fbpx

د پاچا کورنۍ – ولسي کيسه

ژباړن : عطا محمد میاخېل

وو نه وو په پخوا زمانه کې یو پاچا وو. دې پاچا یوه شنډه مېرمن درلوده. یوه ورځ د دوی کورته د ملنګ په څېره کې یو خرس راغی او هلته یې له خپل خورجین څخه یوه مڼه را وویسته، په منځ کې یې دوه ځایه کړه، نیمه یې ملکې او پاتې نیمه یې پاچا ته ورکړه او وروسته یې وویل :

تاسو دواړه دا مڼه وخورئ د دې مڼې په خوړولو سره به څو موده وروسته، ستاسو په کورکې دوه غبرګ زامن پیدا شي او زما شرط دادی، چې له هغو دواړو څخه به یو ماته راکوئ .

پاچا د هغه شرط ومانه، مڼه یې واخیسته او وې خوړله . په دې وخت کې خرس، چې د ملنګ په څېره کې راغلی وو، خپله لاره ونیوله او لاړه .

څو موده وروسته د پاچا کره دوه زامن دنیا ته راغلل، د یو څو کلنو په تېرېدو دا دواړه هم ستر شول . خرس هماغه ډول، چې لومړۍ ورځ د ملنګ په څېره کې راغلی وو، له ورځو یوه ورځ بیا د ملنګ په څېره کې د پاچا کورته راغی او وې ویل : اوس راغلی یم، چې په خپله ژمنه وفا وکړئ او خپل یو زوی ماته راکړئ، د پاچا مېرمنې نه غوښتل، چې خپل زوی له خپلې غېږي جلا کړي، ملنګ ته یې یو او بل څه بانه کړل، تر څو هغه بېرته لاړشي او ورته وې ویل : موږ به د دې موضوع په اړه لږ فکر وکړ، ته یو څو موده وروسته راشه، ملنګ هم خپله لاره ونیوله او لاړه . پاچا په دې موده کې د خپل کور دېوالونه دومره لوړ کړل، چې ملنګ ونه شي کولای د دوی کورته راشي، په دې ترتیب بله ورځ ملنګ بیا راغی، لکه څرنګه چې هغه خرس وو،نو لوړو دېوالونو کومه ستونزه ورته نه شوه جوړولای، د یوه ګام په اخیستو کورته ننوت، پاچا او مېرمن یې د هغه په لیدو حیران شول او په خپل منځ کې یې وویل، اوس څنګه وکړو؟ پرېکړه یې وکړه،چې خپل یو زوی، چې د هغه بل په پرتله کمزوری او ډنګر دی ملنګ ته ورکړي. ملنګ هم په ډېرې خوشالۍ هلک واخیست او خپل کورته یې وېوړ. ملنګ هغه ډېر ښه وروزه، د وخت په تېرېدو هلک ستر شو . خرس له ځان سره وویل : اوس یې باید وخورم .

له ورځو یوه ورځ یو کس د خرس کورته ورغی او هلک ته یې وویل : دغه کس، چې له تا سره ژوند کوي او له ځانه یې ملنګ جوړ کړی، په حقیقت کې خرس دی او غواړي، چې تا وخوري، اوس نو ته ځوان شوی یې باید خرس څخه ځان خلاص کړې. خرس راځي، درته وايي، چې اور بل کړه او وروسته درته وایي، چې په یوه لوی دېګي کې غوړي سره کړه او وروسته تر دې له تا غواړي، ترڅو د دېګي شاوخوا ونڅېږې، هماغه وخت دی چې تا ژر تر ژره نیسي، په دېګي کې دې اچوي او وژني دې، ته باید یو کار وکړې، کله چې تاته ووایي، ونڅېږه، نو ته ورته ووایه، چې زما نڅا نه ده زده، ته یو ځل وناڅه، چې زه یې درنه زده کړم او هغه نڅا پیلوي او ته هم د بسم الله په ویلو هغه ونیسه او دېګي ته یې ور واچوه، هر څومره یې، چې درته وویل، چې له دې ځایه مې وباسه خبره یې مه منه او اور زیات کړه، په دې ترتیب هغه مړ کېږي، کله چې مړ شو فوراً یې جیبونه ولټوه او په جیبونو کې به یې ډېرې کلیانې تر لاسه کړې، د دې خبرې په کولو سره سړی ورک شو. ځوان په خپل ځای حیران کېناست .

څوموده وروسته خرس راغی هلک ته یې وویل : لمسیه اور بل کړه او په یوه دېګي کې غوړي تاوده کړه، هلک هم د هغه له هدایت سره سم اور بل کړ او په یوه ستر دېګي کې یې غوړي سره کړل، وروسته خرس وویل : زوی جانه لږ وناڅه زه به درته سیتار وغږوم . ځوان په ځواب کې ورته وویل : زما نڅا نه ده زده، ماته یې را زده کړه؛ څه ډول وناڅم؟ سپین ږیری پاڅېده او نڅا یې پیل کړه او ځوان هم سیتار غږاوه، په دې وخت کې ځوان پاڅېده او فوراً یې هغه په یوه لوی دېګي ور وغورځاوه، سپین ږیري چیغې کړې او وې ویل : زه به پیسې او شته درکړم، خو له دې ځایه مې بهر کړه !

مګر هلک اور تیز کړ او سپین ږیري هم څو شېبې وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ. له دې وروسته ځوان د هغه جیبونه ولټول او په هغو کې یې ډېرې کلیانې پیدا کړې .

سپین ږیری، چې په اصل کې خرس وو په ژوندوني یې هلک ته ویلي وو، چې د بڼ (باغ) یوې برخې ته،چې هغه د ځان له پاره ځانګړې کړې وه، نیږدې ور نه شي، هلک لومړی د بڼ هغې برخې ته ورغی، کومه چې خرس د ځان له پاره ځانګړې کړې وه، په هغه ځای کې یې یوه ډېره ښکلې چینه ولیده، کله چې د هغې چینې اوبه یې را واخیستې او په خپلو وېښتانو یې وموښلې، نو فوراً یې ویښتان د طلا په څېر ځلا داره شول، هلک چې ښکلی وو، نور هم ښکلی شو، وروسته له کلیانو سره د هغه کور په لور وخوځېده، کوم چې چینې ته نیږدې جوړ شوی وو. کله چې لومړۍ دروازه یې پرانیسته، ګوري چې په لومړۍ خونه کې یې سپیان تړلي دي او د هډوکو پرځای یې ورته واښه اچولي دي او په بله کوټه کې یې آسونه بندیان کړي دي او هغوی ته یې هډوکي اچولي دي .

ځوان لومړی ټول واښه آسونو ته او هډوکي یې سپیو ته واچول او د بلې کوټې په لوري لاړه، دروازه یې پرانیسته، ګوري چې هلته ډېر ځوانان بندیان دي، چې خرس د خپل خوراک له پاره هغوی هلته بندیان کړي دي، ځوان هغه ټول خوشې کړل او یوازې یو آس او یو سپی یې له ځان سره وساته، لاړه بله خونه یې پرانیسته، ګوري چې په هغه ځای کې ډېرې طلایي خښتې راټولې شوې دي، له طلایي خښتو څخه یې یو جوال را ډک کړ، پر خپل آس کېناست، له کوره ووت، د تللو پرمهال یې د کور خواته وکتل او وې ویل : دا ودانۍ دې د ځمکې له مخه ورکه شي، د دې خبرې په کولو سره ودانۍ ورکه شوه او ځوان له خپل آس او سپي سره لاړه، ډېر مزل یې وکړ، تر دې چې یوه ستر ځنګله ته ورسېده، په هغه ځای کې یې د یوې دردناکې ژړا غږ واورېده، ډېر خواشینی شو، وړاندې لاړه، ګوري چې د یوه زمري په پښه کې یو ستر اغزی تللی او هغه یې ډېر په تکلیف کړی دی. ځوان ژر تر ژره د هغه مرستې ته ور ودانګل، مګر زمري ورته وویل، چې زه دوه بچیان لرم، چې د خوړو راوړلو له پاره تللي دي، که چېرې ته دا اغزی زما له پښې څخه بهر کړې، کېدای شي د اغزي د بهر کېدو پرمهال زما چیغې پورته شي، وژاړم او زما بچیان، زما غږ واوري او زما د بېهوښۍ
پرمهال تا وخوري، تر ټولو لومړی باید ته د ځان پټولو ځای پیدا کړې او وروسته دا کار ترسره کړې .

ځوان هم د خپل ځان له پاره د پټنځای د پیدا کولو له پاره یوې او بلې خوا وګرځېده ، بالاخره یې ځای پیدا کړ او راغی، کله چې د زمري له پښې څخه یې اغزي وویسته،نو زمري له ډېره درده چیغې کړې او بېهوښه شو، کله چې د زمري بچیانو د خپل پلار چیغې واورېدې، نو په وارخطایۍ راغلل یوه او بله خوا یې ولټوله، چې دا کار چا کړی دی. په دې وخت کې زمری په هوښ راغی او خپلو بچیانو ته یې وویل : تاسو له هغه هلک سره هېڅ کار مه لرئ، هغه وو، چې زما ژوند یې وژغوره او زما له پښې څخه یې ستر اغزی بهر کړ او زه یې هوسا کړم .

په دې ترتیب زمري د دې ښه کار په بدل کې خپل دوه بچیان هغه ځوان ته ورکړل او خپلو بچیانو ته یې وویل : که چېرې دا ځوان پر تاسو باندې هر امر کوي، نو ژر تر ژره به یې پر ځای کوئ. په دې ترتیب هلک د زمري له دوه بچیانو سره یو ځای لاړه، درې واړه په لاره روان ول، چې یوه بڼ ( باغ) ته ورسېدل، چې په هغه ځای کې سترو ونو شتون درلود. هلک ډېر ستړی شوی وو، د یوې ونې لاندې ویده شو، سیمرغ په هغه ونه کې ځاله جوړه کړې وه، سیمرغ د خوړو موندلو له پاره لاړه او خپل بچیان یې په ځاله کې پرېښودل .

د سیمرغ د بچیانو چیغې او نارې پورته شوې، هلک په ناڅاپي ډول له خوبه را ویښ شو، ګوري چې یو غټ مار هغې ونې ته پورته کېږي، په کومه کې چې سیمرغ ځاله جوړه کړې ده او د سیمرغ بچیان د مار له وېرې چیغې وهي، هلک فوراً را پورته شو او په خپله توره یې مار له منځه یوړ او بیرته لاړه ویده شو. کله چې سیمرغ راغي، ګوري چې ځوان د همغې ونې لاندې ویده دی، په کومه کې چې ده ځاله جوړه کړې ده، له ځان سره یې وویل : دا هماغه کس دی، چې هر کال به یې زما بچیان خوړل، فوراً لاړه، یوه غټه تیږه یې له ځان سره راوړه او غوښتل یې چې ځوان پرې وولي او له منځه یې یوسي. مګر په دې وخت کې د سیمرغ بچیانو چیغې کړې، سیمرغ حیران شو، چې دوی ولې چیغې وهي. لاړه، تیږه یې په خپل ځای کېښوده، بېرته راغی او پوښتنه یې وکړه : څه خبره ده ؟ بچیانو یې ورته وویل : کوم مار چې د ونې لاندې ګورې، همدې مار غوښتل، چې موږ وخوري، مګر دې ځوان موږ وژغورلو .

سیمرغ ډېر خوشاله شو، کله چې ځوان له خوبه را ویښ شو، نو سیمرغ د ځوان د دې کار به بدله کې خپل دوه بچیان هغه ته ورکړل .

ځوان د سیمرغ له دوه بچیانو سره، چې پر اوږو یې ناست ول او د زمري دوه بچیان، چې د آس یوه او بل لوري ته او سپی یې په مخکې روان وو د ښار په لوري لاړل، ښارته نیږدې، یوه شنه چمن ته ورسېدل، ځوان د سیمرغ او زمري بچیان سره له سپي هلته پرېښودل او خپله د خوړو او خیمې د راوړلو له پاره بازار ته لاړه . څو ساعتونه وروسته یې له ځان سره خیمه او خوړنیز توکي راوړل او په همدې ستر چمن کې یې خیمه ووهله او ژوند یې پیل کړ .

څو ورځې وروسته د کار موندنې په موخه ښارته لاړه. لکه څنګه چې دا هلک ډېر ښایسته وو، نو له دې کبله ټولې نجونې په ده پسې روانې وې او هغه یې کار ته نه پرېښوده، لاچاره یې یو لری واخیسته، پر هغه یې خپل وېښتان وپوښل او د یوه پک څېره یې ځانته غوره کړه. بله ورځ بیا د کار په لټه ښار ته لاړه او هلته د کله پزۍ په یوه هټۍ شاګرد شو، په دې ترتیب یې خپل کار پیل کړ او د کله پز په نوم یې شهرت وموند .

په دې ښار کې یو پاچا ژوند کاوه، چې اوه لور ګانې یې لرلې، اومې لور یې عادت درلود، چې د خپل کور بام ته به پورته شوه او د دوربین په وسیله به یې طبیعي منظرې کتلې . له ورځو یوه ورځ، ناڅاپه د نجلۍ سترګې په یوه چمن پرېوتلې، چې په هغه ځای کې په یوه څوکۍ باندې یو ښایسته ځوان ناست دی، چې خپل وېښتان ږمنځوي. د هلک په لیدو نجلۍ پرځمکه پرېوته او بېهوښه شوه. پاچا د خپلې لور د درملنې له پاره ډېر ډاکټر خپل کورته را وبلل، مګر هېڅ پایله یې ترلاسه نه کړه. نجلۍ هماغسې ناروغه پاتې شوه .

بله ورځ پاچا د خپلې لور د درملنې په موخه له ښاره یو ستر ملا را وغوښت. ملا پاچا ته وویل : لورګانې دې سترې شوې دي، د هغوی په خوښه خاوندان ورته پیدا کړه. پاچا هم ومنله او بله ورځ یې امر وکړ، چې د ښار ټول ځوان راولئ او خپلې لورګانې یې پر بام ودرولې، یوه مڼه یې هم ورکړه او وې ویل : لورګانو هر یو ځوان مو چې خوښ شو،نو تاسو کولای شئ، چې په دې مڼه باندې یې وولئ، په دې ترتیب د پاچا شپږ لورګانو د مشهورو وزیرانو او رییسانو زامن وټاکل، مګر اومه لور یې، چې تر ټولو ډېره هوښیاره وه، دې هلکانو ته یې هېڅ پاملرنه ونه کړه .

بله ورځ پاچا یو ځل بیا امر وکړ، ترڅو هغه ځوانان، چې په ښار کې ژوند کوي، ولو که پک او ړانده هم وي دلته را ټول کړي، د پاچا عسکر لاړل او د پاچا له امر سره سم یې ټول ښار مېشتي ځوانان را ټول کړل، کله چې د کله پزۍ هټۍ ته ننوتل، هغه پک یې ولیده، مسخرې یې پرې وکړې، لکه څنګه چې د پاچا امر وو او د هغه له امر څخه یې سرغړاوی نه شو کولای پک یې هم له ځان سره بوته .

په دې ترتیب ځوانان په یوه لیکه تنظیم شول او د پاچاه د لور له مخکې تېرېدل . ناڅاپه د پاچا د لور سترګې په هغه ځوان ولګېدې، کوم چې ځان یې پک جوړاوه او د هغه هلک په لیدو بې هوښه شوې وه، په ډېره مینه او لېوالتیا یې هغه په مڼه وویشته .

پاچا، چې د خپلې لور له دې کړنې ډېر نا خوښه برېښېده، په وېش کې یې د آس کوټه ورکړه، ټولو خویندو یې پرهغې مسخرې کولې او ریشخند یې پرې واهه .

څو موده وروسته پاچا له خپلو ټولو زومانو څخه وغوښتل، تر څو هر یو، یوه شپه پاچا خپل کورته ور وبلي، د پاچا زومانو چې ځانونه ډېر لوړ ګڼل، له ځان سره یې پرېکړه وکړه، چې موږ به خپل خسر ته د هوسئ غوښه پخوو، په دې خاطر ټول یو ځای د هوسۍ په ښکار پسې لاړل .

کله چې پک له موضوع څخه خبر شو، فوراً د چمن په لوري وخوځېده، په کوم کې یې چې ژوند کاوه او سیمرغانو ته یې امر وکړ، ترڅو ژر تر ژره هغه الوتونکي، کوم چې د هغه ښار په آسمان کې الوتنه کوي ده ته روالي او د زمري بچیانو ته یې امر وکړ، تر څو د ځمکې پرمخ چې کوم ځناور ژوند کوي لکه پړانګان او هوسۍ ده ته راولي .

سیمرغان او د زمري بچیان، چې اوس غټ شوي وو، لاړل او شېبه وروسته یې ټول هغه چمن ته حاضر کړل، کوم کې چې ځوان اوسېده. د پاچا زومان، چې په دوربین کې یوې او بلې خوا کتل، ناڅاپه یې په هغه چمن سترګې ولګېدې او وې لیدل، چې ټول شیان هلته شتون لري، نو له دې کبله ډېر خوشاله شول او د هوسۍ د اخیستو په موخه هغه هلک ته ورغلل او له هغه څخه یې غوښتنه وکړه، تر څو یوه هوسۍ پر دوی خرڅه کړي. هلک هغوی ته په ځواب کې وویل : سمه ده یوه هوسۍ به تاسو ته درکړم، خو زه یو شرط لرم، هغه دا چې د ښایسته هوسۍ په بدل کې له تاسو څخه پیسې نه اخلم، یوازې ستاسو مړوند ټاپه کووم او بس . د پاچا زومانو هم ومنله. هلک هوسۍ حلاله کړه او د حلالې پر مهال یې له ځان سره وویل : د هوسۍ د غوښې ټول خوند او مزه دې د هغې سر و پښو ته لاړه شې .

د هوسۍ سر و پښې یې خپله واخیستې او نورې برخې یې د پاچا زومانو ته ورکړې . هغوی په ډېرې خوښۍ د هوسۍ غوښه په خپل منځ کې ووېشله او خپلو کورونو ته لاړل او ټولو د هوسۍ غوښه پخه او پاچا یې را مېلمه کړ، لکه څرنګه چې د هوسۍ د غوښې خوند او مزه سر و پښو ته تللې وه، غوښه په بشپړه توګه بې خونده وه، کله چې پاچا د هغوی مېلمستیا ته ورغی، ګوري، چې خواړه ډېر بې خونده دي، هېڅ ډوډۍ یې ونه خوړه، بېرته له خپلې مېرمنې سره کورته لاړه .

بله ورځ د پک هلک ورا را ورسېده، هغه د هوسۍ له سر و پښو سره یوه اندازه وریجې هم پخې کړې، کله چې پاچا د هغه مېرمن، لورګانې او زومان یې سره را ټول شول پر پک هلک باندې یې مسخرې پیل کړې او وې ویل : دا هلک به څه وکړي. ځوان فوراً په خپل کور کې یې، چې کومې طلاوې لرلې هغه یې خرڅې کړې او پرې څو تختې قالینې یې واخیستې او ټوله خونه یې سره له دېوالونو په قالینو فرش کړه، بله ورځ کله چې پاچا له خپلو زومانو سره د پک هلک کورته لاړل، د هغه د کور په لیدو ډېر حیران شول، ښه نو د ډوډۍ وخت شو، کوم خواړه، چې د پاچا لور پاخه کړي وو را وړل شول، پاچا خواړه وخوړل، لکه څرنګه چې خواړه ډېر خوندور وو، له خپلې لور څخه یې غوښتنه وکړه، تر څو لږ نور هم راوړي، نجلۍ چې هرڅومره ورته راوړل، نو پاچا هغه ټول وخوړل او یو ځل بیا یې وویل : لور جانې څومره خوندور خواړه دې پاخه کړي دي لږ نور هم راوړه . نجلۍ دا ځل لږ د آس خوشایي د وریجو لاندې واچول او را یې وړل .

کله چې پاچا خوراک پیل کړ، نو په خوړو کې یې خوشایي ولیدل او وې ویل : لورجانې ! دا څه دي ؟ د پاچا لور د خپل پلار په ځواب کې وویل : پلار جانه ! د آس کوټه دې راکړې زه څه پوهېږم، کېدای شي له کومه ځایه ور الوتي وي او له خوړو سره یو ځای شوي وي .

پاچا خواړه خوړل بند کړل، د خپلې لور له کوټې څخه ووت، د ماڼۍ بڼ ( باغ ) ته لاړه، هلته کېناسته او خپلې لور ته یې وویل : ګرانې لورې خاوند دې چېرته دی ؟ هغه ماته را وغواړه .

ځوان تر دې وړاندې خپلې مېرمنې ته ویلي وو، چې ته خپلې ښکلې جامې واغونده او هلته کېنه، زه وروسته راځم. ځوان لاړه خپلې ښکلې جامې یې واغوستې، خپل ښایسته وېښتان یې ږمنځ کړل، د زمري او سیمرغه له بچیانو سره یو ځای راغی، کله چې دربار ته را ورسېد، پاچا د هغه په لیدو حیران شو او پوښتنه یې ترې وکړه : ای ځوانه ته څوک یې؟

هلک ځواب ورکړ : تر ټولو لومړی زما هغه شپږ کسه مزدوران راکړه، کوم چې له تاسره ناست دي، بیا به خبرې کوو . پاچا حیران شو . هلک وویل : که چېرې زما په خبره مو باور نه راځي، نو په مړوندونو کې یې زما ټاپه وګورئ. کله چې پاچا د هغوی مړوندونه وکتل، پوه شو چې دا هلک رښتیا وایي. د پاچا لور وویل : پلار جانه همدا هلک چې له ځانه یې پک جوړ کړی وو زما خاوند دی. پاچا هم ډېر خوشاله شو، هلک یې په خپله غېږه کې ونیوه او خپله پاچاهي یې هغه ته ورکړه. په دې ترتیب یې خپل ژوند پیل کړ .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د