دزندان فکر
ځي مي چي اوښکې دګريوان په لوري
فــکــــريــــــــم وړى دزنـــدان په لـــوري
زړه درته کـــم نـکــــړې اســيـــره آشنـا!
دمظـــلـــوم آه ځـي ديـــزدان په لــــوري
خوب کي مي ولـيـدل زلـمــي ووروان
سپين سپين آسونه دميدان په لـوري
افســوس په حــال دى دکفــارو په کار
وړي روح په ځان کي دنيران په لـوري
تلــوارپرې وکـــړۍ مخ يې ژروګــورۍ
درومي شهيد دپاک سبحان په لوري
هــغــه کشتۍ کلـــه ډوبــيــږي مــــدام
چي خــلــګ بيــايــي دقــران په لـــوري
خـدايه ! قبــولې کـــړې زارۍ دالهام
کـوي دعــا دسـپـيــن کاروان په لوري
2012/02/20
کوئټه