ اساسي قانون نه مني او زموږ دځواکونو سره په جګړه بوخت دي .

دبهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني بیا یوې خبري ناستي ته دخبرو په مهال د طالبانو د دفتر پرانستلو سره خپل مخالفت ډاګیز کړ، نوموړي وویل چي:په یاد شوي کنفرانس کي ددوی استازي نه وو موجود، داچي دغونډي برخه والو طالبانو ته د دفتر دبیاپرانستني پریکړه کړې، ددوی حکومت ورسره موافق نه دی .

اشرف غني چي دټاکنیزو منډو ترړو پرمهال یې دولس سره ژمني کولې چي سولي ته به لومړیتوب ورکوي او په هر قیمت چي وي سوله به راولي، خو په عمل کي یې دسوګندکولو په دوهمه ورځ دامریکا سره هغه امنیتي تړون لاسلیک کړچي کارپوهان یې دجګړې د اوږدیدو عمده عامل ګڼي، دپګواش کنفرانس دپریکړو سره چي سیاسي ګوندونو،مخورو شخصیتونو او یو شمېر نړیوالو سازمانو یې ملاتړ کړی ، اشرف غني یو ځل بیاپه خپل مخالفت سره دسولي سره خپله عقده بربنډه کړه.

د پګواش کنفرانس په ډاګه کړه چي څوک سوله او څوک جګړه غواړي، حکومت او ملاتړو شنونکو او رسنیو یې همیشه تور لګاوه چي طالبان یوازي او یوازي پر جګړې اصرار کوي او پر ډیالوګ باور نه لري، خو طالبانو دپګواش کنفرانس په څېر په چاپان اوفرانسه کي هم د ورته ناستو پر مهال ثابته کړه چي دوی جګړې ته اړیستل شوي دي،په دې معنی چي اشغال دجګړې علت دی نو ترڅو چي علت له منځه تللی نه وي معلول به یې موجود وي .همدا راز دپګواش دغونډي وروسته داهم ښه روښانه شوه چي داشرف غني د حکومت سوله هم صرف تر شعاره محدوده ده او دسولي دسپېڅلي نامه څخه فقط دیو جګړه ییز تکتیک په توګه استفاده کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
همايون هوتک

سوله له پخپلو کی پخپله خوشه ممکن وی نه دپردو استازیو پر پردیو اجندو سوله ارامی د ملت خپلواکی ته ضرورت لری که دپردو په ابتکار سوله و هم شی منی یی په چا

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x