افغانستان

طالبانوپه بګرام کې دامریکایانو له لوري دقران کریم سپکاوی په کلکه وغندی

quran kareemنن ټکي اسیا/ تیره شپه دامریکايي ځواکونوپه ترټوله لویه نظامي اډه دبګرام په هوایي ډګر کې دمیشتو امریکايي عسکرو له لوري دمسلمانانو دمقدس کتاب قران عظیم الشان سپکاوی ترسره شو، دموثقو منابعو دخبر په اساس دامریکایی عسکرو له لوري دقران عظیم الشان سره یو ځاي یو شمیر اسلامي کتابونه په اور وسوځول شوي . په همدې اساس نن سهار دبګرام هوايي اډې مخ ته دسیمې په زرګونو خلګو دامریکایی عسکرو ددې سترجنایت په ضد پراخه مظاهره او لاریون ترسره کړ او ددې ناروا عمل عاملینو ته یې دسزا ورکولو غوښتنه وکړه.

وروستي ترلاسه شوي راپورونه وایي چې امریکایي چارواکو قران کریم ته دسپکاوي په عمل بخښنه غوښتې او ژمنه یې کړې چې دپیښې دقیقه څیړنه به کوي.

له بلې خوا طالبانو دامریکايي عسکرو دا قبیح عمل په کلکو ټکو غندلي او دبشردحقوقو په اداره یې ژغ کړی چې دداسي اعمالو مخنیوي وکړي او عاملین یې په جزا محکوم کړي ،طالبانو دپیښې په اړه خپل غبرګون دیوې اعلامیې په خپرولوسره ښودلی ،دا اعلامیه چې دطالبانو دویاند له لوري رسنیو ته لیږل شوې چې یوه کافي یې نن ټکی اسیا هم ترلاسه کړې چې په لاندي ډول یې کټ مټ نشرته سپاري.


 په بګرام کې دامریکايي یرغلګرو له خوادقرآن کریم دسوځولو په اړه داسلامي امارت اعلامیه

تیره شپه امریکايي یرغلګرو یوځلې بیا دخپل وحشیانه خصلت له مخې دمسلمانانو دمقدس کتاب قرآن عظیم الشان دسپکاوي په غرض هغه وسوځاوه او په دې وحشیانه عمل سره يي دافغانانو په شمول دنړۍ دیوملیارد مسلمانانو مشاعر او احساسات ورزخمي کړل . په افغانستان باندې دامریکايي ځناورو له یرغل  راپدي خوا دتقریبا لسم ځل دی چې امریکايي یرغلګر په افغانستان کې دمسلمانانو دمقدساتو دسپکاوي په غرض په داشاني وحشیانه عمل لاس پوري کوي چې هرځل یې مسلمان افغانان  له خپلو مقدساتو څخه  ددفاع په منظور  په مقابل کې سخت غبرګون ښکاره کوي  او دهیواد په ګوټ ګوټ کې په پراخو مظاهرو او لاریونونو لاس پوري کوي .
په افغانستان کې دامریکايانو په دستور منځته راغلې ګوډاګۍ اداره  ددې په غرض چې دخپل ولس دمعتقداتو په خلاف دامریکايي یرغلګرو د دشانې وحشیانه اعمالومخنیوی او غندنه وکړي لاهم له هغوئ سره دملتیا په غرض په لارو او سرکو کې دپاریدلو مسلمانو مظاهره کوونکو په ځورولو ،ویشتولو او له منځه وړلو لاس پوري کوي  او دامریکايي یرغلګرو له نارواکړنو څخه  ددفاع په غرض مسلمان افغانان ځوروي .
دسږکال له پیله  تراوسه  دامریکايي یرغلګرو  دادریمه  غیر انساني او غیر اخلاقي  عمل دی چې دافغان مسلمان ولس  دمعتقداتو،عنعناتو او اسلامي کلتور په  خلاف يې ترسره کوي  ،هغوئ  دافغانانو دمړیو په بي حرمتي  سربیره  دهغوئ  په معصوموماشومانو  باندې تیری کوی   او په خپلو هوايي  بریدونوکې  دافغانانو تنکي ماشومان په اورونو سوځوي .
دافغانستان  اسلامي  امارت  په داسې حال کې چې دامریکايي یرغلګرو لخوا دمقدس قرآن  بي حرمتي او سوځول په کلکه غندي  دبشري حقوقو په مدافعه ټولنو غږکوي چې  دخپل  بشري او اخلاقي مسؤلیت له مخې  دتیري کوونکو امریکایانو ددغو وحشیانه کړنو مخنیوی  وکړي  اود انساني کرامت  خلاف دترسره کوونکو جنایاتو تاریخي مجرمین  دخپلو جنایاتو په جزامحکوم کړي .
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
29/3/1433 هـ – 21/2/2012 م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x