سیدنا حضرت ابوبکر صدیق (رضی الله تعالی عنه) – پنځمه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفی

الله جله جلاله خپل رسول ته هغه وخت دهجرت اجازه ورکړه، کله چې مشرکینو دابلیس په وینا او لارښوونه ، دده مبارک دترور هر اړ خیزه پلان جوت کړ ، د الله جل جلاله له اجازی سره سم سیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم، د سیدنا آبو بکر صدیق (رض) کور ته تشریف یو وړ او هغه ته يې د الله جل جلاله، له لوری د هجرت د اجازی خبر ورکړ، سیدنا صدیق اکبر (رض) وویل: زما مور او پلار له ستا ځار شه! تاسو سره ما ته د ملګرتیا اجازه شته؟ رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : هو! ، ددی خبری په اوریدو سیدنا صدیق اکبر (رض) دومره خوشحاله شو چې له سترګو يې اوښکی روانی شوی!!

سیدنا ام المومنین عایشه صدیقه (رض) فرمائې : ماته په هماغه ورځ څرګنده شوه چې یو څوک له ډیری خوشحالی په ژړا، او اوښکی یې روانیږې ! سیدنا صدیق اکبر (رض) عرض وکړ : ای د الله رسوله! ماته بریښیده چې تاسو ته د هجرت اجازه کیږی په همدی خاطر می د سفر لپاره دوه اوښان روزلی چې یو يې ستاسی!، سیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسله وفرمایل: روغه ده ، خوزه د اوښ قیمت ورکوم ! سیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په خپل بستر، سیدنا حضرت علی (رض) ته د استراحت اجازه ورکړه، خپله مبارک په داسی حال کی له کوره ووت چې د کفارو ساتونکو کور محاصره کړی وو او د وتو، ټولی لیاری په دی هوډ نیولی وی، چې د الله رسول بهر قدم کیږدی پری حمله وکړی او وی وژنی؟! رسوالله صلی الله علیه وسلم د وتو په وخت د (یسن) سورت نهم ایت لوست چې د کفارو سترګی پری ړندی شوی او دی مبارک مخامخ دصدیق اکبر کور ته ولاړ چې هلته صدیق اکبر (رض) په انتظار چمتو ولاړ و، سیدنا صدیق اکبر (رض) له روانیدو وړاندی خپل زوی عبدالله ته وویل: مونږ په فلانی ځای کی تم کیږو ته به هره ورځ له ماښام وروسته د مکی حال او احوال مونږ ته رسوی، خپل خادم عامر بن فهیرة ته يې سپارښتنه وکړه چي رمه وڅروی او هره شپه دوی ته شیدی ورسوی، له لارښوونو وروسته کومه نقده پانګه يې چي د همدی موخی په خاطر ساتلی وه واخستله او روان شول، د لاری په اوږدو کی صدیق اکبر (رض) به کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وړاندی کیده او کله به وروسته کیده ، دالله جل جلاله رسول تری د لامل پوښتنه وکړه؟ هغه عرض وکړ: کله چې د خطر احساس له مخی نه محسوس کړم ستاسو مخی ته راځم او کله چې دا احساس له وروسته محسوس کړم له تاسی وروسته کیږم، په همدی ترتیب د ثور تر غاره ورسیدل، د ثور غار له مکی څخه تقریبا پنځه کیلو متره لری، جنوب لویدیز لورته پروت دی، د لاری اغزو او ناسم والی لامله د داوړو مبارکو، پښی ټپی شوی وي، د ثور غار چې د غره په لوړه واقع دی په تکلیف وختل، د ځینو روایتونو په اساس رسول الله صلی الله علیه وسلم دپښو په ګوتو روان ووچي مشرکین يې پل پیدا نکړی له همدی لامله يې پښی ټپی شوی وی، غار ته لمړی سیدنا صدیق اکبر داخل شو پخپلو لاسويې د غار صفايې وکړه او هم يې خپل څادر څیری څیری کړ دغار سوړي يې پری بندی کړی د څادر ټوټه ختمه شوه خو په غار کی دوه سوړی پاتی شوی چې سیدنا صدیق اکبر (رض) پخپلو دواړه پښو سوړی بندی کړی او بیا يې سیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته د داخلیدو بلنه ورکړه!

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د سیدنا صدیق اکبر (رض) په ورون سر کیښود بیده شو چې کوم خزنده صدیق اکبر (رض) په پښه وچیچه چې له درده يې حالت خراب شو خو ده مبارک ځان ته حرکت نه ورکاوه چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په خوب کي خلل واقع نه شی ! تر هغی چې دده مبارک له سترګوو اوښکی روانی شوی او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په مبارکې څیری وڅه څیدې چې لامله يې له خوبه ویښ شو او د صدیق اکبر (رض) څخه يې د پریشانی پو ښتنه وکړه؟ هغه عرض وکړ: مور او پلار می له تا نه فدا، څه شی وچیچلم، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په هغه ځای د خولی مبارکی لاړی وه مږلی چې دزهرو اثر له مینځه ولاړ او تکلیف په بشپړه توګه په رغیدو شو، په غار کی دری شپی تم شول، خو له بلی خوا د مکی مشرکین یوه شیبه ارامه کی نه ناستل د دوی د نیولو په هڅه کی سر ګردانه او لالهانده ګرځیدل چې د ثور د غار تر خولی هم ورسیدل!

د ابوبکر صدیق (رض) سترګی چې په مشرکینو ولګیدی وارخطا شو، په بیړه يې عرض وکړ: ای د الله رسوله! که له دوی څخه یو تن ښکته وګوری مونږ وینی ؟ د الله رسول صلی الله علیه وسلم چې د صدیق اکبر (رض) ویرجن حالت ولید وی فرمایل: ابوبکره! د هغه دوو تنو په باب ستا څه خیال دی چې دریم ورسره الله وی؟!!

دری شپی او دری ورځی په غار کی تم شول، عامر بن فهیرة د څارویو شیدی را وړلی، اسما بنت ابوبکر (رض) خواړه برابرول او عبد الله بن ابو بکر رض) به د مکی ورځنی حالات او پیښو په اړوند بشپړ معلومات ټولول او د شپی له خوا یی دویته رسول او تر ګهیځه به د دوی په خدمت کی اوسیده چې پدی ترتیب د سیدنا صدیق اکبر (رض) ټوله کورنی د سیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په خدمت کی ول! په دریمه شپه دواړه له غاره ووتل عامر هم دوی سره ملګری شو او عبد الله بن آبو بکر (رض) له وړاندی د سفر په لارو چارو پوه عبد الله بن اریقط سره د دوی د سفر په اړوند خبره کړی وه او هغه چمتو و چې د لاری په ښودو کی دوی سره مرسته وکړی، په همدی ترتیب سفر پيل شو.

له بلی خوا مشرکینو نه غوښتل موقع له لاسه ورکړی ځکه دوی د پیغمبر په بستره سیدنا علی (رض) وموند او په لټون پسی يې بیا د ابوبکر (رض) تر کوره ورسیدل له هغه ځایه چې هم مایوسه شول له مکی څخه د وتلو ټولی لاری یې ونیولی ، له دی هڅو چې هم نا امیده شول ، اعلان يې وکړ : هر چا چې د محمد او ابوبکر څخه یو تن هم ونیوو؟ سل اوښان به په انعام کی تر لاسه کړې!! د بنو مدلس قبیلی سردار سراقه بن مالک د مکی د مشرکینو د دی انعام په اوریدو، جنګی تجهیزات برابر کړل د دوی په لټون پسی ووت.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د