نظــر

یا الله دبرما مسلمانان چیري لاړ شي

لیکوال: بخت الرحمن بخت

دبرما حکومت او بودایی ټولنه کوښښ کوي د اراکان مسلمان دبرما له تابعیت څخه بی برخي کړي.

تیره ورځ دبرما حکومت ددغه هیواد پلازمیني ته د اراکان ولایت د روهنګي مسلمانانو مشران ددي لپاره ور غوښتي تر څو په برما کي د مسلمانانو دهویت، تابعیت او ملي شناخت په اړه خبري وکړي.

دبرما هیواد د ټایمز په نامه سره خپریدونکي ورځپاڼي خبر خپور کړي چي حکومت په پام کي لري ترڅو برمایی مسلمانانو ته شنه کارډونه ورکړي، او مسلمانانو ته دشنو کارډونو د ورکولو څخه یی مطلب دادي چي په برما کي مسلمانان اصل کي ددغي خاوري خلګ نه دي بلکه ګډوال راغلي او دلته ورته موقت تابعیت ورکول شوی که حکومت وغواړي هر وخت ور څخه دغه تابعیت او هویت بیرته اخیستلی شي.

او دوهم دا چي ددغو شنو کارډونو له ورکولو څخه وروسته به په برما کي لږکیو مسلمانانو ته برمایان نه بلکه بنګالي الاصله برمي مسلمانان ویل کیږي.

له بله پلوه د اراکان ولایت د اکیاب سیمي اوسیدونکي مسلمانانو مشرانو پر حکومت باندي ږغ کړي او هیله یی څرګنده کړی چي حکومت به دغه غونډه کي دمسلمانانو په اړه له انصاف څخه کار واخلي، هیواد کي به دمسلمانانو او بودایانو ترمنځ روان کړکیچ ته دپای ټکي کیږدي.

خو زه فکر نکوم چي ددغي غونډي پایله به دمسلمانانو په ګټه تمامه شي ځکه روانه میاشت کي ددغه هیواد په اساسي قانون کي دتغیر او ترمیم په اړه له خلګو څخه عامه رایه اخیستل کیږي او له بله پلوه په عین وخت کي دبرما له مسلمانانو څخه سپین موقت کارتونه اخیستل کیږي سپین کارتونه دبرما له لوري ددغه هیواد لږکیو مسلمانانو ته د موقت وخت لپاره ورکول شوي او دغو کارتونو کي دمسلمانانو هویت مجهول او نا معلوم ښودل شوي.

مسلماناتو ته اجازه ورکول شوي تر څو پوري چي حکومت ددوي د برخلیک په اړه کومه پریکړه کوي دغه سپیني ورقي دشناخت په ډول سره ګرځولی شي.

تیره میاشت چي کله دبرما دپارلمان له لوري به اساسي قانون کي دترمیم په اړه پریکړه وشوه او د هیواد د ولسمشر له لوري دغي پریکړي ته رسمي شکل ورکول شوو. حکومت له مسلمانانو څخه دسپینو ورقو بیرته اخیستل پیل کړو تر څو د ۲۰۱۵ کال دمي په میاشت کي په اساسي قانون کي دترمیم په اړه عامه رایو اخیستنو کي مسلمانان له رایو ورکولو څخه بی برخي او محروم کړي.

حکومت مسلمانانو ته داسی بهانه کوي چي د سپينو کارتونه وخت ختم شوي حکومت دمسلمانانو پر دایمي شناخت او هویت باندي غور کوي او مسلمانانو ته یی امید ورکړي چي د برما هیواد دائمی شناخت به ورکوي.

خو شنونکي او د برما دلږکیو مسلمانانو نمایندګان بیا وایی چي داسي نه ده بلکه حکومت دبرمایی بودایانو ترسخت فشار لاندي دي ترڅو مسلمانان د اساسي قانون دترمیم په اړه له رایی اچوني څخه بي برخي کړي.

دیادو ده چی دبرما په اراکان ولایت کي له یو ملیون څخه زیات مسلمانان اوسیږی چي دبودیانو او حکومت له لوري له سخت تبعیض او تعصب سره مخ دي.

په تیرو څو کلنو کي د دغه هیواد د اکثریت بودایانو له لوري د حکومت په سرپرستي کي له مسلمانانو سره زیات ظلمونه شوي دي، په سلګونو مسلمانان زاړه او کوچنیان ښځي او ماشومان ژوندي په اورونو باندي سوځول شوي، د مور او پلار په وړاندي بچیان او دبچیانو په وړاندي دمور او پلار سرونه پریکړل شوي، کورونو ته یی اورونه اچول شوي او جایدادونو څخه بی برخي شوي له سیمي څخه په زورو تیښتي ته اړکړل شوي.

دملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره په خپل راپور کي کاږي چي له یو ملیون څخه زیات روهنګي مسلمانان یوازي د اراکان په ولایت کي اوسیږي چي تر اوسه پوري دبودایانو له لوري دسختو بریدونو له امله له ۶۰۰۰۰۰ سپږسوه زرو څخه زیات مسلمانان له کورونو څخه ایستل شوي او په مختلفو پنډغالو کي ځای پر ځای شوی چي دحکومت له لوري ورته موقتي سپین کارتونه ورکول شوي.

یو سل او څلویښت زره ۱۴۰۰۰۰ مسلمانانو بیخي سیمه پریښی له اراکان ولایت څخه کوم نامالوم لوري ته وتلي.
۵۰۰۰۰۰ پنځه سوه زره برمایی مسلمانان د برما دحکومت او بودایی ټولني دظلمونو له امله برما خوشي کړي او بنګلدیش ته تللی دي.

دحیرانتیا خبره خو داده چي دغه بد بخته مخلوق ته په دواړو هیوادونو کي د کډوالو په سترګه کتل کیږي.

کوم مسلمانان چي له برما شړل شوي بنګلدیش ته تللی، هتله دبرما دکډوالو په نامه سره یاديږي. او کوم مسلمانان چي برما کي ژوند کوي اوس حکومت پلان کي لري او دبرما په پلازمینه کي یی غونډي را وغوښتي تر څو دغو مسلمانانو ته یو ډول شناخت پاڼي ورکړي او په دغو پاڼو کي هغه دبنګال الاصله کډوالو په نامه سره ولیکي.

په اراکان ولایت کي د عبد الرازق په نامه سره یو کس له الجزیري تلویزیون سره دخبرو پر وخت وویل چي دحکومت او بودایی ټولني ګډي هڅي رواني تر څو دبرما مسلمانان له هر ډول دولتي حقوقو څخه بی برخي کړي او مونږ د ټول وخت لپاره له یو مجهول برخه لیک سره مخ کړي، ددي لپاره چي د اساسي قانون دترمیم په اړه را تلونکو رایو اخیستنو څخه مسلمانان بی برخي کړي زمونږ څخه یی سپیني موقتي ورقي واخیستي او ددغو ورقو دتسلیمي په وخت کي یی مونږ ته کوم رسید او سند هم نه دي راکړي.

نوموړی زیاته کړه په برما کي دمسلمانانو په خلاف جنګ او ظلم یوازي دبودایی ټولني له لوري نه بلکه یوه حکومتي پروسه ده چي غواړي مسلمانان له برما څخه وشړي. کله چې مسلمانان دنړیوالو په وړاندي غږ پورته کوي نو حکومت بیا بودایی ټولنه رامخته کوي او دځان لپاره یو ډول جواز جوړه وي چي شخړه د مسلمانانو او بودایانو ترمنځ روانه ده حکومت ورپکي لاس نه لري.

نوموړي زیاته کړه څه موده مخکي د اراکان په ولایت کي څو کورنیو دبرما حکومت ته اسناد او شواهد وړاندي کړو چي دهغو پلرونه نیکه ګان له پیړیو څخه ددغه ځای اصلي باشنده وه.

وایی دغو کورنیو له شواهدو وړاندي کولو څخه وروسته حکومت څخه تذکري تر لاسه کړي، خو وروسته یی بیرته بودایان په وړاندي راپورته کړو او له دغو خلګو څخه بیرته تذکري واخیستي او دبرما له تابعیت څخه یی بی برخي کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

دا کومه نسل وژنه چی نن سبا د پاکستان په وزیرستان او بلوچستان کی د امریکایانو په اشاره او کومک د پاکستان د مرتد فوج له خوا روانه ده او دا کومه چی زمونږ دهیواد په دننه کی د امریکایانو او ددوی د ګوډاګیانو له خوا روانه ده په هیڅ صورت د برما د روهنګیا مسلمانانو له نسل وژنی نه کمه نه ده هلته خو به په میاشت یا دو میاشتو کی سل کسان قتل عام کیږی دلته روزانه لس او شل وژل کیږی د برما بودایان که دا کار کوی نو له هغوی خو ګیله نشته ځکه کافر بودایان… نور لوستل »

گوربت

دغہ سپین کارتونہ دافغان مھاجرینوسپینوکارتونوتہ ورتہ دی.چی ددی لپارہ یی ورکڑی دی.چی وپیزنی اوبیایے دپولیسوپہ واسطہ توھین اوتھدیدکڑی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x