افغانستان

ننګرهار: طالبانو ۳ ولسي وګړي له تښتوونکو ژغورلي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۸مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې درې تنه ولسي وګړي، چې غلو او اختطافګرو تښتولي وه، د هغوی له منګولو وژغورل.

دغه درې تنه چې یوه اونۍ وړاندې د تورخم جلال اباد په لویه لاره تښتول شوي وه، سپین غر ولسوالۍ کې طالبانو موندلي او د غلو له منګولو خلاص کړي.

طالبان وايي چې تېره شپه یې د مخکنیو تر لاسه کړو معلوماتو پر اساس د غلو په استوګنځای چاپه ووهله، برمته شوي ولسي وګړي یې وژغورل خو غله په تيښته توانیدلي.

طالبانو زیاته کړې چې ژغورل شوي ولسي وګړي یې روغ رمټ خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په خپلو تر واک لاندې سیمو کې د غلو پر وړاندې اقدام کوي، تر دې مخکې هم طالبانو د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې غله او قاتلین نیولي او په عام محضر کې يې پرې شرعي حدود تطبیق کړي دي.

نږدې یوه میاشت وړاندې طالبانو په غزني کې درې تنه غله، چې یوه ښځینه ډاکټره او د هغې خاوند یې په خپل کور کې وژلي او د کور ټول سامان یې ورنه وړی وه، ونیول، چې بیا یې د محکمې له پریکړې وروسته د ولایت مرکز اړوند د منګور کلي په عام محضر کې اعدام کړل.

د همدې میاشت په ۱۰ تاریخ طالبانو د فراه په بکوا ولسوالۍ کې درې تنه نور غله او اختطاف چیان، چې ۲۱ تنه یې له تښتولو وروسته وژلي وه، د دې ولسوالۍ د جمعه بازار په سیمه کې اعدام کړل. د فراه سیمه ییزو چارواکو یوازې د پیښې په تایید بسنه کړې وه.

د روان کال په جنوري میاشت کې طالبانو د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې څلور غله، چې ټوله سیمه یې نارامه کړې وه، له غلا شویو مالونو سره یو ځای ونیول. له دې پیښې یوه میاشت وروسته په فبروري کې طالبانو یو ځل بیا د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې څلور تنه سړي تښتونکي ونیول او د هغوی له منګولو یې د سیمې یو سوداګر وژغوره.

همدا راز د تېر کال په سپتمبر میاشت کې طالبانو د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې هغه درې تنه غله ونیول چې یو ۶ ماشوم یې د پیسو لپاره تښتولی وه چې وروسته یې له شکنجې وروسته په شهادت رسولی وه.

په سیمه کې د طالبانو محکمې په نوموړو درې تنو نیول شوو غلو د اعدام حکم صادر کړ او د سلګونو کسانو په وړاندې یې اعدام کړل.

په همدې میاشت (سپتمبر) کې طالبانو یو ځل بیا د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې دوه شوکمار غله ووژل او یو بل یې ژوندی ونیوه. د دشت ارچي ولسوال هم پیښه تایید کړې وه او ویلي يې وه چې وژل شوي غله له ډیرې مودې راهیسې د خلکو د لوټولو په نیت راوتل، خو دا چې دا اقدام طالبانو کړی وه، له زیات څه ویلو یې ډډه وکړه.

ویل کیږي چې د هیواد په ډیرو سیمو کې د نورو وسلوالو غلو ترڅنګ اربکیان او پولیس هم د خلکو په شکولو، غلاوو او اختطاف کې لاس لري او ان په ځینو سیمو کې په رڼا ورځ د خلکو کورونو ته وراوړي. خلک دا هم وايي چې حکومت د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې اربکیانو ته د غلاوو او هر ډول خپلسریو اجازه ورکړې ترڅو خلک د طالبانو له همکارۍ نه لاس اخیستو ته اړباسي.

د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ولسي خلک د طالبانو له دې اقدامه خوښ دي او وايي چې پر دې يې زړونه ډاډه دي چې د طالبانو د نفوذ په سیمو کې څوک د جرم اقدام نه شي کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x