اشرف غني: موږ جنګ نه دی پیل کړی، بلکې پر موږ تحمیل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي۱۹مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت ولسمشر محمد اشرف غني وايي جنګ دوی نه دی پیل کړی بلکې پرې تحمیل شوی دی.

اشرف غني دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ولسمشرۍ پر دوهمه ورځ يې د امریکا سره لانجمن امنیتي تړون لاسلیک کړ.

د شنونکو په باور د امنیتي تړون د لاسلیکېدلو سره د سولې ټولې دروازې وتړل شوې او جنګ ګډ حکومت په لوی لاس د کلونو لپاره نور هم وغځولو.

د ولسمشر د دفتر څخه خپره شوې اعلامیه وايي چې اشرف غني دغه څرګندونې د هېواد د یو شمېر علماو، مشرانو او متنفذینو ته په ارګ کې کړي.

د خبرپاڼې له مخې اشرف غني د روان امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې دوی په هېواد کې د سرتاسري امنیت لپاره کلک هوډ او اراده کړې ده.

که څه هم امریکا په ۲۰۰۱ز کال کې په افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو حکومت یې ړنګ کړ، خو پر دې سربېره اشرف غني وايي چې جنګ دوی نه دی پیل کړی بلکې پرې تحمیل شوی دی.

په داسې حال کې چې په ۲۲ ولایتونو کې د طالبانو پر ضد هم مهاله پوځي عملیات روان دي، اشرف غني وویل چې دی په سوله ټینګار کوي، ځکه جنګ د حل لاره نه ده.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۱ز کال کې د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو ۲ کاله وروسته افغانانو د امریکا پر ضد وسله‌واله مبارزه پیل کړه او امریکا او ورسره نور متحدین یې اشغالګر وبلل.

افغان ولس بهرنیان اشغالګر ګڼي او په باور یې تر هغه به جګړې ته دوام ورکوي چې بهرنیان له افغانستانه په بشپړ ډول وتلي نه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalid
میلمه
khalid

یاره دی اشرف غنی دی شکل ته چی زه ګورم نو د روسانو په وخت کی د هجرت ددیار داود لیونی را په یاد شی تاسی باور وکړی په شکل کی یی ورسره هیڅ فرق نشته عجیبه منطق ده جنګ په هغه چا تحمیل شوی چی د بی ۵۲ په زور یی سم شرعی پرامنه حکومت ړنګ شو او که په هغه جنګسالارانو چی له شر او فساد، لوټ او تالان او چور او غصب نه یی ټول افعانستان بیداد کاوه او که په هغه چا چی د بی ۵۲ په زور پراشوټی له یوه بکس اویوی جوړی دیریشی سره… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا مردکه چې کله هم لونګی پر سر ګورم نو ماته کټ مټ هغه بقال رایاد شي چې 35 کاله مخکی یی زمونږ په سیمه کې په شا باندی رختونه ګرځول او بقالي یی کوله.

همغه بقال تر دې مفکر صیب ډېر هوښیار او په خبره پوه وو دا لیونی خو مونږ فقط مونږ شرموي بهتره داده چې بیرته تباشیر او تخته پاک سره مل چیرته کوم شخصي پوهنتون کې استاد یا د کوم استاد اسیستانت شي.

ميرويس مجاهد
میلمه
ميرويس مجاهد

ګرانو وطنوالو او مسلمانو ورڼو د اسلامی امارت په آخر وخت کی زموږ په هيواد کې جګړه په ورستيو مراحلو کې وه، مګر د نړۍ د امن دښمنانو (امريکا او اروپايانو)، د منافق صفتو ګاونډيانو په مرسته پر افغانستان بی رحمانه بريد پيل او زموږ هيواد يې اشغال کړۍ، د دوی روزل سوو ګوډاګيانو د اشغال ميخونه نور هم ورټينګ کړل چې د اشغالګرو فوځونو هر ډول کومک يې وکړۍ، او د دجل او دجا ليت نجس نظام يې زموږ په ټاټوبی کې را وستۍ۔ الحمدالله زموږ پر اسلام مينو مجاهدينو د دی عصر دجال او ملګری يې په نارو… نور لوستل »