
پاکستان: چورلکه په ماشین کې د خرابۍ له کبله غورځېدلې
نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): پاکستاني لوړ پوړي چارواکي وايي چې د ګلګت بلتستان په نلتر سیمه کې چورلکه د ماشین د خرابۍ له کبله غورځېدلې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سکرتر اعزاز چودري رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي چې په ټولییزه توګه ۴ هلیکوپتر روان وو چې له منځه يې یو غورځېدلی دی.
هغه زیاته کړې چې ۳۰ ديپلوماتانو عامه دوره وه او ددغو لیدنو موخه د پاکستان سره د ديپلوماتانو بلدول دي.

د ګلګت بلتستان په نلتر سیمه کې د پوځ د چورلکې د غورځېدو له کبله ۲ سفیرانو او ۲ پيلوټانو په شمول ۷ کسان ووژل شول.
په وژل شوو کسان کې د فليپین او ناروی سفیران، د مالیزیا او اندونیزیا د سفیرانو مېرمنې او ۲ پیلوټان شامل دي.
رویټرز خبرې اژانس وايي چې په پېښه کې ۹ کسان وژل شوي او چورلکه په یوه ښوونځي غورځېدلې خو ښوونځي کې له دې کبله چاته تلفات نه دي اوښتي چې نن رخصت ورکړل شوی و.
د چورلکې د غورځونې مسوولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخېستی او ادعا يې کړې چې چورلکه یې د الوتکو ضد مزایل پر مټ ویشتې او هدف یې لومړی وزیر نوازشریف و.
دغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي ویلي چې په چورلکه کې ۱۹ کسان سپاره و چې له منځه یې ۷ وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړې چې د اندونیزیا د سفیر حالت نازک دی او د بدن ۷۵ سلنه برخه یې سوځېدلې ده.
اعزاز چودري د پاکستاني طالبانو ادعا رد کړې او په وینا یې د پېښې سره د «ترهګرۍ هېڅ اړیکه نشته دی».
د راپورونو له مخې د چورلکې د غورځېدو له کبله د پولینډ او هالینډ سفیران هم ټپيان شوي دي.
د ګلګت بلتستان ایالت د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د چورلکې د غورځېدو له کبله د وژل شوو کسانو جسدونه سوځېدلي او د سوځېدلو کسانو پېژندل ستونزمن شوي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې لومړي وزیر نوازشریف غوښتل په ګلګت کې ۲ سترې پروژې پرانیزي او په همدې مناسبت یې د بېلابېلو هیوادونو سفیرانو او سوداګرو ته د ګډون بلنه ورکړې وه، چې د پاکستاني پوځ په چورلکو کې سیمې ته لېږدول کېدل.