نړۍ

پاکستاني طالبان وايي د دېپلوماتانو هليکوپتر دوی ویشتې

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني الجزیرې سره په خبرو کې د هغې چورلکې د غورځونې مسوولیت پر غاړه اخېستی چې په کې د فلپین او ناروۍ سفیران، د مالیزیا او اندونیزیا د سفیرانو مېرمنې او دوه پاکستاني افسران وژل شوي دي.

پاکستاني طالبانو ویلي چې چورلکه یې د الوتکو ضد مزایل پر مټ ویشتې ده او د دوی هدف د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف و.

دغه چورلکه د پاکستان په شمال ختیځ کې د ګلګت بلتستان په نلتر سیمه کې غورځېدلې چې د سفیرانو په شمول د چورلکې پیلوټ هم په کې وژل شوی دی.

د پاکستاني طالبانو ویاند زیاته کړې چې د دوی اصلي هدف د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف او ملګري وو خو هغوی له دې امله بچ شول چې په جلا چورلکه کې ناست وو.

په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو د طالبانو ددغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د صدارت ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د لومړي وزیر نوازشریف چورلکه ګلګت ته روانه وه خو د چورلکې ذ غورځېدو تر پېښې وروسته بېرته اسلام اباد ته ستانه شول.

د پاکستان د بوځ ویاند تر دې وړاندې منلې وه چې د نظامي چورلکې د غورځېدو له کبله لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي.

له بل پلوه رویټرز خبري اژانس وايي چې د وژل شوو کسانو شمېر ۹ ته لوړ شوی او د راپور له مخې د چورلکې د غورځېدو له کبله د پولینډ او هالینډ سفیران هم ټپيان شوي دي.

د ګلګت بلتستان ایالت د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د چورلکې د غورځېدو له کبله د وژل شوو کسانو جسدونه سوځېدلي او د کسانو پېژندل ستونزمن شوي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي وو چې لومړي وزیر نوازشریف غوښتل په ګلګت کې ۲ سترې پروژې پرانیزي او په همدې مناسبت یې د بېلابېلو هیوادونو سفیرانو او تاجرانو ته د ګډون بلنه ورکړې وه، چې د پاکستاني پوځ په چورلکو کې سیمې ته لېږدول کېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x