افغانستان

حکومت ومنله چې په ناوه ولسوالۍ د نهو کلونو راهیسې طالبان واکمن و

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۱۸مه ۱۳۹۴ل): د غزني ولایت چارواکو او ملي امنیت عمومي ریاست منلې چې د تېرو ۹ کلونو راهیسې د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ طالبان واکمن و.

ملي امنیت او د غزني ولایت چارواکي ادعا کوي چې د ناوې ولسوالۍ د نېولو لپاره یې د تېرو ۱۳ ورځو راهیسې عملیات پیل کړي وو او نن سهار وتوانېدل چې ولسوالۍ ونیسي.

دوی منلې چې د تېرو ۹ کلونو راهیسې طالبان په ناوې ولسوالۍ واکمن و او د هغوی راج په کې چلېده.

د راپورونو له مخې طالبان د غزني په قره باغ، اندړ، جاغوري، خوږیاڼو، ګیلان، مقر، اجرستان، ګېرو، او ده یک ولسوالیو په زیاتو برخو واکمن دي، ټولې شخړې دوی حل و فصل کوي او ولس هم د شخړو د حل و فصل کولو لپاره طالبانو ته ورځي.

د ملي امنیت عمومي ریاست همدا راز ویلي چې په دغو ۱۳ ورځنیو عملیاتو کې یې د بهرنیانو په شمول ۲۷۰ طالبان وژلي دي.

سرچېنې زیاته کړې چې عملیات اوس هم دوام لري او دوی سلګونه ټنه چاودیدونکي توکي او ۲۵۰ حلقې ماینونه هم نیولي دی.

طالبانو تر دې مهاله د ملي امنیت ددغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x