نړۍ

پاکستان: د هلیکوپتر د راغورځېدو په پيښه کې د دوه پیلوټانو په ګډون څلورو سفیران وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان په ګلګیت کې د پاکستاني پوځ د یوې هلیکوپتر الوتکې د را غورځېدو له کبله د ناروې او فلبین سفیران او د مالیزیا او انډونیزیا د سفیرانو میرمني وژل شوي دي، او د الوتکې دوه تنه پیلوټان هم وژل شوي دي.

د فلبین او ناورې سفیران
د فلبین او ناورې سفیران

د تفصیلاتو سره سم نن د پاکستاني پوځ ویاند عاصم باجوه په خپل ټویټر پاڼه باندي خبر وکړ چې ددوی درې الوتکو سیمي ته بهرني سفیران انتقالول چې د هغوی څخه یې یوه د نالتار په نامه دره کې په یوه مکتب باندي را وغورځېدل چې له کبله یې مکتب وسوځېدی، او یاده مرګ ژوبله هم په کښي ورسیدل.

نوموړي ویلي چې د اوروپائي هیوادونو هالینډ او پولینډ سفیران هم په پيښه کې ټپيان شوي دي، چې په ګلګیټ کې د پوځ روغتون ته رسول شوي دي.

په یوه بله الوتکه کې د سپرو کسانو څخه د نوم نه ښودلو په شرط یوه کس پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دغه سفر یو ډیپلوماټیک سفر وو، چې د ۳۷ هیوادونو غړو په کښي ګډون درلود.

د پاکستاني رسنیو په قول د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف غوښتل چې په ګلګیت کې ۲ ستري پروژې خلاصي کړي، او په همدې مناسبت یې د مختلفو هیوادونو سفیرانو او تاجرانو ته د ګډون بلنه ورکړې وه، چې د پاکستاني پوځ په هلیکوپتر الوتکو کې انتقالیدل.

د پاکستان ولسمشر او نوازشریف چي د پيښي وروسته اسلام اباد ته رسیدلی، دا یو افسوسناکه پيښه بللې، او د قرباني سفیرانو د کورنیو او هیوادونو سره یې خپله غمرازي ښودلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x